غزل
زما ملنګي زنده باد ستاباچاهي زنده باد
لونګ په غاړه خوند کړي دودسپلنې زنده باد
یاران به ډیر پیداسي چي بې مطلبه وي خو
چي صداقت ولري هغه یاري زنده باد
دبنګړو شرنګ مزه کړي څومره تأثرپکښې دي
چي عاشقان له خوبه راپاسوي زنده باد
قدر دګلو نسته ګرانښت دښکلو نسته
چي محبت وپاشي هغه سړي زنده باد
رِیا دې خداي په برخه په اخرت نه کوي هغه پرسرچي کږه بګړي تړي زنده باد
وحقاني کوثر ته یوچا وِیل کوم خوښوې
وِیل لغړزني فساد ویل صوفي زنده باد
شاعر[حقاني کوثر]
@Haqanikosar
زما ملنګي زنده باد ستاباچاهي زنده باد
لونګ په غاړه خوند کړي دودسپلنې زنده باد
یاران به ډیر پیداسي چي بې مطلبه وي خو
چي صداقت ولري هغه یاري زنده باد
دبنګړو شرنګ مزه کړي څومره تأثرپکښې دي
چي عاشقان له خوبه راپاسوي زنده باد
قدر دګلو نسته ګرانښت دښکلو نسته
چي محبت وپاشي هغه سړي زنده باد
رِیا دې خداي په برخه په اخرت نه کوي هغه پرسرچي کږه بګړي تړي زنده باد
وحقاني کوثر ته یوچا وِیل کوم خوښوې
وِیل لغړزني فساد ویل صوفي زنده باد
شاعر[حقاني کوثر]
@Haqanikosar