🔸
له نیکانو سره ملگرتيا 🔸
موږ ډېر خلک وینو چې کله یوه ګناه کوي او نېکان خلک يې وويني تري شرمېږي؛ نو که له الله تعالى نه هم همدومره حياء وكړي
، كاميابي به ترلاسه کړي. له همدې امله له نېکانو سره ملګرتيا ډېره ضروري ده، ځکه سړی له گناه نه بچوي او غلطو فکرونو ته هم وخت نه پیدا کوي.
یوه چا له شیخ محمد صفوت نور الدين رحمه الله نه پوښتنه وکړه، چې زه یو ځوان يم او له ګناهونو مي تو به هم ويستې ده؛ خو بيا هم رانه ګناه کېږي او په دې توګه بیا بیا ګناه کوم او بیا بیا توبه وباسم؛ نو څه لارښوونه راته کوي؟
شيخ رحمه الله ورته وفرمايل له نېکانو سره ملګرتیا وکړه
📕📗📙📘📕📗📙📘📗📕📕
که غواړئ چې د لا زیاتو غوره کتابونو او مطالعې اړوند محتویاتو څخه برخمن شئ،نو په پورته کتابونو کلیک وکړی.👆