پښتو شعرونه pashto sherona dan repost
غزل
د شهادت ډېوه دي ورو ورو بلېدۀ روان وې
زۀ دي د هجر شپو ته پرېښودم او تۀ روان وې
په ما دي و اورول کاڼي د بېلتون ځوانيمرګ
څۀ په مُسکا دي اخيري ځل را کاتۀ روان وې
شهيد جبين دي د تنکيو حورو شال کې پټ شو
په جنتي مخ دي را مات شوله باڼۀ روان وې
زاره مې نۀ چوي، رښتيا مرګ بې اجله نۀ شي
زۀ وم ژوندی او تۀ له غېږ د ژوندانۀ روان وې
څۀ لېونۍ مينه دې پاک رب سره و پالـــله
د اور په څڼو او په سر د تنارۀ روان وې
واه بختوره! څۀ ډالۍ درسره وړې محشر ته
د سنګر خاوره دې پيکي نه تويېدۀ روان وې
تۀ پرې خبر نۀ شوې څو ځله يې په ږيره ښکل کړې
له شفاعت، د شهادت په خوب ويدۀ روان وې
@pashto32
د شهادت ډېوه دي ورو ورو بلېدۀ روان وې
زۀ دي د هجر شپو ته پرېښودم او تۀ روان وې
په ما دي و اورول کاڼي د بېلتون ځوانيمرګ
څۀ په مُسکا دي اخيري ځل را کاتۀ روان وې
شهيد جبين دي د تنکيو حورو شال کې پټ شو
په جنتي مخ دي را مات شوله باڼۀ روان وې
زاره مې نۀ چوي، رښتيا مرګ بې اجله نۀ شي
زۀ وم ژوندی او تۀ له غېږ د ژوندانۀ روان وې
څۀ لېونۍ مينه دې پاک رب سره و پالـــله
د اور په څڼو او په سر د تنارۀ روان وې
واه بختوره! څۀ ډالۍ درسره وړې محشر ته
د سنګر خاوره دې پيکي نه تويېدۀ روان وې
تۀ پرې خبر نۀ شوې څو ځله يې په ږيره ښکل کړې
له شفاعت، د شهادت په خوب ويدۀ روان وې
@pashto32