اسلامي نظام
هر کله چې د اسلامي نظام نوم راشي نو بعض دوستان وايې چې کوم اسلامي نظام ؟ هغه اسلامي نظام چې ښځو ته به يې لښتې نيولې وې ؟ هغه اسلامي نظام چې د خلکو په زړونو کې يې وحشت خپرولو ؟
دا قسم سوالات او خبرې ډېر په کم علمي او احساساتي بڼه بنا وي ،
ځکه چې د دې متبادل هم ډېرې قضيې جوړيداي شي ، لکه مثال : کوم سيکولرزم ؟ هغه سيکولرزم چې ټوله اروپا يې دوه ځل ړنګه کړه ؟ کومه ډيموکراسي ؟ هغه ډيموکراسي چې د شپيته فيصده فرانسويانو پلار نه ده معلوم ؟ يا هغه ډيموکراسي چې د فټبال غړو سره يې جنسي زياتی کېږي ؟
کومه روشن فکري ؟ هغه روشن فکري چې نيمه نړۍ يې غصب او ولوټله ؟
همدا راز بعض خلک وايې چې کوم اسلامي نظام ؟
د اسلامي نظام تصورات خو ډېر دي ،
که چېرې له دوئ سوال وشي چې کومه سيکولر نظام ؟
آيا د سيکولرزم تصور يو دی که ډېر ؟
واضحه خبره ده چې په سيکولرزم کې هم ډير تصورات دي ،
اصل خبره څه ده ؟
اصل خبر دا ده چې زموږ د ډيموکراسۍ يا سيکولرزم سره بنسټيز اختلاف دا دی چې د قوانينو اصل منبع دي څه وي ؟
زموږ د مسلمانانو په نزد د قوانينو اصل منبع دي اسلام وي ، چې په دې کې قران ، احاديث او فقه ټول شامل دي ،
هر کله چې يو اسلامي هېواد داخلي يا خارجه پاليسي جوړوي نو بايد چې اولينه ترجيح پکې اسلام ته ورکړي ، ځکه چې په اسلام کې معاملات ، مواخات ، حدود ، اخلاقيات ، هر څه شته ، البته پاتې شوه دسې قوانين لکه مثال د ترافيکو قوانين ، يا نور دنيوي علوم نو په دې هکله اسلام اجازت ورکړی چې په کوم ډول تر ټولو بهتره د عوامو مفاد وي په هغه ډول يې ترسره کړئ ، که کمپيوټري سيستم لګوئ او که هر ترتيب کوئ اسلام څوک نه منع کوي ،
همدا راز په اسلامي نظام کې دا قاعده هم مهمه ده چې فوقيت په تقواء دی دا خبره لګه تشريح کوم :
دلته د تقوا نه مراد دا نه دی چې څوک زيات مونځونه کوي نو هغه ته دي مسؤلیت وسپارل شي ، بلکه د تقوا مراد دی چې فرد دې په ټولو اجتماعي او انفرادي امورو کې له الله وډار شي ، مثال : يو فرد ډېر مونځونه کوي ، خو هغه يو مسؤلیت نه شي ترسره کولی او بيا هم يو مسؤلیت په غاړه واخلي نو دا په اصل کې تقوا نه بلکه د خپل مسؤلیت سره خيانت کول شو ، لنډه دا چې په تقوا کې د عباداتو تر څنګ ټول اجتماعي خدمات ترسره کول او له غلطو لارو څخه ځان ساتل شامل دي ، دې نه علاوه په دنياوي امورو کې د اسلام قواعد ډېر اسانه دي او هغه دا چې يو اسلامي هېواد به تر اخري حده کوښښ کوي چې په دنياوي لحاظ ځان قوي کړي ، خو دې قوت ته رسيدلو لپاره به هيڅ قسم جرائم نه کوي ، مثال : کله به هم دسې نه کوي چې لکه د غربيانو په نورو ملکونو به ډاکې اچوي ، يا سودي نظامونه به چلوي او يا هم د ځوانانو په تعليمي بخش کې ښځې او نر خلط کړي ، يعنې په هر بخش کې به پرمختګ وي خو د جرم کولو پرته اګر که دا پراسيس لس يا شل کاله زيات ونيسي ،
بلکه اسلام کوښښ کوي چې د ټولنې افرادو کې انسجام وي ،
وس زيات ځوانان حيران دي چې دا اسلامي نظام کومه بلا ده ؟ اسلامي نظام ډېر واضح دی ، له هيڅ قسمه پرمختګ او متمدنيت څخه مو نه منع کوي ، بلکه په دې امر کوي چې د کافر څخه زيات په قوت کې اوسۍ ، هغه يو پل جوړوي تاسې لس جوړ کړئ ، هغه يوه طياره جوړوي تاسې لس جوړې کړئ ، هغه يو ځوان ته د تعليم زمينه برابروي تاسې يې سلو ته برابره کړئ ،
بل اړخ ته سيکولرزم دی ، په سيکولرزم کې د قوانينو منبع مطلق عقل دی او عقل ته هم عددي حيثيت ورکړل شوی ،
په دې کې د ډم او ډاکټر ، خر کار او پنځوس کلن تجربه کار يو حيثيت ورکړل شوی ، په دې کې مشکل دا دی تقواء ته فوقيت نه دی ورکړل شوی بلکه قوت ته فوقيت ورکرل شوی ، که قوت سم شخص سره وي خو خه خبر ده او که بد بخته غلام ، سپک ، رزيل ، لالچي او زاني سره وي نو بيا ټوله ټولنه تباه کوي ( او د غرب چې دا کوښښ وي چي هر ملک سيکولر کړي په همدي اساس چې د خپلې خوښې خلک پکې قوت ته رسوي او بالاخره هغه ټول هيواد غلام کړي )
په سيکولرزم کې حاکمه طبقه کوښښ کوي چې عوام خپل غلامان کړي ، له عوامو څخه کوچ وباسي ، همدا لامل وي چي يو يو وزارت په لکونو ډالرو خرڅيږي ، وجه دا وي چې هر فرد کوښښ کوي چې ځان قوت ته ورسوي ،
البته په اسلامي نظام کې بيا دا تصور نشته بلکه هلته له مسؤليته خلک ځان ساتي ،
ممکن ستاسې په ذهن کې دا خبره راشي چې دا يو سياسي پوسټ دی خو بلکل نه !!!
په لنډو ټکو کې دا چې غرب چې په کومو مثبتو کارونو پرمختګ کړی هغه ټول په اسلام کې جايز دي ، البته غرب چې په کومو جرايمو پرمختګ کړی هغه ټول په اسلام کي ناروا دی ...