سلطان صلاح الدین ایوبي !
یو اروپایي تاریخ پوه لین پول لیکي: چې د غنیمت دومره زیات مال به د صلاح الدین ایوبي
لاس ته ورته، چې حساب به یې نه ؤ، جنګي بندیان هم له شمېره وتلي ؤ، صلاحالدین ایوبي به
د غنیمت ټوله شتمني په درې برخو وویشله، یوه برخه یې په جنګي بندیانو وېشله او هغوی یې
آزادول، دوهمه برخه یې په خپلو پوځیانو او غریبانو وېشله او درېیمه برخه یې د نظام الملک
مدرسې ته ورکوله.
هغه پخپله هم په همدې مدرسه کې زده کړې کړې وې، نه یې پخپله ځانته څه وساتل او نه یې
خپل کوم جرنیل ته څه ورکړل، ددې وېش پایلې دا شوې، چې د جنګي بندیانو زیاته برخه که
مسلمانان ول او که غیر مسلمان، ټول د صلاح الدین ایوبي په پندغالي کې را ټول شول او د
هغه د اطاعت په منلو سره یې د هغه په پوځ کې خپل خدمات پیل کړل. د ایوبي لویوالی او
سترتوب تر لري لري ځایو پوري مشهور شو.
#فاتح_ځوان