شهید انعام الله انعام


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


ع.عرفاني

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


رضوان الله فیضاني dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
له خوندورې ويډيو سره (تـرانـه)

زمونږ شور زمونږ زور غږ د الله اکبر
وي دې خپور په هر لور غږ د الله اکبر

غږ : رضوان الله فيضاني


رضوان الله فیضاني dan repost
زخمي زخمي هلمند

عظيم قهر دې په شور کړه ذوالجلاله
ظالمان کباب په اور کړه ذوالجلاله

انتقام د خوار مظلوم هلمند ترې واخله
زخمي زړونه مو ټکور کړه ذوالجلاله

چې هر څوک په دې وحشت کې برخه وال وو
په دارينو يې مخ تور کړه ذوالجلاله

د غمونو او دردو باران پرې وکړه
ته ويرجن د هر يو کور کړه ذوالجلاله

غچ ترې واخله د معصومو ماشومانو
قاتلان يې ټول په ګور کړه ذوالجلاله

لا تر څو به ظالمان سرې سترګې ګرځي
نور د ظلم جام نسکور کړه ذوالجلاله

دا د وخت لوی فرعونيان واړه نابود کړه
شرمينده يې په هر لور کړه ذوالجلاله

(فيضاني) وايي په حال مو رحم وکړه
بيا د امن څادر خور کړه ذوالجلاله


رضوان الله فیضاني dan repost
جنګونه ساړۀ نکړئ

د حق ګرم سنګرونه ساړۀ نکړئ
دا تاودۀ او مست جنګونه ساړۀ نکړئ

پر سرو د يرغلګرو لوبې وکړئ
عمليات او کمينونه ساړۀ نکړئ

د طاغوت وحشي لښکرې بيا راګير دي
پرې څپانده غورځنګونه ساړۀ نکړئ

انتقام ورځنې واخلئ په څو چنده
قهرېدلي پاڅونونه ساړۀ نکړئ

شازلميو د مرګ کندې کړئ پرې ډکې
پر دښمن بل سرۀ اورونه ساړۀ نکړئ

غلې نکړئ د تکبير هيبتي چيغې
توند امواج مست احساسونه ساړۀ نکړئ

(فيضاني) په لر او بر کمين کمين شئ
دا د خرپ او ترپ بريدونه ساړۀ نکړئ




حمد شريف

سپېڅلی نوم دې د شفا رمز دی
رنځورو زړو ته

غږ : رضوان الله فيضاني

https://t.me/Faizani10


ترانه

نوی پسرلی شو د مينې ډک وختونه دي
لور په لور ښکلا رنګين مازديګرونه دي

غږ : رضوان الله فيضاني

https://t.me/Faizani10


ترانه

مونږ مجاهدين يو ؛ لوړ مو دی مورال
د حـق مخ ته سپر يو ؛ کـفـر تـه زوال

غږ : رضوان الله فيضاني

https://t.me/Faizani10




رضوان الله فیضاني dan repost
السلام عليکم و رحمة الله و برکاته.

ګرانو مينه والو او دوستانو !
ستاسو د روغ صحت او عافيت په هيله، الله تعالی مو خوشحال لره.

دا دی د وعدې مطابق زما بل يو پخوانی البوم (تندريز پسرلی) ستاسو درانه حضور ته وړاندې کوم، الله تعالی دې وکړي چې خوښ مو شي.
په زوړ ترتيب سره به لږ لږ ترانې درته نشروم. انشاءالله
〰🍃〰🍂〰🍃〰🍂〰🍃〰
https://t.me/Faizani10

https://t.me/Irfani1

رضوان الله (فيضاني)
〰🍃〰🍂〰🍃〰🍂〰🍃〰


څه مسته، روح بښونکې، تاريخي غزا دې وکړه
حيران دې صليبيان ؛ غازي ټيکټره! زنده باد

(فيضاني)




رضوان الله فیضاني dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
ترانه له خوندورې ويډيو سره.

غــزا ده غــزا ده پاڅون دی بـلـوا ده
شرنګا ده شرنګا ده د تورو بريښنا ده

اواز : رضوان الله فيضاني

https://t.me/Faizani10


زېری

د جهادي او حماسي اشعارو مينه والو!
زما رضوان الله فيضاني د اشعارو ټولګه
(د انقلاب مدرسه) د دوهم ځل لپاره د مکتبة الحرم لخوا چاپ او بازار ته وړاندې شوه.

مينه وال کولی شي چې د هېواد دننه او په پيښور کې يې له مختلفو کتابخانو څخه تر لاسه کړي.

(فيضاني)




رضوان الله فیضاني dan repost
قرآنه

ستا په مينه كې دې ځار شمه قرآنه
يو ځل نه په څو څو وار شمه قرآنه

ډېر به خوښ شمه چې ستا سپېڅلي عشق كې
د خبيب غوندې په دار شمه قرآنه

چې دې زه په مينه مينه باندې لولم
ټول سمسور بهار بهار شمه قرآنه

چې دا ستا د حكمتو چينو ته ورشم
سم سېرابه او خمار شمه قرآنه

يو اعجاز ته دې چې وګورم په مينه
بيا د بل په افتكار شمه قرآنه

تلاوت چې د ( ياسين ) او ( الرحمن ) كړم
په زينت ستا سم سينګار شمه قرآنه

چې مې زړه ډك له غمو او اندېښنو وي
مستريح ستا په ديدار شمه قرآنه

(فيضاني) چې ډېر محزون او ناکرار شم
تا راواخلم په کرار شمه قرآنه


رضوان الله فیضاني dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
يوه تاريخي سنګريزه زمزمه.

اواز : رضوان الله فيضاني او ملګري.

https://www.facebook.com/Faizaninazmuna/


يوه تاريخي سنګريزه زمزمه.

اواز : رضوان الله فيضاني او ورسره ملګري
هر يو شهيد صابر کوچی ؛ شهيد ډاکټر رياض الله
شهيد مولوي هيبت الله، شهيد عبدالعزيز فاتح،
شهيد عبدالهادي او نور د سنګر ملګري.

👇👇👇👇👇👇👇👇👇


رضوان الله فیضاني dan repost
بيا چاپه ده

نيمه شپه ده بيا د غم سيلۍ چلېږي
بيا چاپه ده بيا به څوک شهيدانېږي

سخت غومبر وهي وحشي هيلي کاپټرې
بې پيلوټه او جېټکې هم تاوېږي

ها دی بيا څرخکو دروند بمبار شروع کړ
اخ په بر کلي بيا سرې لمبې بلېږي

ښکاري بيا يې مدرسه په نښه کړې
له زړګي نه مې د غم وينې څڅېږي

حافظان به وي رنګين پر خپلو وينو
دا د غم شپه به لا کله سبا کېږي

اوس مو ټول مظلوم اولس مجرم مجرم دی
ووړ او زوړ او هم تور سرې وژل کېږي

ذوالجلاله ته نازل پرې ابابيل کړه
د کفارو زور به بيا کله ختمېږي

(فيضاني) دغه وحشت به وي تر کومه
لا تر څو به هديرې پر مونږ ډکېږي




ویډیو ډیزاین نظمونه dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
غږ مولوی رضوان الله فیضاني

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

638

obunachilar
Kanal statistikasi