ای د خزان زړګي بـهاره ته مې وه نه لېدې
له مدو پس راغلمه یاره ته مې وه نه لېدې
په خړ مزار دې رپېدلې څېرې څېرې جنډې
اوښکې مې توی شوې بې اختیاره ته مې وه نه لېدې
ماځېګری وو ټول یاران وو خو ته نه وې اشنا
زمونږ د کلي دنګ چناره ته مې وه نه لېدې
په ګلابي مخ یې اشنا پروت د غمونو غبار
یتیم بچی دې ناقراره ته مې وه نه لېدې
شهیده یاره تر وطن مو ازادي راغلې
یو رسېدلي تر سهاره ته مې وه نه لېدې
پام چې غل نه شې د مظلومو او شهیدو وینو
چې خطا نه کړې سمه لاره ته مې وه نه لېدې
عابر مو را غلمه تر کلي د دیدن په تکل
زړګی مې مات شولو نګاره ته مې وه نه لېدې
عابر
له مدو پس راغلمه یاره ته مې وه نه لېدې
په خړ مزار دې رپېدلې څېرې څېرې جنډې
اوښکې مې توی شوې بې اختیاره ته مې وه نه لېدې
ماځېګری وو ټول یاران وو خو ته نه وې اشنا
زمونږ د کلي دنګ چناره ته مې وه نه لېدې
په ګلابي مخ یې اشنا پروت د غمونو غبار
یتیم بچی دې ناقراره ته مې وه نه لېدې
شهیده یاره تر وطن مو ازادي راغلې
یو رسېدلي تر سهاره ته مې وه نه لېدې
پام چې غل نه شې د مظلومو او شهیدو وینو
چې خطا نه کړې سمه لاره ته مې وه نه لېدې
عابر مو را غلمه تر کلي د دیدن په تکل
زړګی مې مات شولو نګاره ته مې وه نه لېدې
عابر