غزل
داسې مې زړۀ درپسې اور اخیستی
غــــم دې جانانه دمره زور اخیستی
زه خو کوښښ کوم چې هیرې کړمه
یادو دې زما سینۀ کې کور اخیستی
تا رانه غــــــــــواړی ورته څۀ ووایم
زړۀ مې فریاد کوې او شور اخیستی
جانانه مـــا داستا په ســــر قسم دی
له کلـــــي کوره مې پیغور اخیستی
دا چـــــــې آذاده او خـپلــواکه یمه
دا آذادي مې په وینو دورور اخیستی
زه چـې ډاډه ګـــرزم پوهیږې کنۀ
ما مې دعــــأ دخپلـې مور اخیستی
ساحل نجرابي اوس لږ ښۀ یمه زه
دزړۀ زخمو مـې لږ ټکور اخیستی
#ساحل نجرابي
داسې مې زړۀ درپسې اور اخیستی
غــــم دې جانانه دمره زور اخیستی
زه خو کوښښ کوم چې هیرې کړمه
یادو دې زما سینۀ کې کور اخیستی
تا رانه غــــــــــواړی ورته څۀ ووایم
زړۀ مې فریاد کوې او شور اخیستی
جانانه مـــا داستا په ســــر قسم دی
له کلـــــي کوره مې پیغور اخیستی
دا چـــــــې آذاده او خـپلــواکه یمه
دا آذادي مې په وینو دورور اخیستی
زه چـې ډاډه ګـــرزم پوهیږې کنۀ
ما مې دعــــأ دخپلـې مور اخیستی
ساحل نجرابي اوس لږ ښۀ یمه زه
دزړۀ زخمو مـې لږ ټکور اخیستی
#ساحل نجرابي