⦿ اخلاق او د هغه ډولونه⦿
اخلاق
♡﹏ ☆♡﹏ ☆♡﹏ ☆♡﹏ ☆
اخلاق لغتاً: د خُلق جمع ده او د ښه والي په معنی کاريږي؛ یا د انسان باطني ښه او بد اوصاف دي.
اصطلاحاً: اخلاق هغه باطني امور دي، چي د انسان څخه په اسانۍ او بېله فکر کولو اجراء کېږي.
اخلاق پر دوه ډوله دي: طبعي اخلاق او عادي اخلاق .
۱ - طبعي اخلاق: هغه اخلاقو ته ویل کېږي چي د انسان سره په طبيعت اومزاج کي خلقتاً موجود وي؛ لکه: شدید طبيعت، نرم طبیعت ....
۲ - عادي یا کسبي اخلاق: هغه اخلاق دي، چي په لومړي سر کي انسان قصداً هغه عملي کړي او تکرار یې کړي او وروسته دانسان څخه بیله فکره کولو صادریږي.
طبعي او عادي اخلاق بیا هر یو پر دوه ډوله وېشل کېږي:
۱- ښه اخلاق: هغه اخلاق چي شرعاً او عقلاً ښه اوکوونکی یې د ستایني وړ وي، حسنه اخلاق بلل کېږي.
۲- بد اخلاق: هغه اخلاق، چي شرعاً او عقلاً بد وي او کوونکی یې نه ستایل کېږي، سیئه اخلاق بلل کېږي.
پاته دي نه وي، چي حسنه (ښه) اخلاق او سیئه (بد) اخلاق په تربیه اوروزنه پوري اړه لري. په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (اِنّمَا بُعِثتُ لِاُتَمِّمَ مَکَارِمَ الاَخلَاقِ) (السنن الكبرى للبيهقي)
ژباړه: زه د دې لپا ره رالېږل سوی یم، چي ښه اخلا ق بشپړ کړم. یعني الله جل جلاله د دې لپا ره را استولی یم، چي خلکو ته نېک اخلاق وښیم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ لپاره د اخلاقو یو لارښود رهبر او نمونه ده؛ لکه الله جل جلاله چي فرمايي:
﴿لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا﴾ ﴿الأحزاب: ٢١﴾
بېشکه ستاسو لپاره د الله جل جلاله په رسول صلی الله علیه وسلم کي نېکه أُسوه ده؛ د هغه چا لپاره، چي الله جل جلاله او د آخرت ورځي ته يې اُميد وي او دالله جل جلاله ډېر ذکر کوي.
همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند څخه معلو مېږي، چي هغه د ډېرو سترو اخلاقو څښتن و.
د اسلام دین د ښو اخلا قو ټولګه ده؛ لکه علامه ابن قیم جوزي رحمه الله فرمايي:
((د اسلام دین ټوله ښه اخلاق دي.))
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ((کامل ترین مؤمن هغه څوک دی، چي ښه اخلاق ولري.)) ( ابو دا ؤد ۴۶۸۲)
په بل حديث کي فرمايي: ((بېشکه مؤمن د ښو اخلاقو په خاطر د لمونځ کوونکو او روژه نیوونکو په درجه کي راځي.)) (ابوداؤد)
🆔 @Ahadis212