غزل
که هر څو وځوریږم ستړی نا قرار شمه زه
خوښ یمه ربه چي هزار ځلي درځارشمه زه
دامي له وخته څه ارمان دی دامي هیله دزړۀ
کله به ستا په خوږه مینه کي په دارشمه زه
چي لااِله الاالله مـــــي وي په ژبه جـــــاري
په داسي وخت کي دي شهید په سره انګار شمه
ربه ته ماته دا وړتیا راکړه مدد مي وکړه
چي دتیارو پر بچو ستوری غوندي وار شمه
سپیني سپوږمۍ اذادۍ راشه زړۀ مي ور غوه
خدای شته په تاپسې به مړ له انتظار شمه زه
حورو ته خوند ورکوي نیسي مي قرار غیږه کي
کاش چي دخړ سنګر په ګرد باندي سینګار شمه زه
دابه یو لویه پیر زوینه وي په ما ګنهګار
که انتخاب درمل عرفانه دبادار شمه زه
درمل عرفان
که هر څو وځوریږم ستړی نا قرار شمه زه
خوښ یمه ربه چي هزار ځلي درځارشمه زه
دامي له وخته څه ارمان دی دامي هیله دزړۀ
کله به ستا په خوږه مینه کي په دارشمه زه
چي لااِله الاالله مـــــي وي په ژبه جـــــاري
په داسي وخت کي دي شهید په سره انګار شمه
ربه ته ماته دا وړتیا راکړه مدد مي وکړه
چي دتیارو پر بچو ستوری غوندي وار شمه
سپیني سپوږمۍ اذادۍ راشه زړۀ مي ور غوه
خدای شته په تاپسې به مړ له انتظار شمه زه
حورو ته خوند ورکوي نیسي مي قرار غیږه کي
کاش چي دخړ سنګر په ګرد باندي سینګار شمه زه
دابه یو لویه پیر زوینه وي په ما ګنهګار
که انتخاب درمل عرفانه دبادار شمه زه
درمل عرفان