مولوی حنيف مظهري


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


السْلاَمُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَتُ اللّٰهِ وَبَرَکَاتُه
خوږو ملګرو دلته به کله ناکله دزړه خواله،
حمدونه ،نعتونه، اوحماسي ترانې دقلم په ژبه درسره شريکوم
هیله ده چی ملتیا مو وکړی

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri




العصر خپرندوی ادراه dan repost
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

عنوان
دشهیدیادونه

ڋیـگــلومــه کــونــکی
قاري انـــــــس عمـــري

شاعـــــــــران
مولوی حنیف مظهری
مولوی شفاعت ریحان
عــزیزالـرحمن ایــــاس
سید محبوب شاه اغــا
ریحــان الله اخـند زاده
درمــــــل عــــــــرفــــان
حافط قدرت ولی کامیاب
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


یو منصور شو دارته پورته انالحق دده شعار وو
بل منصور په اور لوګی شو پروت د مینی په انګار وو

دا د مینی څه خوږ راز دی عاشقان یې لیونی کړه
د سرونو یې جوړ کړی خپل و مینی ته سینګار وو

د کوثر تصویر یې زړه کې د هجران تندی ځپلی
اوس واصل شو خپل مقصد ته له وختونو انتظار وو

څه د مست عشق جنون دی په رقیب یې توبې ویستی
څه په عزم کلک سړی وو څه د عزم دنګ منار وو

ددي یون هر یو زلمی یې شاګردي د کارنامو کړي
ددې یون هریوه ځوان ته په پوره معنا سالار وو

د تدبیر مراندې یې ټينګې د د تدبیر په تدبر کړې
سیاست یې وو سپيڅلی سیاست یې د سردار وو

نور به بیا شنه کړي حنیفه دده وینی نور تخمونه
مونږ ته پاته تل له داسې رهبرانو لاله زار وو


حافظ عصمت الله جهادمل
د تازه جـهادي تـرانــو حمـدونه نـعتـونـه او.ویډیوګانوتر لاسه کولو لپاره دحافظ عصمت الله جهادمل دترانوچینل درسـرہ جــوائـنکړئ
ستـاسـو.خـادم.ورور.حافظ عصمت الله جهادمل
https://t.me/hafizasmat


نوی نعت شريف

د نړی له هره ګوټه يواواز دي بدرګه شي
يـو دزړه پـه شـپـيلۍ پوه شـي د عـشـق
سـاز دي بـدرګـه شـي


شاعر مولوي حنيف مظهري
اواز حافظ عبدالله صمدي


ورځ د اختر وه راغله لاړه مزېداره نوه

اوازونه حافظ نقیب الله ھمدرد
مولوی عبدالواسیع صمیم


د عشق له کانه مې و زړه ته ملغلرې راوړه
راسه رویباره د جانان د خولې ګورګورې راوړه

زړګیه ته د پتنګانو مینه نه زده کوي
ته شه بورا په ګلابونو دي وزرې راوړه

ما د هجران تارخه خوړلې زه بې واکه یمه
چی زړه مې واک واخلې د وصل څو شکرې راوړه

چی مې د زړه کلی روښانه سې رڼاوې وکړې
خدایه په ژوند مې دسپوږمۍ غوندې ملګرې راوړه

زه د غُربت اهاړ کې ورک یم خپله لار لټوم
تقدیره برخې مې د ژوند نور بختورې راوړه

زوما زړه هم لکه شهیدافغانستان اسیر دی
خدایه مرهم ته یې د خپل نصرت لښکرې راوړه

راوړه رویباره یوه نوی مینه ناکه قصه
چی اشغال ختم جنګ تمام داسې خبرې راوړه

حنیفه ستا په ساده زړه اوس خلک لوبې کوي
لاړ شه ها ورک یاران نیږدې وه که د لرې راوړه

۱۴۰۰-۲-۳۰


په ستونې کې وچ سوی دی فریاد د الاقصی
تر پښو لاندې یهودو کړ هیواد د الاقصی

نعرې وهې چی ای د اسلامي نړۍ حکامو
راویښ سﺉ ننګه وکړﺉ له الحاد د الاقصی

غزه په سرو اورونو او لوګیو کې خفه شوه
کوي په زخمی ژبه مونږ ته یاد د الاقصی

چی څوک به د غازی صلاح الدین فګړۍ په سر کړي
چی څوک به یې پوره کړي دا مراد د الاقصی

وجدان باندې د هر مسلمان لوبې هر ورځ کړي
یهودو کړی زړه باندې فساد د الاقصی

په وینو باندې سره یې د حرم کلی کوڅی شوې
په څه ستر مظلومتوب کی دی بنیاد د الاقص

د هرې ورځې درد یې نور وتلی له زغملو
څوک زړه به کړي له دې درده ازاد دالاقصی

غوږونه دنړۍ د بشردوستو کاڼه شوی
چا ونه کړ په سمه انتقاد د الاقصی

حنیفه سکنی ورور د شهید افغانستان دی
ور وړو که خدای کوله بیا جهاد د الاقصی

۱۴۰۰-۲-۲۸






السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د نیکمرغه کمکې اخترمبارکې
تاسوته اوستاسو درنې کورنۍ ته وایم
او د سترڅښتن تعالی څخه غواړم
چې ټوله لمونځونه تراویح روژې او نور کړې عبادات مو په خپل دربار کې قبول وګرځوې
او دعا کوو چا دا اختر مو د هیواد د ناخوالو او بدبختیو اخرې اختر وې
دیوه سوچه اسلامې اوټول ګډونه نظام په هیله

ورورمو م حنیف مظهري

1400-2-23




العصر خپرندوی ادراه dan repost
د الـــــعصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو اختریزو ترانـــوالبوم
دبرياوو اختر
نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل څخه تر لاسه کولى شۍ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇

#العصرځانکړي_نشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa










العصر خپرندوی ادراه dan repost
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

دوی نوی خوندوری ترانی

1نن به ښه د زړه په زور درپسی ژاړم
چی مې مړ شی د زړه اور درپسی ژاړم

2الوداع حسینی میاشتی الوداع
ای د خدای د مینی میاشتی الوداع

ترنم د محترم عبدالرحمن احمدی
کلام د مولوی حنیف مظهري

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


لمن ډکه د سولی د ګلونو کړه اختره
راځه مونږه خوشال په خپلو پلونو کړه اختره

دغم تورو لوګیو ده فضا ککړه کړې
نور خلاص مو د نفرت له وحشتونو کړه اختره

په سر د هندوکش دسولی سپين بیرغ رپاند کړه
ډاډه زړونه د ټولو اولسونو کړه اختره

چی غیږه د وختونو مرور جانان ته ورکړم
اوبه مو د وصال په سپين جامونو کړه اختره

میوې د ورورولی د اریانا په باغ کی شنه کړه
ماړه مو په دیدن د ګلابونو کړه راځه

دکونډو یتیمانو په خوله نرمه خندا راوړه
هوسیا یې له دردونو له آهونو کړه اختره

پرهرپرهر وجود مو د وخت غشو راسپړلی
پټۍ دې را هوارې په زخمونو کړه اختره

په تاباندې مو داځلې بیا نیک فال دی وهلی
زړګی د حنیف خلاص له دې غمونو کړه اختره


د اختر لمونځ نيت اوطريقه
شير يی کړۍ د ثواب په خاطر
مینه والو نشر یی کړئ.مننه
د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا لمونځ واجب دى
لومړى به نيت وکړى
نيت مى کړى د زړه د اخلاصه د کوچنی اختر دوه رکعته لمونځ سره د شپږو تکبيرونو په دى امام پسې ادا کوم خاص خداى لره مخ مى د کعبي شريفى پر لور
الله اکبر
دوهم: به ثناء (سبحنك اللهم ...) تر اخره پوري ووايي.

دريم: به درې واره تكبيرونه ووايي امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو(کرار) سره دری تکبيرونه ووايي، په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوي به ئې او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي.

څلورم: امام به سورة فاتحه او قرائت وائي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته سي.

پنځم: نو بیا به امام سورة فاتحه او قرائت وايي او بيا درې واره تكبير وايي پر هغه طريقه چي پورته ليكل سوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ سي.
او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي.
ــــــــــــ
د اختر لمونځ :

پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر لمونځ واجب دی ، د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی .

د اخترونو د لمانځه مسائل :

۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .

۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .

۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتی وي نو ځانته لمونځ کولای شي .

د اخترونود ورځی سنت او مستحب کارونه :

۱- د عيد شپه په عبادت لکه : ذکر ، لمونځ ، تلاوت ، تکبير او تحليل ، دعا او استغفار تيرول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (حسنه ابن ماجه ، دارالقطني و طبراني و ضعفه النووي) .
يعنې : څوک چې د کوچني او لوی اختر شپه د ثواب په نيت په عبادت سبا کړي ، د ده زړه به نه مري په هغه ورځ چې د خلکو زړونه مري .

۲- د سبا وروسته او د عيد لمانځه ته له تللو مخکې غسل کول ، د نارينه لپاره خوشبويي وهل، پاکې او ښې جامې اغوستل او د الله تعالی د نعمت ښکاره کول او شکر ايستل .

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

1 350

obunachilar
Kanal statistikasi