🔴⛓ د ژوند مازدیګری ⛓🔴 dan repost
په داسې حال کې چې دوحه کې د راتلونکي اسلامي نظام د جوړښت او د روانې جګړې د پای ته رسیدو په موخه د سولې بین الافغاني خبرې روانې دي او ترڅنګ یې د بهرنیو ځواکونو ډلې ډلې پوځیان هم له هیواده مخ پر وتلو دي؛ تازه د کاناډا لومړي وزیر "جسټن ټروډو" په تلویحي بڼه اشرف غني ته د سیاسي پناه د ورکړې خبرداری ورکړی دی.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، نوموړي له اشرف غني سره په تلیفوني مکالمه کې د یوه خپلواک،با ثباته او دیموکراتیک افغانستان غوښتنه کړې ده.
د ارګ مرستیاله ویانده فاطمه مورچل وایي، ټروډو غني ته ویلي چې د نورو وختونو په پرتله، اوس افغانستان تاسو ته ډیره اړتیا لري.
نوموړې زیاتوي، کاناډایي لومړي وزیر وویل، « زه به ډیر خوشحاله شم چې یوه ورځ تاسو کاناډا کې وګورم، دلته د زیربناوو رغونو او بیارغونو په برخه کې جنابعالي ته تل اړتیا لیدل کیږي.»
شنونکي د اغلې مورچل دا څرګندونې اشرف غني ته د کاناډا لخوا د سیاسي پناه د ورکړې په برخه کې شین څراغ بولي او زیاتوي، ښایي غني وار له مخې د خپل ځان لپاره کوم بهرني هیواد کې د سیاسي پناه اخیستو لپاره لابي پیل کړې وي.
دا په داسې حال کې ده چې اشرف غني په دې وروستیو کې د کابل د حامدکرزي هوایي ډګر لپاره د امنیتي ځواکونو قوماندان د خپل امنیتي ګارډ مشر ټاکلی، هغه غوراوی چې ډیری شنونکي یې په دې مانا بولي چې ګواکې غني او ټیم یې دممکنه وتلو پر مهاله هوایي ډګر کې خپل با اعتماده آسانچاری مخکې له مخکې ځای پرځای کړی دی.
په داسې حال کې چې د سولې خبرې د حکومت له اساسي بدلون سره حتمي بریښي، اشرف غني او ټیم یې سخت مخالفت کوي او د حزب اسلامي د مشر "ګلبدین حکمتیار" په وینا، څوځله اشرف غني طالبانو ته د زیات شمیر امکاناتو په ورکولو سره د خپلې بقاء غوښتنه هم کړې، خو هغوی رد کړې ده.
عـزم
✔
#پروخت_دقیق_خبرونه
@Al_Aesha_News