دهېټلر د واکمني په وخت کې يوه کمونيسټ له جرمني څخه روسيې ته د تللو وېزه ترلاسه کړه.
له جرمني څڅه د وتلو په وخت کې يوه مجسمه هم ورسره وه، د هوايي ډګر د وسايلو دچيک مامور ترې وپوښتل دا څه شی دي؟
سړي ورته وويل پوښتنه دې سمه ونه کړه ښاغليه!
وپوښته چې دا څوک دی؟
دا د جرمني د ستر انسان هېټلر مجسمه ده چې د نړۍ په زياتره هېوادونو کې يې عدالت او ډيموکراسي پلې کړې ده، زه هم ددې ستر انسان د درناوي په خاطر هر وخت دده مبارکه مجسمه راسره ګرځوم.
د هوايي ګمرک مامور چې دده د خبرو تر تاثير لاندې راغی ورته وويل سمه ده ښاغليه مهرباني وکړئ ،لاړ شئ
کله چې روسيې هوايي ډګر ته ورسېد د ګمرک مامور دشيانو د تفتيش په وخت کې مجسمې ته ګوته ونيوه چې دا څه شی دي؟
کمونيسټ ورته وويل داسې ووايه چې دا څه څوک دی؟
دا د نړۍ د منفور ترين او لېوني شخص مجسمه ده چې زه يې له لاسه مجبور شوم له چرمني راووځم، دا مجسمه هر وخت له ځان سره ګرځوم چې لاړې ور تو کړم او لعنت پرې ووايم.
دګمرک مامور ورته وويل ښه سمه ده مهرباني وکړئ!
څو ورځې وروسته کمونيسټ خپل کور ته ټوله کورنۍ را دعوت کړې وه ، وراره يې د اتاق په تاقچه کې مجسمه وليده ويې ويل کاکا دا څوک دی؟
تره يې ورته وویل سوال دې اشتباه وپوښته زويه! داسې ووايه چې دا څه شی دي؟
دا لس کيلو ګرامه خالص سره زر دي چې بې لهګمرک او کيسټم څخه مې له جرمني تر دې ځايه را ورسول.
سياست دا چې يو حرف او يو واقعيت خلکو ته په بېلابېلو او مختلفو بڼو وړاندې کړې.👇