.. dan repost
ویل کېږي چې په مرغانو کې تر ټولو کم عقل کارغه دی، کله چې د کارغه بچي پیدا شي نو ښکاره ده چې بڼکې پرې نه وي او یوازې سرې غوښې وي، نو دی فکر کوي چې دا یې بچیان نه دي، هماغه وي چې له خپلې ځالي بل لور ته ولاړشي.
دا مهال دده کوچني بچي یوازې پاتې شي، نو الله تعالیﷻ ددوی په جوجورې کې یو ډول غوړ ( وازګه ) پیدا کړي چې بوی یې تر لرې لرې سیمو ورځي، نو کله چې ماشي او نور واړه حشرات دغه بوی حس کړي او وویني نو مستقیم همدې ځای ته راشي، دلته خو د کارغه بچیانو هسې هم له ولږې څخه خولې وازې نېولي وي، نو حشرات سیده ددوی خولې ته لاړشي.
په دې قِسم الله تعالیٰﷻ دوی ته روزي ورکوي.
کارغه چې څو ورځې وروسته بېرته خپلې ځالې ته ستون شي او د خپلو بچیو تازه تورې بڼې وویني نوبیا یقیني شي چې دایې بچیان دي او بیا یې پالنه شروع کړي.
نو رزق اللهﷻ ورکوي او نه ښايي چې د یوې مړۍ لپاره بندګانو ته سجدې وکړو، هسې نه چې دواړه جهانونه مو رب مه کړه خراب شي.
کاپی