غزل
ناسته لاس په سوال د دنیا حوره ده
ایســـتې غریــــــبۍ ورپسې توره ده
څــــــوک یې دډګر دمـــزدورۍ نشته
ځـــــکه په پردي کور کې مزدوره ده
سـوال یې عادت ندی داسې مه وایه
څۀ وکـــــړي بې کسه ده مجبوره ده
وروڼه یـــې ناترسه انـــــــقلاب وړي
مـــور یي دمرګي په رنځ رنځوره ده
څۀ وکـــــــړي دچا دروازه ووهـــــي
دا نړۍ خو خـپل ځان ته مغروره ده
شـونډې یې په ذکر کې مشغولې دي
ډکه یې څېهره دخــــدای له نوره ده
نشته داسې کــور چې شـهید نه لري
زما دوطــــــن هره مـورکۍ بوره ده
صـــد افــرین وایم پرې دانش ملنګ
بیاهـم په حجاب کې ده مستوره ده
ناسته لاس په سوال د دنیا حوره ده
ایســـتې غریــــــبۍ ورپسې توره ده
څــــــوک یې دډګر دمـــزدورۍ نشته
ځـــــکه په پردي کور کې مزدوره ده
سـوال یې عادت ندی داسې مه وایه
څۀ وکـــــړي بې کسه ده مجبوره ده
وروڼه یـــې ناترسه انـــــــقلاب وړي
مـــور یي دمرګي په رنځ رنځوره ده
څۀ وکـــــــړي دچا دروازه ووهـــــي
دا نړۍ خو خـپل ځان ته مغروره ده
شـونډې یې په ذکر کې مشغولې دي
ډکه یې څېهره دخــــدای له نوره ده
نشته داسې کــور چې شـهید نه لري
زما دوطــــــن هره مـورکۍ بوره ده
صـــد افــرین وایم پرې دانش ملنګ
بیاهـم په حجاب کې ده مستوره ده