د کندز مرکزي شبکې ګڼو ساحو کې تخنیکي ستونزې حل شوې
د کندز برېښنا حوزې ریاست عملیاتي ټیمونو د برېښنا پر شبکې د څار لړ کې د ناقانونه برېښنا کارونې مخنېوي په موخه شکمنې ساحې وڅارلې او د شبکې ډاډمنتیا په موخه یې ګڼو ساحو کې تخنیکي ستونزې حل کړې.
تخنیکي ټيمونو د برېښنا شارټیو مخنېوي په موخه د ترانسفارمرونو او مزو په ګډون یو شمېر تجهیزات پاک کړي.
د افغانستان د برښنا شرکت رسمي پاڼه
↓↓↓↓↓↓↓↓↓↓
https://t.me/DABS_Official