دشعر ادبي حجره


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


خوږو ملګرو! دلته دشعر او ادب په اړه ډیر مفید اوژور معلومات کتلی شی له موژ سره اوسی او د چینل دلنک په نشرولوکي مرسته راسره وکړئ...ترڅو نورملګري هم زموږ د درنو استادانو له درسونو مستفیدشي.

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


زیری زیری زیری
د شعر ادبي حجرې ټولو ګډون والو ته زیری ورکول کيژي چي د شعر ادبي حجرې سمون والانو او مشرانو د خپل وس مطابق کوشش کړی چي د شعر ادبي حجرې په نامه یو فډیپ کتاب جوړ او د شعر ادبي حجرې د شاعرانو کلامونه پکي راټول او خپلو مینوالو ته یې وړاندې کړي خدای دي وکړي چي ستاسو مینوالو د خوښی وړ وګرځي

یادونه: که د کم ملګرو شعرونه نه وي پکي راخستل شوی له هغو ملګرو بخښنه غواړو کوشش مو وکړی خو د هغه ملګرو و شعرو ته لاس رسی ونه شو

۲ یادونه: دا زموژ لمړی کتاب دی خامخا به پکي نیمکړتیاوي وي د نیمکړتیاو بخښنه غواړو هلیه د چي تاسو ته د قبول وړ وګرځي منننه
د شعر ادبي حجره

ډیر ژر به له همدې ځایه نشر سي 👇

د شعر ادبي حجرې لیکونه

وټساف

https://chat.whatsapp.com/Hq80SxP6SvQ41aW5mlYiOh

ټلیګرام درسونه

https://t.me/adbeehjra

ټلیګرام شعرونه

https://t.me/hjraah123


ادبــــی بــــــهــــــیــــــر dan repost
پښتو یاګانې زده کړئ خوندور اپلکیشنان 👆








صابرجان محصل dan repost
ه ادامه ورکوٸ

بيا افغانان مجبور  او مکلف دي چي تاسو په زور د هيواد پريښودلو ته اړ کړي
فاتح ځواک بهرنيو اشغالګرو ته  دا په ګوته کوي
چي افغانان  د الله جل جلاله په لار کي له سپيڅلي جهاد څخه  هيڅ کله ستړيا نه محسوسوي
او د قربانۍ دغه لړۍ به جاري ساتې  او ستاسو له اشغالګرو څخه به د خپل سر په قيمت د دين او هيواد ساتنه کوي
د فاتح ځواک   سرتيري سربازان ستاسو سره د مخامخ جګړي او ستاسو د وژلو ارمانونه په زړونو کي لرې .


صابرجان محصل dan repost
فاتح ځواک   
له ځان سره کوم پيغامونه لري

صابرجان محصل

تيره ورځ د روان ٢٠٢٠ کال د اکتوبر  په ١٩ نيټه
طالبانو  ا.ا.ا  د فاتح ځواک په نوم
د فوځي تمريناتو  او د حربي علومو څخه  د فارغينو سربازانو   يو مستند ويډيويى کليپ خپور کړ

نوموړى اصدار د طالبانو .ا.ا.ا   د فرهنګي چارو کميسيون له خوا خپور شوي
دغه  اصدار په دريو برخو مشتمل دى
لومړى برخه يى د د طالب ځواکونو  د حربي علومو  د زدکونکو بدني  ورزش  او نظامي حرکاتو  ته خاص شوې
په دوهمه برخه کي
طالب ځواکونه  په عصري وسلو سمبال او فوځي يونيفورم په تن د نظامي جنرالانو په هدايت
ډير حساس او نازک فوځي تمرينات او حرکات ترسره کوي
او په دريمه برخه کي  همدغه  عسکري نظامي فارغين  د خپلو نظامي  نقشو  او د جنګ د اقسامو  تکتيکونه او عملي تمثيلونه تر سره کوي
د همدي تمريناتو په جريان کي د طالبانو ا.ا.ا د رهبري شورا د ځينو غړو ويناوي هم را اخستل شوي  چي درې پښتو ترکمني او ازبکي ژوبو خبري کوي 

دا فوځي نمايش او د طالبانو جنګي مهارتونه  ولس  بهرنيو او د کابل چارواکو ته بيل بيل  پيغامونه لري

الف۔ولس ته يى پيغام څه دى ؟

  افغانستان يو اسلامي هيواد دى او د دي هيواد ٩٩/٨% نفوس  مسلمانان دي  نو د دي ولس  غوښتنه ده چى موږ دي په خپل هيواد کي    د پرديو  له پنجو خلاص سوچه اسلامي شرعي نظام   ولرو  او دا د دوي قانوني او مسلم حق دى
او افغانانو د همدي ارمان د پوره کيدو په خاطر له تيرو څو لسيزو راهڅي په مليونونو د سر قربانۍ ورکړي دي   هغه چي مالي  او نور زيانونه يى  ليدلي  هغه به په خپل ځاي پريږدو
د دي فوځي نمايش  په وړاندي کيدو سره طالب ولس ته دا ډاډ ورکوي
چي موږ   د ولس تيرې قربانۍ نه هيروٶ
د اشغال له پايان وروسته  د اسلامي نظام د قايمولو  او  د نظام په وړاندي د خنډونو په لرې کولو  کي  له سياسي او نظامي لارو  رو رو هدف ته نيږدي کيدونکي يو
او بل داچي طالبان ا.ا.ا د فاتح ځواک  په وړاندي کولو سره  دا راښيى  چي دوي د هيواد له ټولو اقشارو  جوړ د يوه قوي اسلامي اوملې ځواک او اردو په جوړولو  کي  تر بل هر سياسي جهت  ډير مهارت لرې تحربه او ښه سابقه لري
او د همدي اردو په اصلاح او جوړولو کلک هوډ لري

(ب) د کابل چارواکو ته يى پيغام څه دى ؟

افغانانو هيڅ کله د پرديو له لوري  تپل شوي نظامونه 
نه دي منلي  او تل يى د تپل شويو نظامونو په وړاندي جدي اقدام کړى  او ياد نظامو يى تر زوال رسولي
ښي بيلګي يى د شاشجاع  او د کمونيسټانو حکومتونه دي 
د امريکا په راتک او د اشغال له پيله اوسنۍ موجوده د کابل موجوده اداره هم کاملا لاسپوڅې تپل شوي او د بهرنيو په نظامي او اقتصادي قوت تکيه اجيره او بلواکه او بي کفايته  اداره ده
چي افغانانو ته هيڅ د منلو وړ نه ده
د فاتح ځواک  اصدار د يادي اداري چارواکو ته دا پيغام له ځان سره لرې 
چي که تاسو د اسلامي نظام په مخ کي خنډ جوړيږٸ او د سولي له عظيم فرست څخه په غير معقولو دلايلو مخالفت کوٸ
او له امريکا سره د طالبانو ا.ا.ا د شوى تړون په اساس له مزاکراتو  سر غړاوى کوٸ
نو افغانان مجبو دي چي ستاسو په وړاندي له نظامي برخورد څخه کار واخلي
او د همدي برخود لپاره طالبان ا.ا.ا بشپړ چمتوالى  او نظامي قوت لري

(ج)  بهرنيو اشغالګرو ته يى څه پيغام دى؟

د امريکا له اشغال مخکي امريکا د افغانستان په حاکم حکومت چي د طالبانو ا.ا.ا حکومت ٶ امريکا ځيني  غير منطقي ملاحظات درلودل د همدي ملاحظاتو له کبله
امريکا د افغانستان په حکومت غير قانوني بنديزونه لګولي ٶ
طالبانو امريکا ته د ستونځو د حلولو لپاره د خبرو  وړانديز وکړ
داچي امريکا د غرورو په نيلي سپور ٶ  او د طالبانو ا.ا.ا  خپلواک اسلامي  حکومت ورته د منلو نه ٶ 
نو د طالبانو ا.ا.ا وړانديز يى رد کړ 
او  د ١١ ستمبر د بي بنياده  بي ثبوته  پيښي په پلمه يى په افغانستان وحشي يرغل وکړ
دلته يى په لکونو افغانان شهيدان کړل   د افغانستان اسلامي حکومت يى ړنګ کړ
او په لسهاٶ زره يى خپل عسکر ووژل شول
او د ځينو سرچينو له قوله٨٣٠ مليارده ډالره يى مصرف کړل
امريکا د افغانستان د ١٩ کلنې جګړي په دوام کي د  هيڅ قسم اصلحو له استعماله ډډه وه نه کړه 
حتى د بمونو  مور  بم په شمول يى په افغانانو هرقسم اصلحې استعمال کړي
د ١٩ کلن جنګ په دوام کي يى جنګي ستراتيژى  او بيل بيل قوماندانان او عسکر وازمايل
بلاخره نه يى زور او ځواک نتيجه ورکړه
او نه هم د ډالرو باران
امريکا د طالبانو ا.ا.ا د خبرو اپشن ومانه
او له له طالبانو سره يى د ٩ مياشتو په اوږدو  ١١ پړاٶه خبري او بلاخره يى د ٢٠٢٠ ميلادي کال د جنورۍ په ٢٩ نيټه د قطر هيواد په پلازمينه دوحه کي د سولي تړون لاسليک کړ
چي د  ١٤ مياشتو په موده کي به ټول اشغالګر فوځونه له افغانستانه وځي
فاتح ځواک بهرنيو اشغالګرو ته دا سرګندوي
چي که تاسو د دوحي تړون له فرسته ګټه وانخلى او تړون  ته ژمن پاته نه شٸ
او لا هم خپلې سرتمبګۍ ت


ملامحمد داؤد همت dan repost
ملا محمد داود همت
چي خواږه شي زهرجن خلګ له شاتو
هـغه ګټه کـــــــــړي دبل له احساساتو

کوم بنده چي شي دبدو ترلاس لاندي
یابه مــــــــري یابه وي سرپه خرافاتو

مسلمان اوصادقان ســـړي په ژوندکي
دا متل دی خــــــــــیر ومومي له ماتو

پـلــــــــــــــټنه دې د نــورو دعـیب نکا
که څوک ځان ساتي له شر او له افاتو

لاړشي لري شي اوورک شي له خپلوانو
مسلمان مه کــــــــړي الله بې امکاناتو

سمدستي بده ټاپه پر وهل کـــــــــیږي
که سـړی پوه شي په حال اوپه حالاتو

دځوانۍ له جـوش ،خروش داؤدهمته
زموږ زلمي غــرق دي دبل له تحرکاتو


*دشعر ادبي حجره*

د شنبې د شپې مشاعره د ګران جناب محترم تاند شاعر (محمد صالح مسروري) صاحب پر لاندني بیت پیل شوه او پر همدغه وزن قافیه او ردیف سره ملګرو بدرګه کړله
مسروري صاحب څه وایې?
ℹ️ℹ️ℹ️⬇️⬇️⬇️
ـــــــــــــــــــــــــــــ
*بېګا يوه مورکۍ بيا تر سهاره ژړېده*
*د ورک بچي په غم کي ناقراره ژړېده*

یوه بوره مورکۍ به هدیرې ته تله محسینه
پـــر قــبر د زلمي زوی به باداره ژړېــده
*محسن احسان*


بس شرنگ د دروازې ته به هروخت چې انتظار وه
په دې سوچو کې ډوبه وه حصاره ژړیده

*وصال ثمین*

شهید یې ؤ بابا شونډو یې وینې وې نیولې
په زړه زخمی ماشومه له فرهاره ژړیده

*منصور امارتی*

یتیم مې وچې شونډې لالهانده وليدو
نو ځکه مې چشمان آن تر بسیاره ژړېده

شپون

اخ څه عجیبه ورز ستا د رحلت وله (عمره) رحمته الله علیه!
سپوژمۍ خو هم د ستورو له مداره ژړیده

*انتقام سجاوندي*

نن بیا دپورې کلي مزه نوه گرد غُبار وو
له وینو ډکو سترگو ته هنداره ژړیده

*منصور امارتي*


یوه مور مې ولېدله پۀ غمو کې ځنګېدل
روانه وه د خپل زوې تر مزاره ژړېده

*عابد ځلاند*

د گل په شان یې دوه بچیان په یوه ورزشهیدان شول
ملـګـرو یــو بـوډي وه ناقـراره ژړيـده

*صابر فاریابي*

دیتیم په سترګو اوښکي ډنډې ډنډې
سپیره په ګردو رنګ پرهغه لاره ژړیده

*حنفی صاحب*

چي زه به ژیدلم ستا دغمه ځوانیمرګه
ډیوه. راسره هم تر روڼ سحاره ژړیده

*دلریش وفادار*

د اوښکو له اثره یې گلان په قبر شنه شول
یوه ناوې چې د شـــناخچې له کیناره ژړیده

*انتقام سجاوندي*

د زړه ټوټه یي ورکه وه ستومانه ګرځيدله
غـمو په سـر اخـیستي وه پـه لاره ژړيـده

*سـعـيـدځـلانـد*

که هر څومره سوالونه او زارۍ مې ورته وکړې
هيڅ کله غلې نشوه تر سحاره ژړېده

*اتل*

یتیمه وه اختر ته یې جامې نه درلودلې
پر مخ یې اوښکې راغلې په بار باره ژړیده

*شاعر عتیق الله جان مُقبیل*

یوڅوک سلګو اخیستی وه نری اواز یې راغلو
دزړه ټوټه یــې نوه بـــې له یاره ژړیـــده

*اِسرارجانان*

بچي يې شهیدان شول اوس غربت په سر اخستې
وتلـه چـې له خپل کلـي او ښاره زړېده

*شــــــرفــــــــزوی*

*په اوښکو ګریوان وو هم ئې سترګې سرې وي خدایه*
*دخپل بچي په غم کې وَ حصاره ژړیده*

*:::راشدافغان::::*

یوه کونډه ناوی ناسته دشهید لالي په قبر
انځور ته یی کتل ورته قراره ژاړیده

*احساس*

له غمه لیونۍ وه ماویل وه خلګوداولې
چاغلي راته وویل شوه خواره ژړیده

*اباسین کټوازی*

ړنګ شوی یې ؤ ستوری دمات زړه له آسمانه
دخپل بچي په یاد کې شوه بېماره ژړېده

*محمدي*

غمونه او دردونه یې په زړه باندې امبار ؤ
سخت زړه یې ؤ مات شوی جهادیاره ژړیده

*جهادیار*

وهلو یې په دواړو لاسو مخ چغې یې کړلې
د خوار قېسمت نه ډېره وه بې زاره ژاړېده

*وزیر*

روانه وه له پیر نه یې دعا زوﺉ ته غوښتله.
مورکۍ په کریګو سر وه تر درباره ژړیده

*منیب*

اخ اوښکې یې د مخ چې په ټکري صفا کولې
باور وکــــــــه اې یـــــاره! ورته لاره ژړیــــده.

*منیب*

طالب جانان شهید وو جنازه یی وه تیاره
هر شخص په غمو سر ؤ بې اختیاره ژړیده

*شاعر طالب ادیب*

*زړګی یې ورته ګونګ شي د ویلو توان یې نه وي*
*تصویر ته د شهید خور تر سهاره ژړیده*

*حقیار اشنا*

سلګیو وه اخستې هم په څان نه پوهیدله
ماشومې نن فریاد کاوه بې پلاره ژړیده

*میرویس توحیدیار*

جانان مې چې رانه غلی بس ژڔا وله اوزه وم
ګودر هم په ژڔا وو هغه لاره ژڔیده

*عبدالله عقابي*

واده وُ خوشحالي وه بِل آخیره شو قیامت
شوه ناوې مو په وینو کي سنګاره ژړیده

*حقاني جانان*

ریاض ته به را مخ ته شوه غیږه به یې ورکړله
په شپه د مخه ښه کې تر سحاره ژړیده

*ریاض*

ــ...ـــ...ـــ...ـــ...ـــ...ـــ...ـــ

یادونه:- له ټولو هغه ملګرو مننه کوم چي له موږ سره یې په مشاعره کي ګډون وکړ،
او له هغه ملګرو بښنه غواړم چي بیت یې په "غوره بیتونو" کي نه دی راغلی،هغه وجه دا وه چي یا به یې قافیه غلطه وه او یا هم ردیف
، هغه ملګرو ته مو دا توصیه ده چي هر ځای مشاعره کي باید د قافیې،ردیف او څپو خیال وساتي، تر څو مو بیت د مشاعرې په غورو بیتو وشمارل شي.
مننه په احترام
سمون وال *انتقام سجاوندي*


*نوی نعت شریف*

*اواز متقـــــي ملنګ*

*شاعـر نصرت طالب*


حافظ محسن احسان dan repost
داسلام بیرغ

ژوند ده ښکلا د زړو تسل داسلام سپین بیرغه
رب دي رپاند کړه پر کابل داسلام سپین بیرغه

تیاري رڼا کړه هم هوا کړه ښه صفا پر مونګه
د ټول جهان زړوته شوې تل د اسلام سپین بیرغه

زړګی مي یې بانړه مي یې الله دی تل کړه اباد
تارسوو به ترمنزل د اسلام سپین بیرغه

د امتونو ستره هیله یې دزړو تسل یې
په تایې ایښې ده منګول د اسلام سپین بیرغه

ورو ورو به درشمه قدم په قدم ستا ترغیږی
ها پردی شوی کړه را خپل د اسلام سپین بیرغه

په بدرنګیو باندې بد لګې ستا سپینې وړانګې
یې د محسن احسان غزل د اسلام سپین بیرغه


حافظ محسن احسان dan repost
توره ورځ 7 اکتبر

ښـه په سوال او په ژړا شـوله الحمدلله
مــاتـه سر زورې امریکا شوله الحمدلله

د سپر ځواک انجام يي شو شکر په صفر بدل
څــه بــې نــوأ او نیمه خوا شوله الحمد لله

راج به د سپینې پګړۍ بیاراځي د توري په زور
ورکــــه بلـــوا ورکــه بلوا شوله الحمدلله

د یتـــیمانو کـــونډو بورو مظلومانو مو نن
قبـــوله ها د زړه دعا شوله الحمد لله

هوډ مو پېاوړی اوغښتلی دی محسن احسانه
له ظُلمه خلاصه اریانا شـوله الحمد لله


ملامحمد داؤد همت dan repost
ملامحمدداؤدهمت
ژوند او داهــیواد به نوی رنګ واخلي
خدای دي بالا دا خونړی جنګ واخلي

داســـــــي سپین نظام دې الله راولي
دلته چــــي ټوپک دبد له څنګ واخلي

امــــــن به شي خیربه شي ښادبه شو
منډه چــي خپل کلي ته فرنګ واخلي

خـــدای دي مسلمان دومره ابادکاندي
نورچــي نه خیرات اونه قلنګ واخلي

دابه وي جنت داود هـــــــــــمته بیا
سا چـي د ارام له ژونده تنګ واخلي


حافظ محسن احسان dan repost
_7_ *اکټوبر، توره ورځ*

لیکنه *محسن احسان*

ګرانو ملګرو د ۲۰۰۱ په هم دا ورځ د نړۍ زبر ځواک وحشي امریکا په ګران افغانستان د یرغل توره څپه را وړل یو اسلامي نظام یې ړنګ او ګران افغانستان یې یرغل کړ امریکا چي ټوله نړۍ یې له نامه هم ډارې ده پر ګران هواد یې یرغل وکړی چي هس یو چا هم له سترګو پورته ورته ونه کتل او نه هم یو چا تري و پوښتل چي ولي؟
امریکا او ناټو په ګران هیواد کي قسم قسم عملیات وکړل هر قسم ایټمي او غیر ایټمي اصلح یې استعمال کړل هر قسم هوایې او ځمکني عملیات یې ترسره کړل امریکا او ناټو د ګران افغانستان یو ولایت او یوه ولسوالي هم داسي نه پرې ښودل چي عملیات یې نه وي پري کړي هغه که هوایې وې او یاهم ځمکني ټول ځمکه یې په بمونو سوری سوری کړل د جنت په شان وطن یې راته په دوزخ بدل کړ مدرسه ویجاړه مسجد یې بمبار او حجره یې ړنګه کړل کلی کور یې لوټي لوټي کړ په لکهاو انسانان یې د طالب او عالم په نامه په شهادت ورسول زخمیان یې کړل زندانونه یې په ډک کړل دا زکه چي دویته خپل مشر یعني بش ویلي ول چي طالب هس د ژوند حق نه لري د طالب لپاره مرګ یا زندان دی دوی ډیر په مغرورتیا دا هرڅه کول
دا یواځي دوی نه ول بلکلي په څنګ کي دا بېدینه او زلیله غلامان هم لاس په لاس وو چي و دوی ته یې دا زمینه برابره کړل چي دوی پر ګران هیواد د یرغل څپه راوړل او بیا هم په هرظلم کي هم دوی تر څنګ ولاړ ول دا ظلمونه حتا تر ۲۰۲۰ کال پوري روان ول

خو رحمان بابا وایې

چي الله درسره مل نه وي رحمانه
که لښکري درسره وي هم یک تنهایې

دوی د خدایئ دعوه کول او زموژ سره پاک رب العزوجل مل وو چي د مریکا په شمول مو د نړۍ لسګونه سپر طاقتونه د خړي حجرې د مدرسې او د خوار اولس په مټ مو ټوله نړۍ په ګنډو کړل
نن هغه طالب دی چي دوی ورته د ژوند حق نه ورکاوی او نن دوی و هغه طالب د زاری کوي او د سولي او اوربند نعرې وهي له هغه طالب نړۍ ډار کوي نن هغه طالب هسکه شمله بریت په چپه تاویې او په ټوله نړۍ یې هیبت خپور دی دا دالله رب العزت په نصرت او دفدایې جانان اتلولي او د اتلو شهیدانو او د مستو شازلمو قربانی او د مشرانو هسي وې چي پاک الله دا عزت راکړی
ستا زیات زیات شکر ګزار یو پاکه ربه

*یوه یادونه*
زموژ خلګ چي کله بحث شروع کړي وایې چي امریکا ووځي بیا د چین وار دی یعني بیا به چین راځي
زه به درته ووایم چي د پاک الله په نصرت طالب نړۍ ته داسي ښکاره کړی ان شاء الله چین خو سه د نړۍ یو طاقت به هم بیا دا کوشش ونه کړي چي ګران افغانستان ته تر سترګو پورته وګوري لِله الحمد نن د افغانانو طاقت غیرت وجدان نړی ته معلوم شو چي افغانان نه ویري او نه هم خرڅیژي او که کم څوک خرڅوي وي هغه له پلار او نیکه څخه غلامان پاته شوي


قاری محمدداود«مزمل» dan repost


قاری محمدداود«مزمل» dan repost









20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

300

obunachilar
Kanal statistikasi