بې مطلع غزل
دلتـه د مینې کاروبار نه کېږي
دلتـه د وینې بازار ښه ګرم دئ
دلتـه ظلمت حاکم تروږمۍ حاکمې
د پوهـې دَر وایه په څه ګرم دئ
اطراف کې ډرون، چاپې بمونه پرېمان
ښار په غاصِب، مُجرم او غله ګرم دئ
دلتـه قــــاتِل اخـلي مِـډال د اتـل
خپلو کې هر یو په ټاپه ګرم دئ
دېمـوکراسي لنګه بلا مسته ده
هېواد په دې هم څه ناڅه ګرم دئ
تر څو به ناست یو لاس تر زنې ورته
چاودېږي نور داسې مې زړه ګرم دئ
د دواړو غــاړو اول خط وګـــوره
جواده! ټول په پښتانه ګرم دئ
دلتـه د مینې کاروبار نه کېږي
دلتـه د وینې بازار ښه ګرم دئ
دلتـه ظلمت حاکم تروږمۍ حاکمې
د پوهـې دَر وایه په څه ګرم دئ
اطراف کې ډرون، چاپې بمونه پرېمان
ښار په غاصِب، مُجرم او غله ګرم دئ
دلتـه قــــاتِل اخـلي مِـډال د اتـل
خپلو کې هر یو په ټاپه ګرم دئ
دېمـوکراسي لنګه بلا مسته ده
هېواد په دې هم څه ناڅه ګرم دئ
تر څو به ناست یو لاس تر زنې ورته
چاودېږي نور داسې مې زړه ګرم دئ
د دواړو غــاړو اول خط وګـــوره
جواده! ټول په پښتانه ګرم دئ