زموږ مسیر پر تقدس بناء دی!
مــــونږه تړلي د پګړۍ اِقتداء!
که مو هَوس له اسلام وړاندې نۀ شو!
را پسې وۀ به کړي نړۍ اِقتداء!
لالــي تازه ستونزو ته غېږ ورکړي!
تازه یې پرېښي د ځوانۍ اِقتداء!
یو رِیاکار آنځور مې زړۀ نوش کړی!
لېونـي کـړي لېونـۍ اِقتداء!
د حُریت انګازه مړاوي غوندې!
تَته پِیکه د آزادۍ اِقتداء!
ستومانه دِید مې د شپو څڼو کې ورک!
ناروغ یم پایم د سپوږمۍ اِقتداء!
کلیم الله “ذاکر“ پۀ درد پسې ؤو!
اوښکو پالَلــه د سلګۍ اِقتداء!
مــــونږه تړلي د پګړۍ اِقتداء!
که مو هَوس له اسلام وړاندې نۀ شو!
را پسې وۀ به کړي نړۍ اِقتداء!
لالــي تازه ستونزو ته غېږ ورکړي!
تازه یې پرېښي د ځوانۍ اِقتداء!
یو رِیاکار آنځور مې زړۀ نوش کړی!
لېونـي کـړي لېونـۍ اِقتداء!
د حُریت انګازه مړاوي غوندې!
تَته پِیکه د آزادۍ اِقتداء!
ستومانه دِید مې د شپو څڼو کې ورک!
ناروغ یم پایم د سپوږمۍ اِقتداء!
کلیم الله “ذاکر“ پۀ درد پسې ؤو!
اوښکو پالَلــه د سلګۍ اِقتداء!