په خونه کې چوپتیا حاکمه ده!
د خبرو پيل عباس ستانکزي وکړ، هغه امریکایي استازو ته مخ کړ، په جوش یې وویل! تاسو له روسانو عبرت وانخست، درې لسیزې وړاندې دوی هم زموږ وطن ته راغلي و.
اغا کابلوف شاهد دی، چې ددوی د عسکرو غوښې زموږ د وطن مارغانو وخوړې او زرګونه پوځیان یې زموږ د وطن په غرونو او ګارو کې ژوندي تر خاورو لاندې شول.
نن تاسو هم په ورته برخلیک اخته یاست!
کاش! تاسو زموږ پر هیواد تر لښکرکښۍ وړاندې زموږ له تاریخ زده کړه کړې وای او ان هماغه مهال مو زموږ په هیواد کې خپله اوږده راتلونکې سنجولې وای.
د خلیلزاد سترګې کښته وې، قلم یې د مېز پر سر راکاږه! لکه ستانکزي ته یې چې د لیدلو لپاره څه نه درلودل.
خیرخواه موسک شو! مېز یې وټکاوه!
ویې ویل: د غرب قاموس ټول له متضادو څپرکو ډک دی.
دوی یو وخت موږ په زندانونو کې د ترهګرۍ په پلمه وساتلو، شکنجې یې راکړې او ان د مرګ تر سرحده یې ورسولو؛ خو نن د خپل هماغه حماقت له امله خلیلزاد پورته نشي لیدای او زموږ په ملاقاتونو پسې یې زړه چوي.
دوی د تاریخ ښه زده کوونکي نه دي او احمقانه کړنو یې د اوږدې راتلونکې لوری ترې ورک کړی.
نوري وویل: ښه به دا وي، چې تاسو هر څومره ژر چې ممکنه وي، زموږ له هیواده پښې سپکې کړئ، دلته بشپړه جغرافیه له تاسو کرکه لري، او ستاسو د وینو څښلو ته تږې ده!
ولاړ شئ! د بشري حقونو په پلمه د ملتونو د مادي او معنوي شتمنیو د چور هڅې مه کوې، د انساني حقونو درسونه خپلو پوځیانو ته ورکړئ او دا ور زده کړئ چې که بیا ځل مو بندیان لاس ته درغلل، د ګوانتنامو د بندیانو په څېر يې انساني کرامت تر پښو مه لاندې کوئ او مه د امریکایي ټيټ انساني حیثیت ټيټه درجه هغوی ته ورښایاست.
د نعیم په سره او سپينه څېره کې کرکه له ورایه څرګندېږي!
چینایان موسک دي او د خپل حریف د ذلالت له صحنو خوند اخلي.
د پاکستانیانو په سترګو کې ویره خوره ده، په ترهیدلي نظر خلیلزاد ته وګوري.
ورو ووايي، دا بحث که ختم کړو فلیز! فلیز! ستانکزی صاحب!