. حماس بدري عابر
تـا بانــدې ابــاد ســاتـم د زړه غرونه
مه مـې شــه بې تا د ژوندانه غرونه
اوس ورتـه د بل کـلي لانجې راوړو
جنګ کې پاخه شوي پښتانه غرونه
ښه بمبــار بارودو لوټــې لوټې کـړه
بیا هـم په ګـلونو دي لا شنه غرونه
څومره په دې مړه قواره شوخه یې
څـه دې غـلي غلي کړه کاږه غرونه
مونـږه په غیـرت عزت ساتلـی دی
ځـان ته مـو کړې لارې تناره غرونه
خـاص ستا عـابر یمه نو وژني مې
سـمـه د تبۍ او راتـه ســره غرونه
@Hamas4
تـا بانــدې ابــاد ســاتـم د زړه غرونه
مه مـې شــه بې تا د ژوندانه غرونه
اوس ورتـه د بل کـلي لانجې راوړو
جنګ کې پاخه شوي پښتانه غرونه
ښه بمبــار بارودو لوټــې لوټې کـړه
بیا هـم په ګـلونو دي لا شنه غرونه
څومره په دې مړه قواره شوخه یې
څـه دې غـلي غلي کړه کاږه غرونه
مونـږه په غیـرت عزت ساتلـی دی
ځـان ته مـو کړې لارې تناره غرونه
خـاص ستا عـابر یمه نو وژني مې
سـمـه د تبۍ او راتـه ســره غرونه
@Hamas4