لنډه کتنه:
د حماس رسنیزه څېره ابو عبیده څومره پېژنئ؟❤️
د حماس د پوځي برخې القسام لوا ویاند چې په ابو عبیده مشهور شوی، پر خواله رسنیو د ویناوو له کبله ډېر پام ځان ته اړولی دی.
د ده لقب (ابو عبیده) د صحابي او پوځي مشر ابو عبیده بن الجراح له نامه اخیستل شوي دی، چې یو لوړ مقام لرونکی صحابي و.
د ده ویناوې پر خواله رسنیو ډېرې لاس په لاس کېږي او ګڼې خبري رسنۍ یې کلیپونه خپروي.
په ۲۰۰۶ کال، ابو عبیده د القسام لوا رسمي ویاند وټاکل شو. دی لومړی ځل په ښکاره د ۲۰۰۶ کال جولای میاشت کې هغه مهال راڅرګند شو چې د حماس په ګډون وسله والو ډلو له غزې سره پر پوله د اسرائیلو پر یوه پوځي مرکز برید وکړ. دا عملیات وروسته تر هغه پیل شول چې د اسرائیلو توغندی د هدی غالیه پر کورنۍ ولګېد، دا پېښه وروسته تر هغه د نړیوالو رسنیو د سر ټکی وګرځېد، چې د یادې کورنۍ یوې ۱۰ کلنې نجلۍ د غزې د سمندر پر څنډه منډې وهلې او د "پلاره، پلاره، پلاره" چیغې یې وهلې چې بالاخره په ژړا کې د خپل پلار له جسد سره پر ځمکه ولوېده.😭
په ۲۰۱۴ کال د اسرائیلو او غزې ترمنځ د جګړې پرمهال ابو عبیده په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، حماس اسرائیلی عسکر شاوول ارون نیولی، خو اسرائیلو وویل چې هغه مړ شوی دی.
لندن کې الشرق الاوسط ورځپاڼې په وینا، "ابو عبیده لومړی ځل په ۲۰۲۰ کال د القسام د یوه چارواکي په توګه وپېژندل شو". ورځپاڼه کاږي، هغه تل له رسنیو سره خبرې کړې دي او د القسام د مخکني مشر عماد عقل رکم کوي، چې اسرائیلو په ۱۹۹۳ کال ونیوی
د اسرائیلو (یدیعوت احرنوت) ورځپاڼې وویل، ابو عبیده په ۲۰۱۳ کال غزه کې د اسلامي پوهنتون له اصول الدین پوهنځي نه ماسټري ترلاسه کړې ده. وايي چې هغه د (د یهودیت، عیسویت او اسلام ترمنځ مقدسه ځمکه) په نامه د ماسټري رساله لیکلې ده او د دوکتورا ترلاسه کولو لپاره چمتووالی نیسي.
د همدې ورځپاڼې په ویناو ابو عبیده په اصل کې د غزې نعلیا کلي اوسېدونکی دی، چې اسرائیلو په ۱۹۴۸ کال نیولی. د رپوټونو له مخې اوس دی په غزه تراډه کې اوسېږي.
❤️🩹 #فلسطین_نیوز_Plastin_News❤️🩹
🤝@MazloomAqsa⚔
🥀❥━──➸➽❥❂❥━──➸➽🥀
* ◁ㅤㅤ❚❚ㅤㅤ▷