New information


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


                        🌷ګرانو دوستانو 🌷
 ✋تاسو ته ښ‍ــه راغلاست وايم ✋
دلته تاسو ترلاسه کولي شي
#اسلامي_معلومات 🕋
#نوي_تازه_معلومات 📖
#مطالعه_کول 🔍🔍
#نوي_کتابونه 📚📚
#ادبي_برخــه 🔖🔖
#نور_ګټور_معلومات 📩📩
تبادلي واله👇👇👇
@cliver_cliver

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


کشف څه ارزښت درلود؟

د هندیانو لپاره د متحده ایالاتو کشف څه ارزښت درلود؟


د اروپایانو لوی کشفي سفرونه
په 1300 میلادي کال کې په ترکیه کې د عثماني امپراتورۍ یو لوی او پیاوړی سلطنت و. په 1453 میلادي کال کې عثمانيانو د کنستونټینیا کنټرول ترلاسه کړ. په دې وخت کې اروپايان کولی نه شو چې له وریښمو لاره چې آسیا ته د سوداګرۍ لار و استفاده وکړی. له دې امله، دوی هڅه کوله نوي لارې ومومي. ځینې اروپایان غوښته په نورو هیوادونو کې سرو زرو او نورو شتمني پیدا کړي.
واسو دا ګامه هندوستان ته لاره پیدا کوي
په 1497زیږد کال کې واسوکو دا ګاما د پرتګال څخه د څلورو بېړۍ سره سفر وکړ، چې په هغه وخت کې یو ځواکمن سمندري هیواد وو. هغه د افریقا له شاوخوا هندوستان ته سفر وکړ. دلته د هند د شهزاده له خوا تود هرکلي سره مخې شو . واسو دا ګاما په 1499 زیږد کال کې پرتګال ته راستون شو. هغه د ټولې سفر مصرف لپاره کافي مرچ درلوده او بیرته ویاړونو سره راستون شو.
اوس اروپايان د آسیا څخه د ورېښمو، مصالحو او نورو توکو د واردولو له طریقه ډیرې پیسې ترلاسه کوی. په دې وخت کې دا توکي په اروپا کې خورا ډیر ګران وه. که څه هم دوی په مدیترانه مکمل کنټرول نه درلود، بیل له دې نه هم دوی کولی شو د سوداګرۍ له طریقه ډېرې پیسې ترلاسه کړي.

کرسټوف کولمب امریکا کشف کړ

کرستوف کولمب د لویدیځ په لور خپل کشفی سفرونه پیل کړ چې په مجموع څلور لوی سفرونه درلود.

په 1492زیږکال کې، د ایټالیا سوداګر کریستوف کولمب درې هسپانوی بیړی سره د لویدیځ په لور خپل کشفی سفر پیل کړ ترڅو له افریقا شاوخوا لاره سره پرته آسیا ته لاړ شي. دا یو خطرناک سفر و ځکه چې دوی نه پوهیدل چې سفر څه وخت پای ته رسیږي او څومره  خواړه او څښاک ځان سره واخلی. د دوو میاشتو وروسته، کرستوف کولمب هغه ځای ته ورسید چې یې د غربالهند په نامه یاد کړ. خو هغه فکر کاوه چې اسیا او یاهندوستان ته رسیدلی دی. په هغه وخت کې، اروپایان نه پوهیده چې امریکا شتون لري. له همدې کبله هغه اوسېدونکو ته هندیان او هیواد ته د غربالهند په نامه یاد کړ.
کرستوف کولمب د راتګ په وخت کې له هایتی او کیوبا څخه تنباکو، اناناس اوزانګوځان سره بیرته راوړل. دا یو څه نوي و چې اروپایيانو ته معرفي کړ.
موږ دا وایو چې کرستوف کولمب لومړنی اروپایی وو چې امریکا کشف کړ، مګر داسې شواهد موجود دي چې ویکینګ لیف ایریکسن په 900 کاله  د کرستوف کولمب څخه مخکې دا کار کړې و. د امریکا براعظم د ایټالوی کاشف امېریګو  ویسپوسی څخه وروسته  امریکا خپل نوم ترلاسه کړ.امېریګو ویسپوسی په 1500-1501زیږ کال کې د ساحلی تحقیق وروسته، ادعا کوي چې امریکا یو بل لوی براعظم دی او نه ختیځ آسیا، لکه چې کرستوف کولمب باور درلود.

فردینانډ ماګیلاند د امریکاشاوخوا د آرامه بحیره لاره

په 1515 زیږدکال کې، پرتگالي  فرنانڈو میګیلان دسمندر له لارې سویلي آسیا ته لاړ. هغه د اسپانیا پاچا څخه مرسته ترلاسه کړ ځکه چې پرتګالي پاچا نه غوښتل چې د مګیلان  پروژې ترسره ورسیږی. په دې وخت کې پرتګالیان د افریقا په شاوخوا کې  سمندری لاره کنټرول کول، نو د هسپانیا پاچا مګیلان وهڅول چې د امریکا سویل ته یوه لاره پیدا کړی .
دا د آسیا له لارې څخه د مصاله جاتو او نورو شیانو د واردولو او د پیسې کمایی مسله و.
مګیلان  پنځه زاړه او ژورو بیړی سره سفر وکړ. هغه ګوام ته ورسېد او لومړنی اروپایي و چې فلپین ته وړال، چیرې چې هلته پخپله ووژل شو. په دې وخت کې، د بدبختۍ، اونورو ناروغیو له امله  دوی مجبور شو چې باید یو بیړی هلته پریږدي.
د هند سمندر لاره هواره شوه، چې په پای کې له څلور بیړی نه درې له لاسه ورکړې. یوازې یو بیړی چې ویکتوریا نومیده اسپانیا یعنې کورته ورسید.
دا په 1522 کال کې وه. د 235 نارینه څخه  یوازې 18 تنه ژوندي پاتې شو، چې هغوې ځان  سره یې 25 ټنه مصالحې درلودې.
د مګېلانس نړیوالې سفرونه

د امریکا کشف

د امریکا کشف د اروپا لپاره مهم و. په 16 پیړۍ کې، ډیر اروپایان امریکا ته سفر وکړ. دا د استعمار دوره وه. اروپايان امریکا، افریقا او آسیا کې استعمارونه واخیستل. اروپا د دې له امله شتمن او ډیر پیاوړی شو.
د محلی خلکو لپاره، په امریکا او افريقا کې د هنديانو په شمول، دا یو ناورین و. هنديان اروپايانو لخوا د ساري انتاني ناروغيو له امله وژل کیده او يا د ناروغیو له کبله ځانونه له لاسه ورکول هغه ناروغی چې اروپايان هم اخته کیده. خلک په  دې باور دی چې په 1492 کال کې شاوخوا 50 میلیونه هنديان په امریکا کې ژوند کاوه. په 1650 م کال کې دهندیانو نفوس یوازې 8 میلیونه و.

د اروپا څخه آسیا ته د سوداګرۍ لاره څه نومیده؟

د اروپايان آسیا ته د نوو لارو د پیدا کولو موخه څه وه؟

څوک د اروپا څخه هندوستان ته سمندری لاره وموند؟ داکله وه؟

د پرتګال څخه هندوستان ته لاره بیان کړئ.

فردینانډ میګیلاند د څه شی لپاره نامتو شو؟

څوک امریکا کشف کړ؟ او داکله و؟

ایا تاسو فکر کوئ چې ویسا دا ګاما، کرستوف کولمب، میګیلاند او نور کشافان ارزښناکې وي؟

د اروپا لپاره د امریکا




د اروپا جغرافيه ‍‍‍‍~ پوښتنې او ځوابونه

د اروپا جغرافيه

لارښونې: د اروپا له يوې نقشې څخه په استفادې سره لاندې پوښتنې ځواب کړئ.
له پرتګال سره کوم يو هیواد پوله لري ؟ ــــــــــــــــــــــــــــــــ
د آیرلنډ په ختيځکې کوم هيواد پروت دی؟ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يونان، ايټاليا، فرانس، او هسپانیه ټول له کوم سمندر سره ګډ ساحل لري؟ـــــــــــــــــــــــــــــــ
د پولند پلازمينه څه نوميږي؟ ـــــــــــــــــــــــــــــــ

د برطانيې پلازمينه څه نوميږي؟ ــــــــــــــــــــــــــــــ
د جرمني پلازمينه څه نوميږي؟ــــــــــــــــــــــــــــــــ
کوم هيواد زيا ت د شمالي‌ خوا ته پروت دی:‌ بلجيم که سويس؟ــــــــــــــــــ
د اطريش پلازمينه ويانا ده که ګراز؟ ــــــــــــــــــــــــــــــــ
روم د ايټاليا په ختيځ او که لويديځساحلکې پروت دی؟ــــــــــــــــــــــــــــــــ
که د مديترانې له ساحل څخه اټلانټيک سمندر ته
بحري سفر پيل کړئ له کومې تنګې څخه تيريږئ؟        ــــــــــــــــ
که تاسې وغواړئ چې د بيسکې Biscay پوزه ووينئ کومو دوه هیوادونو ته بايد لاړ شئ؟    ــــــــــــــ
د هنګري پلازمينه څه نوميږي؟ ـــــــــــــــ
د پوښتنو ځوابونه
له پرتګال سره کوم يو هیواد پوله لري ؟ هسپانيه
د آیرلنډ په ختيخ کېکوم هيواد پروت دی؟ برطانيه
يونان، ايټاليا، فرانس، او هسپانیه ټول له کوم سمندر
سره ګډ ساحل لري؟د مديترانې بحيره
د پولند پلازمينه څه نوميږي؟ وارسا
د برطانيې پلازمينه څه نوميږي؟ لندن
د جرمني پلازمينه څه نوميږي؟     برلين
کوم هيواد شمالي‌ خوا ته پروت دی:‌ بلجيم که سويس؟ بلجيم
د اطريش پلازمينه ويانا ده که ګراز؟ ويانا
روم د ايټاليا په ختيځساحل پروت دی که لويديځ؟لويديځ
که د مديترانې له ساحل څخه اټلانټيک سمندر ته بحري سفر پيل کړئ له کومې تنګې څخه تيريږئ؟     ګيبرالتر
که تاسې وغواړئ چې د بيسکې Biscay پوزه ووينئ
کومو دوه هیوادونو ته بايد لاړ شئ؟     هسپانيه او فرانسه
د هنګري پلازمينه څه نوميږي؟    بوډاپيسټ




#یوه ښځه وايي :
زمونږ د ګډ ژوند ۱۸ کاله پوره شول ، دا مې په ژوند کې لومړی ځل دی چې د شپې ډوډۍ راڅخه خرابه تیاره شوه .
ترکاري راڅخه ډیره په اور پاتې شوه ، غوښه وسوزیده ، او په سلاته کې رانه مالګه ډیره شوه ...
میړه مې د ډوډۍ خوړلو پر مهال هیڅ ونه ویل ، همداسې چپ پاتې شو 🤐🤐🤐... ډوډۍ یې وخوړه !
مګر کله مې چې د کاسو په وینزولو پیل کاوه ، ګورم چې په خپلو څنګلو کې یې ونیولم او په تندې یې ښکل کړم .
ترې مې وپوښتل ، چې دا ښکلول د څه لپاره وو ؟
ویې ویل : د نن شپې پخلی دې د نوې ناوې د پخلي په څیر وو ، نو ومی غوښتل چې د نوې ناوې په څیر درسره تعامل وکړم .
✔ همدا مینه ده ! ✔

یوه ورځ ...
د یوه کلي خلکو پریکړه وکړه چې د باران وریدلو لپاره د استسقا لمونځ ادا کړي ، یوه کس پکې له ځانه سره چترۍ راوړی وه .
✔ همدا په الله ﷻ باور دی ! ✔

د یوه کال ماشوم چې کله هوا کې پورته اچوې ، نو هغه درته خاندې ... دا ځکه چې هغه پوهیږي ته یې بیرته نیسې او نه یې پریږدې چې وغورزیږي .
✔ همدا معصومیت دی ! ✔

هره شپه د خوب لپاره تیاری نیسو ... خو په دې باوري نه یو چې سبا به له خوب څخه راپورته شو او که نه ... خو بیا هم د راتلونکو ورځو لپاره پلانونه جوړوو .
✔ همدا هیله او امید دی ! ✔
موسکا وکړۍ ... 😊😊😊

د هر چا سره چې مخ کیږۍ ، یو لوی بار لري ...
د ورکو شیانو په اړه فکر مه کوۍ ، تر څو شته شیان درڅخه ورک نشي .
✔ همدا ژوند دی !


‏په څلورو شیانو هیڅ کله غرور مکوه!
1⃣ ژونـــد؛ یوه ورځ مرگ هم شته.
2⃣ هستی؛ یوه ورځ نېستي هم شته.
3⃣ روغتیا؛ داسې وخت به راشي چی له ځان څخه به مچ هم نشې شړلی.
4⃣ ځواني؛ داهم له منځه ځي یو وخت به بوډا/ سپېن ږیری شې.
"سلطانی"


(🌹نېکمرغي🌹)
کټوري خبری عملی یی کړي 👇 په زړه پوری معلومات

♦ په ایمان او نيک عمل کې د ښه ژوند راز رنغښتی دی.
♦ پوهه او مـعرفـت ترلاسه کړه، دیني کتابونه لوله!ځکه په دې غمـونه او اندېښې لرې کېږي.
♦ له ګناهونو توبه او باسه، د الله تعالی نافرماني پرېږده ،
ځکه دا ژوندتباکوي.
د قرآن کریم تلاوت ډير کوه، ځکه په دې سره زړه ژوندی کېږي.
♦ د الله تعالی ذکر ډېر کوه، ځکه په دي سره زړه ژوندي کېږي.
♦ له خلکو سره ښېګړه کوه،چې په دې کې د زړه سکون نغښتی دی.
♦ زړه له حسد او کينې نه پاک وساته، بې ځایه خبرې او له اړتیا ډیر خوراک کول پرېږده.
♦ دنن په فکر کې اوسه، تیرهېرکړه او دراتلونکي غـمـونه پرځان مه باروه.
♦ په اندېښـمنو حالاتوکې په ناوړه سوچونو پسې مه درومه.
♦ غوسه مه کوه!په هر حال صبر کوه او ځان له بښنـې سره اشنـاکړه.
♦ سـتونزې او مشکلات ځان ته مه ډیروه، بلکې ښه تدبیروکړه.
♦ په ستونزمنو حالاتوکې شته نعمتونه رایادکړه، چې مصیبت درنه سپک شې.
♦ بده خبره پخپله ویونکي ته زبان رسوي.
♦ له دنیوي تمې پرته له خلکو سره د الله لپاره ښه کوه!.
♦ په اندېښمـنو حالاتو کې دیوه ښه کار په اړه فکر کوه او ځان په هغې کې بوختوه.
♦ د نن کار سـبا تـه مـه پرېږده!.
♦ د الله تعالی چې څه شـتمـنې، روغتیا او داسې نور درکړي، پرهغې خوښ اوسه!.
♦ له نږدې او لرې ټولو خپلوانو سره ښه چار چلن کوه.
♦ همـيشه له الله تعالی نه دبښنې، عافیت اونېکو چارو وس غواړه!.
♦ يو بزرګ فرمايي: مادوه داسې شیان زده کړي، چې د ژوندانه په ټولو ستونزوکې يې راته اساني بښلې، له هغو نه یوه ،، همت ،، اوبل د ،، وخت پابندي ،،
ده، د دغو دواړو شیانو په کار ولو سره له لویې نه لویه ستونزه اسانېږي او د ژوند په هر پړاو کې دواړه شیان از مول شوي دي. پاي
"د ثواب په نیت یی شیر کړی"
کتاب نوم : مه خفه کیږه (لاتحزن)
لیکونکې : احمدخان "حقاني






داغه چینل هتمن جواين کړي منننه


يوټيوب سبسکرايب
تااسوو ته ښه راغلاست وايم 🤚
دلته موږ او تاسووو 👇👇
يوټيوب چينل ته پرمختګ ورکوو👑👑
وچ ټيم او سبسکراب يي پوره کوو 🎬🎬
https://t.me/youtube_chennal


Afghan Technical Point
السلام علیکم ملګرو! همداوس زموږ یوټیوب چینل ته راشی او پیسې وګټۍ
د یوټیوب چینل نــوم 👇👇👇
Afghan Technical Point
د ټیکنالوژۍ له ډګره کره او ګټور معلومات دلته تجربه کړی....
خدمت کوونکي:- حمیدالله پښتون او عبدالمتین وفادار ..
https://t.me/AfgPoint








ژوند درې ورځې دی !

پرون- نن- او سبا ...

پرون تیر شو بیا نه راګرځي.
نن تېریږې دوام نه کوي.
او سبا معلوم نه دی چې موږ ورځو او که نه ؟

ښه فرست دا دی چې د پرون په بدیو او ګناهونو همدا نن توبه وباسو او د خپل ابدي ژوند د جوړښت لپاره سر له نن څخه لاس په کار شو.

ژوند وفا نه کوي، په ژوند مه نازېږئ !

ډېر داسې ځوانان لاړل چې ویل به یې : چې سپین ږیری شوم، بیا به توبه وباسم؛ خو پدې ارمان ابدي لاړل.

اللهﷻ دې موږ اصلاح کړي!

د ثواب پت نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!


د هارډیسک یا میموري فارمټ څنګه بیرته راوړي؟

هیڅکله مو له کمپیوټر یا موبایل سره فارمټ سوئ میموري کارډ یا هارډډیسک مه خرڅوئ.
کله چي له کمپیوټر څخه یو فایل ډیلیټ کړئ، ډیلیټ سوئ فایل چیري ځي؟ ولي ځیني فایلونه د Recovery Software په زور پیدا کیږي او ځیني نه پیدا کیږي؟ 
د کمپیوټر په میموري کي ټول فایلونه د هارډسک په وړو وړو برخو یا Segments کي پراته وي او هر فایل ځان ته ادرس لري او هر ادرس یو پوانټر لري. مثلا که ستاسي یو فایل د afg په نامه ثبت وي. د کمپیوټر په میموري کي په
p=111\’0’0000000000000000000…..
01234567891011121314……
ثبت وي. صفرونه ټول خالي سیګمنټونه دي چي ستاسي راتلونکي فایل ساتي او لاندي له صفر څخه نیولې بیا تر………….. پوري د میموري ادرسونه دي چي یوازي د P په غاړه دي. نو موږ چي لکه فایل خرابوو، لومړئ Recycle Bin ته له میموري ادرس سره یو ځای ځي او هلته پروت وي، که یې وغواړئ چي بیرته یې خپل پخواني ځای ته واستوئ Restore کوئ یې او که یې وغواړئ چي یو مخ یې دایمي خراب کړئ بیا یې خرابېدل دوه ډوله دي.

لومړئ! تېز فارمټ (Quick Format): په دغه طریقه سره یوازي هغه پوانټر چي ستاسي د فایل ادرس یې ساتلی دی خرابیږي او معلومات مو په هارډ ډیسک کي همغسي پاتیږي خو لاسرسئ نه ورته کیږي ځکه ادرس یې خراب سوئ وي مثلا لکه په پورته مثال کي p. او کله چي تاسي نوی فایل غواړئ ثبت کړئ هغه نوئ ادرس اخلي او پر هغه زاړه فایلونو باندي ثبتیږي چي په انګلیسي کي Overwrite ورته وایي. تر اووه ځله Overwrite وروسته بیا هغه فایل له منځه ځي. دغسي فایلونه بېرته د مختلفو سافټوېرونو په زور پیدا کیږي. سافټوېر یوازي هغه زوړ ادرس پیدا کوي فایلونه خو مخکي له مخکي موجود وي.
دوهم: فارمټ (Hard format): په هارډ فارمټ سره د فایل ادرس خرابیږي او فایلونه هم ټول خرابیږي او خالي ځای یوازي له صفرونو څخه ډکیږي. کله چي نوئ فایل ثبتوئ هلته له سره په نوي سیګمنټ کي ثبتیږي او د Overwrite پروسه بیخي نه لري.
هیڅکله خپل فارمټ سوئ میموري کارډ او هارډیسک له کمپیوټر یا موبایل سره مه خرڅوئ ځکه ستاسي ټول زاړه شیان بې
بیرته راپیدا کیږي.
ښه خبره داده چي هارډ ډیسک یا میموري کارډ مو له ځان سره خوندي کړئ یا یې بیخي میده میده کړئ.




د کارن نوم (Username) جوړښت

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

ډیر به Domainاو Workgroup پیژني او کیدای شي ډیرو ته دا ویوکي نا اشنا وي. خو بیا هم زه ددې په هکله اوس هیڅ هم ویل نه غواړم مګر کیدای شي په راتلونکې کې پرې څه نا څه، خدای وس ولیکو.
 اړینه ده چې که چیری تا سو کمپیوټر کاروی نو یا خو به ستا سو کمپیوټر دDomain او یا خوبه دیوه Workgroup برخه وي.شونې ده ستا سو کمپیوټر له څو نورو کمپیوټرو سره د Domain یاWorkgroup په بڼه نښتی وي یانې دیوې وړوکې شبکې په دود او یا خو هم کیدای شي داوړ نه وې، کیدای شي تا سو په ځا نګړې توګه همدا خپل کمپیوټر وکاروی موخه داده چې  له بل هیڅ کمپیوټر سره نه وي نښلیدلی. په دغو دریو واړو بڼو کې تا سو اړیا ست تر څو یو کا رن نوم(Username)او یو پټ نوم
(Password)  ولری تر څو له خپل کمپیوټر څخه ګټه واخلی اړینه نه ده چې پټ نوم به حتمي ولری مګر کا رن نوم اړین دی.
کله هم چې تا سو کمپیوټر لمړی چا لان کړی نو له تا سو څخه کارن نوم غواړي اوس د کارن نوم د ټا یپ کولو لارې درپه ګوته کوم په دې ما نا که تا سو کمپیوټر ته ننوتل غواړی نو خپل کارن نوم په کومو بڼو ټا یپ کولی شۍ تر څو د منلو وړوي او کمپیوټر ته پرې ننوزۍ. اوس نو داخبره له څو لارو څیړو:
۱- که تا سو د یوه Domain برخه وال یا ست کولای شی ځپل کارن نوم په لاندې ډول ټا یپ کړې:

الف – username@domain
نمونه: smakhkash@smakhkash.com
په دغه مثا ل کې smakhkash کارن نوم دی او smakhkash.com ډومین دی.
ب – domain\username
نمونه: smakhkash.com\smakhkash
دلته smakhkash.com دومین او smakhkash کا رن نوم دی.
۲-  که چیری تا سو د یوهWorkgroup برخه وال یا ست کولای شی خپل کارن نوم په لاندې ډول ټا یپ کړی:
الف- username@workgroup
نمونه: smakhkash@icthelpdesk
دلته smakhkash کارن نوم اوicthelpdesk عبا رت له workgroup څخه دی.
ب – workgroup\username
نمونه:icthelpdesk\smakhkash
دلته icthelpdesk عبا رت له workgroup څخه دی او smakhkash کارن نوم دی.
۳- که چېری تا سو یوا ځې یو کمپیوټر چلوی یا نې نوموړی کمپیوټر له نورو کمپیوټرونو سره نه وې نښتۍ نو تا سو کولای شۍ خپل کا رن نوم په لاندې ډول ټا یپ کړی:
الف- username@computer name
نمونه:  smakhkash@MCSETRAINING0001
دلته smakhkash کا رن نوم او MCSETRAINING0001 د کمپیوټر نوم دی.
ب – computer name\username
نمونه:MCSETRAINING0001\smakhkash
دلته MCSETRAINING0001 د کمپیوټر نوم او smakhkash کا رن نوم دی.
که چیرې ستا سو کمپیوټر له نورو کمپیوټرونو سره نه وې نښتې بیا هم په Workgroup کې یا ست مګر په دغه صورت کې له دریم غوراوي څخه کا رواخلۍ .

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

1 893

obunachilar
Kanal statistikasi