💒 🕌 ⛪ نعت شریف ⛪ 🕌 💒
ځم مدینې تــه هلـتـه مې ښکلی جانان اوسیږي
زړه مې سینه کې له مودو په دې ارمان اوسیږي
چه یې دیدن وکــــړم له عشقه په ملالو سترګو
ورسره څنګ کــې یې څلور واړه یاران اوسیږي
الله ج ورکړئ لــــــوړ مقام حُسن ښکلا بې حده
په الله ګران دی هم په زړه کې د قرآن اوسیږي
چه مې د خیال کــوترې لاړې شي د یار کلي تـه
د ارمانو اوښکې مي درومي پر ګریوان اوسیږي
چِ د جانان قبر تـه ورشم ورته اوښکې توی کړم
سلام درودونه بــــه لـــه ماسره پرېمان اوسیږي
په تا عاشق زړونه بیخي زیات دي جانان عربي
پـه ارمان ورځې تیروي ډېر په خپګان اوسیږي
غمجن بهـیر د داسې چا په خوږ اومت یم شُکر
چه یې د نور شُغلې تر اوسـه په جهان اوسیږي
1400/21/6/ یکشنبه / خپل کلی