څه په خوښیو خوشحالیوکې روان وخت ؤ
څه د سکون او رنګینیو اطمنان وخت ؤ
اوس هغه تېر وختونه تېرې خاطرې ږغوم
څه په خندا ؤ کې پوښلی قدردان وخت ؤ
اوس مې د زړه له سره درومې سرې لمبې د هجر
څه د وصال شیبوکې نغښتی مو هرآن وخت ؤ
په رحمتونو به لامده شوو سره دواړه دواړه
نری شمال به لګېدو هم د باران وخت ؤ
خیال به مې ښکلی ؤ مزاج به مې هم ؤ برابر
نه تهمتونه ؤ نه فرېب د ښه ګمان وخت ؤ
بس مهاجره ژوند د مینې ؤ په مینه تېر شو
شاعرانه ژوند ؤ د مینې د قربان وخت ؤ
څه د سکون او رنګینیو اطمنان وخت ؤ
اوس هغه تېر وختونه تېرې خاطرې ږغوم
څه په خندا ؤ کې پوښلی قدردان وخت ؤ
اوس مې د زړه له سره درومې سرې لمبې د هجر
څه د وصال شیبوکې نغښتی مو هرآن وخت ؤ
په رحمتونو به لامده شوو سره دواړه دواړه
نری شمال به لګېدو هم د باران وخت ؤ
خیال به مې ښکلی ؤ مزاج به مې هم ؤ برابر
نه تهمتونه ؤ نه فرېب د ښه ګمان وخت ؤ
بس مهاجره ژوند د مینې ؤ په مینه تېر شو
شاعرانه ژوند ؤ د مینې د قربان وخت ؤ