#مـسئلـه
سوال:
سود (رباء) ولي په اسلام کي حرام دئ؟ ( فاطمه موسکا- کاناډا)
ځواب: عبدالغفار جُبیر
له یوه فقیر، محتاج او غریب سره مرسته کول مروت او انساني غوښتنه ده ، خو سود د ټولو انساني اخلاقو مخالف دئ.
۱:سود خوره انسان له هر چا څخه د خپل اصلي رقم څخه علاوه سود اخلي، نو دغه زائدي روپۍ د څه شي معاوضه ده؟
۲: سود (رباء) د انسان څخه رحم اخلي او بې رحم او ظالم انسان ورڅخه جوړوي، په سود کي بې ایماني، فریب، خطا ایستل او داسي کړنې عملي کیږي چي انسان د انسانیت له دائرې څخه باسي.
۳: سود (رباء) د یوه هیواد د ترقۍ لپاره ستر خطر دئ ، داځکه کله چي یو کس د سود په ذریعه روپۍ ولاسته راوړي، دا ډېره هوسا طریقه ده، دغه سود خوره انسانان نه صنعتي کارونه کوي، نه حرفوي کارونه کوي، نه زراعتي کارونه کوي، نه تجارتي کارونه کوي او نه هم نور پرمختیایي کارونه کوي، نو ځکه پرمختګ نه کیږي، د سود ګټه انفرادي ده او اجتماعي ګټه نه ده، و بل لورته تجارت، صنعت او نور کارونه ټول اجتماعي ګټه لري.
۴: سود خوره انسان صله رحمي نلري، انساني همدردي نلري او مروت یې هم کډه کړې وي، چي دا ټول خبیث عادتونه دي.
۵: د سود له کبله د انسان توجه صرف د مال و لورته وي، او زړه یې د دنیا د محبت څخه ډک وي، طمع او حرص یې ډېر وي، هر ښه کار ورته ناوړه ښکاري.
۶: په تجارت کي د جانبینو له لوري رضاء شته، د جنس د رانیولو پر مهال خیار عیب، خیار شرط او خیار رؤیت سته خو په سود کي دا هیڅ نسته، خو په سود کي رضاء نشته، سود خوره که زور وي او که جبر وي خپل سود غواړي.
۷: د تجارت مقصد دادئ چي و ټولو انسانانو ته یې ګټه رسیږي د خلکو حاجتونه پوره کیږي، خو د سود له کبله ګټه صرف یوه کس ته رسیږي، او ټولنه هیڅ ارزښت ورته نلري.
۸: سود (رباء) په ټولو شریعتونو کي حرام وو. (تفسیر قرطبي: ۳/ ۳۶۶) په اوسني بایبل کي یې هم د منع حکم شتون لري لکه:
بایبل: خروج باب ۲۲: ۲۵، انجیل لوقا باب ۶: ۳۵
۹: د سود په روپو سره نه صدقه کیږي، نه خیرات کیږي، نه جهاد کیږي، نه حج کیږي او نه یې صله رحمي قبلیږي.
۱۰: هر هغه کس چي سود (رباء) حلال ګڼي هغه د امت په اجماع سره مرتد او کافر دئ.
تاسي کولای شئ چي د سود (رباء) په هکله نور معلومات د شیخ الاسلام محمد تقی عثماني صاحب په دې کتابونو کی مطالعه کړئ:
سودي بینکاري، معاشي مسایل، فقهي مقالات، فتاوی عثمانیه.
#دیني_څانـګه
@DeeniSaanga