اغاماما كندهاري


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


د واتسف پر مخ مشوره گروپ اغاماما كندهاري
د افغانستان دننه او نړي خبرونه-ويديوگاني- نعتونه- شعرونه-جالب معلومات-او اسلامي معلومات نشريږي.
احتياطي چينل... https://t.me/KandahariQorani تبادلي دپاره.... @gkgvh مسؤل...قرآني كندهاري

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri




‏فراغت ۱۸۰تن مجاهدین از بخش های مسلک در قول اردوی۳۱۳ مرکزی

به تعداد۱۸۰تن از منسوبین قطعات و جزوتام های وزارت دفاع ملی، پس فراگیری تعلیمات نظامی و عقیدتی و آموزش های  مسلکی در بخش های انجینری،صحی ومخابره امروز طی مراسمی با اشتراک مسولان ومجاهدین از قول اردوی۳۱۳مرکزی فارغ شدند

‏این منسوبین تعهد سپردند در راستای خدمتگزاری به نظام اسلامی، وطن و مردم خویش از هیچ گونه تلاش دریغ نخواهند نمود.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari




‏په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۱۸۰ تنه مجاهدین له مسلکي څانګو څخه فارغ شول.

د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه ۱۸۰ تنه منسوبین چې د انجینرۍ، روغتیا او مخابراتو په څانګو کې نظامي او مسلکي زده کړې کړې وې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول

‏دغو مجاهدینو ژمنه وکړه چې د اسلامي نظام، خپل وطن او خلکو د خدمت په لاره کې به له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari




‏په ۲۱۵ عزم قول اردو کې د ګڼ شمېر وسایطو او تجهیزاتو ترمیم او فعالول

د ۲۱۵ عزم قول اردو د ضربتي کنډک انجینرۍ ټیم د ګڼ شمېر پوځي وسایطو او تجهیزاتو د ترمیم او فعالولو خبر ورکړ.

په دغو وسایطو کې ۳۵ عرادې هاموې ټانګونه، ۱۵ شابلي موټر، ۲۰ انترنیشنل موټر او ۱ فورکلیف موټر شامل دي


‏د يادونې وړ ده، چې دغه وسايط د فتحې پر مهال ويجاړ شوي وو، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو د تجربه لرونکو افسرانو او انجنيرانو د هڅو په پايله کې بېرته فعال شول.

له دغو وسایطو او تجهیزاتو څخه به په سیمه ایزو قطعاتو او جزوتامونو کې کار واخيستل شي.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


‏د ‎#ملګرو_ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي، رامز الاکبروف له ‎#امریکا غوښتي، چې د جګړه ځپلي ‎#افغانستان د اقتصاد بیا احیا او بیا رغونې لپاره د دغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
په ملګرو ملتونو کې د ‎#چین استازي هم د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


‏د ‎#کندوز ځایي چارواکي وايي، چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري له ۳۷۷ بې‌ځایه شویو او کډوالو کورنیو سره نغدي مرسته شوې.
د دغه ولایت د کډوالو چارو د رییس په وینا؛ هرې کورنۍ ته ۷۰۰ ډالر رسېدلي دي.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


‏د میدان وردګو د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې درې تنه د نشه يي توکو قاچاقو په تور نیولي او ۱۶۹ کیلو ګرامه چرس یې هم ترې ترلاسه کړي دي.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


د هلمند د ګرشګ ولسوالۍ په اب پاشک سیمه کي برمې ته لوېدلی ۱۵ کلن هلک را ویستل سو، خو هلته یې ساه ورکړې وه.
دا یوه اوونۍ کي په دغه ولایت کي دریمه پېښه ده.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


د سپټمبر د یولسمي د قربانیانو ۸۰ کورنیو جوبایډن ته لیک استولی او ویلي یې دي دوی د افغانستان کنګل سوي پیسې نه غواړي، ځکه افغانان له لوږي سره مخ دي او هغوئ ته دي یې ورکړي.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


د افغانستان مركز كابل او نورو ولايتونو د نن ورځي د هوا حالات.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
له طلوع نيوز سره د آنس حقاني مركه
د زندان وروسـته د مور غبرگون سه وو

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


‏تېره اونۍ کریمیا کې له چاودنو وروسته، یوه پوځي اډه سخته زیانمنه شوې او وویل شول چې دې پېښه کې لږ تر لږه اوه الوتکې ویجاړې شوې دي

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


‏اوچا په یوه ټویټ کې ویلي چې استرالیا په دغو نویو مرستو سره هغه بسپنه ورکونکی هېواد دی چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو له صندوق سره یې د مرستو اندازه ۶۳ ملیون استرالیایي ډالرو ته رسیږي.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


‏د سیمه‌ییزو پولیسو یوه چارواکي محمد عمران وویل چې، په دغه پېښه کې چې نن د دې ایالت په ګومل ښارګوټي کې رامنځته شوې، د پولیو کارکونکو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


اټلانټا (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱) : د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان د پخواني حکومت سل چورلکې او جنګي الوتکې ښايي د یوکراییني ځواکونو لاس ته ورشي.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان مخکيني حکومت له سقوط وروسته افغان امنیتي ځواکونو اړوند کسانو لسګونه چورلکې او الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته بیولې دي.

نوموړی زیاتوي، د افغان هوایي ځواک پیلوټانو نږدې ((۶۰ الوتکې او چورلکې)) تاجکستان او دغه راز نږدې (( ۴۰ یا پنځوس چورلکې او الوتکې)) یې ازبکستان ته لېږدولې دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي دا وضاحت نه دی کړی چې ولې دا اندېښنه ورته پيدا شوې، او څنګه شونې ده چې د افغانستان جنګي وسایل دې د یوکرایین پوځ لاس ته ورشي.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


‏ډاکترانو جیل بایډن ته د کروناویروس ضد درملو د خوړلو سربیره د پنځو ورځو قرنطین سپارښتنه هم کړې.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


‏ملي دفاع وزارت وايي، چې تېره ورځ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د انجنیري مدیریت مسولینو ‎#پکتيا ولايت کې د زیاتو اورښتونو له امله د کابل ګردیز په لویه لاره د تېرې کنډو، کفترخانې او ټنډانو په سیمه کې ویجاړ شوی سړک او پلچکونه رغولي دي.

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari


بسم اللّٰه الرحمن الرحيم
ورځ مــــو په خيـــر
د نـــن ورځـــي تاريخـــونه
قـمـري🌙 ۱۹ /۱/ ۱۴۴۴ مـــحـــــرم
شمسي☀️ ۲۶/ ۵ /۱۴۰۱ اســـــــــد
ميلادي🌏 ۱۷/ ۸/ ۲۰۲۲ اگــــســــت
ورځ ⭐️ چهارشــــنـــــــبه

#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

2 888

obunachilar
Kanal statistikasi