عبیده ظهیر لوګری💔


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


الســـلام علـــیکم ور....
خوږو ملګرو ان شاءالله دلته به حمدونه،نعتونه،اوترانې په لیکلې او غګيز ډول درته نشروو راسره اوسی
زوړ چینل مې بلاک سو په نشرولو کې مرسته وکړی
ورور مو عبــیده ظهــیر
https://t.me/maatzrha

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


‏الله اکبر ولله الحمد

آزادي مو مبارک
د دې آزادۍ مبارکي تر ټولو اول د شهید مورکۍ ته وایم د شهید کونډي ته وایم د شهید یتیم ته وایم.
اې د شهید موري
اې د شهید کونډي
اې د شهید يتيمه
مونږ عهد کوو چې ستاسې د سپېڅلي ارمان سره به خیانت نه کیږي.
ان شاءالله


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

لېونی شوم سپېلنی شوم اخ سینه کې مې زړه تنګ دی
یـک تـنها یـم په ژړا سـتا لـه یادو سـره مې جـنګ دی

ترنم الحافظ محمد اشرف مظلوم
شـــعر عبـــــیده ظهـــیر لـــوګــری
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_media


‏اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
د اسلامي نظام او سترې آزادۍ سهار مو په خير،
ټولو مجاهدينو او ګران ولس ته د افغانستان د بشپړې آزادۍ مبارکي وايم.

*عبــید ظهــیر لـوګـری*


غــزل

له ډېره درده له ډېر غم ژړېږم
په هره لار په هـر قـدم ژړېږم

داستا فراق دا ستا بیلتون لالیه
خاص لکه وَو کړم په ملا خم ژړېږم

هیڅ راته نه وایې د سترګو توره
ستا خړ مزار ته غږېږم ژړېږم

نوره مې لاړله مزه د ژوندون
تا یک تنها زه پرېښودم ژړېږم

په لار روان یم تیندکونه خورمه
قسم د هیڅ توان نه لرم ژړېږم

عبــیده ظهــیر دي شهیده یاره
ګونګ تصویرونه ښکلوم ژړېږم








د ملافقیرمحمد درویش ټولې ترانې dan repost
د الحکمت خپرنیون لخوا وړاندي کیږي
د نویو ترانو البوم

🌷 دفتحو باب 🌷

دګران ورور خوږژبي نعت خوان
قســــــــــــیم ارمــــــــــــاني صاحب
نــــــــشرته وسپارل شو
تاسو يې زموږ دټلګرام چينـل څخه تر لاسه کولى شى
همدلته راسره ملګري شئ
—————————————
👇👇👇👇👇👇
https://t.me/AlhikmatNaat
*•┈┈••🌿🌺🌿••┈┈•*








العصر خپرندوی ادراه dan repost
د الـــــعصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو ترانـــوالبوم
سنـــګر په سجـــده پروت دی

دګران ورور ترانه ویونکي
مولوي ضیاءالرحمن مدني صاحب

نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل
څخه تر لاسه کولى شئ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇

#العصرځانکړي_نشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish


یم ناقراره او بیماره خاص له زړه ستړی یم
لـه دې غــمونو او دردونـو یاره زه ستړی یم

نوې دیکلومه
غږ مولوي احسان حنفي
شعر عبیده ظهیر لوګری


غــزل
نه غواړم حورې....

نه غواړم حورې نه جنت نه مې دنیا پکار ده
زمـا خــو خـاص د رب الـعالمین رضا پکار ده

زه مجاهد یم وېره نه کړمه له هیڅ یوه طاغوت
لویي نه غواړم صرف نصرت مې د الله ج پکار ده

لکه منصور چې شم په دار بیا به زه خوښ ښکارېږم
په دار مین یم شهادت مې په والله پکار ده

چې د شین سترګو لنډه غرو لږ مازغه په ځای کړي
کفري نړۍ ته بیا څپېړه د حمزه پکار ده

ځم د سنګر په لورې مورې تل دعا راته کړه
په اور لمبه چې کړم ځواني فدایي دا پکار ده

عُبَــیّدَۀ ظهــیر سوال زارۍ کړمه پاک ذولجلال ته
زما په ابد کې شفاعت د مصطفَی ص پکار ده


غــزل

مـجاهدین یو ښـه سـر شاره زندګي خوښوو
پاکه سپېڅلې خدای ج لپاره زندګي خوښوو

مونږه خوښ نه یو له بستر پالنګ جشنونو سره
مونږ ملنګان یو پاس تر داره زندګي خوښوو

زخم زندان شهادت لوږې تږې او شبګیرۍ
مونږه مدام په دغه لاره زندګي خوښوو

نه کوو هیڅ رنګه فیشن خړپړ ښائسته ښکاریږو
د غره په سر کې بې سنګاره زندګي خوښوو

شام او سحر زېړ مازدیګر په هره لاره باندې
لاس کې تسبېح خوله کې اذکاره زندګي خوښوو

عبــیده ظهــیر چې یم ستا څنګ کې غازي طالبه
یم ډېر خوشحال کړم افتخاره زندګي خوښوو


❤️بلال مهاجر dan repost
زه سنګه شاعر شوم
ديو کس په وجه بايد خدمت ته شا نه کړو

ليکوال بلال مهاجر
له نن څخه تقريبا اوه کاله مخکي مي په يوه مدرسه کي له يو مشهور شاعر سره ملګرتيا شوه هغه وخت کي ما اوهغه ملګري شرح ملا جامي ويله نودشعر او شاعري سره مي شوق زيات شو يوه څلوريزه مي وليکله نو مي يو شاعر ته ښکاره کړه هغه زه ډير وهڅولم چونکه ماته خپل ملګری معلوم وو چي زما په دی کار نه دی خوښ نو مي څو غزلونه وليکل او نعت خوانانو هم وويل بل وخت مي کرار يو غزل دنظر ثاني لپاره همدا دکتاب ملګري ته ښکاره کړ نوچي غزل یی وکوت وی ويل په دی کي خو تاته رديف او کافيه نه معلوميږي دابه نو ته څنګه کوی بس له شعر او شاعري مي زړه مات شو په دی مابین کي پنځه کاله ووتل پنځه کاله بعد بيا راياد شو چي يو وخت خو دي شوق ډير وو بيامي څو محدود غزلونه وليکل او شاعرانو حضراتو ته مي وليږل لکه عبيده ظهير ص او عزيز الرحمان اياس ص او فیضان ص او امير ملنګ او نصيب الله عطشان ص ته دوي حضراتو راته ډير تشوېق راکړو نو مي کار شروع کړ اوس تقریبا يو نيم کال کيږي تقريبا پنځه سوه مي صرف غزلونه ليکلي او دالړي به انشاءالله جاري ساتو نو ديو کس دزړه ماتولو په وجه پنځه کاله خدمت رانه پاته وو اوس کله چي يو سه ورته وليږم نو جواب نه راکوي زړه مي یی مات کړی وو رب دي هدايت ورته وکړي

ددعا محتاج مو بلال مهاجر


غــزل

شولې مې ستړې له ژړانه سترګې
تاچې کړې پټې ای جانانه سترګې

د تور لحد په لورې وه کوچېدې
شهیده ستا ها قدردانه سترګې

قـسم د ومـنه نیـمګړی شـــومـــه
شولې ړندې مې له خفګانه سترګې

اوښکې تویوي بې اختیاره اشنا
ستا تصویرو ته پر ما ګرانه سترګې

دا ستا له دین زار شوې تې وَنازوه
په خپل لِقاء پاکه سبحانه سترګې

د زړه په سر مې رَسَم کړي یاره
هیڅ نه هیریږي اوس له مانه سترګې

عبــیدۀ ظهــیرۀ نـور لاړې ګـوره
داستا له څنګ شولې فنهانه سترګې





20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

317

obunachilar
Kanal statistikasi