حماس عابر
څه به ژوند څه به دنیا وي چې آشنا دې پکې نه وي
زنــدګــــي ســـزا ســزا وي چې آشنا دې پکې نه وي
هسې لاړشمه د خپلې بې وسۍ انځور ترې جوړ کړم
بخت به څه وي چې تنها وي چې آشنا دې پکې نه وي
چې د زړه قرار دې نه وي چې د زړه سکون دې نه وي
کـــه ژونــدون رڼــا رڼا وي چې آشنا دې پکې نه وي
ستــا د ســپېنې خُلې خــبرې مې لاهاغسې په زړه دي
خیال مې ورک همیش عُنقا وي چې آشنا دې پکې نه وي
همـیش یاره زیړ زبیښلی همیش ستا خیالو کې ډوب وي
د غــــمونو پـــه صحـــرا وي چې آشنا دې پکې نه وي
د بیلــتون خــزان وهــلی دی عابــر خو داسې نه وو
تــل یـې ســترګو کې ژړا وي چې آشنا دې پکې نه وي
@hamas_badri