پلاره :
ځلنده څراغه دنیا ډکه له غباره
بې له تا به پاتې په پېچومو یم په باره
زه به دې امسا یم ته وهه راسره لاره
ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره
زه خو ستا د نیمو شپو په ویښه دعا پایم
ما د ښاپېرو جامې اغوستې په هوا یم
هر څو که له خپله ځانه ورک او ناپیدا یم
ته چې ایله موسک شې زه به چیغې کړم چې دا یم
یه زما د مینې د سندرو یکه زاره

ستا په وس به نه وې کنه تا خو اغوستې راته
ښکلې د گلونو له وږمو جوړې جامې راته
اخ سړوکی سیوری وې د ټکندې غرمې راته
کلي کې به گل نه ؤ خو تا به را نیوې راته
تکې سرې گلپاڼې د مچیو له کتاره

تا د ژوندانه د سیپارو توري را وښودل
زه اخیستی شپو، تا د رڼا لوري را وښودل
تا په شمار د گوتو د آسمان ستوري را وښودل
مړ مه شې جانانه زما ، مړ مه شې بیماره

تا راته غنم رېبل او زه د گل په پولو ناست
پښه دې خوږ په دروزو وه ، زه څنگ ته د غاټولو ناست
خوا کې په خندا د بلبلانو سندربولو ناست
ستا خوږو ټپو ته وم خوشحاله بې همځولو ناست
خدای مې دې بې تا نه کړي د مینې ښکلا یاره

جار زما رنځوره له زگېرویو دې قربان شم
کاش چې شم انار درته ارمان چې دې درمان شم
بیا چې راته روغ شې زه به بیا له سره ځوان شم
پرې مه شې زما د زړه د سوي رباب تاره

شاعر:پير محمد کاروان