تنکى ګلاب
راغله ازادي تر خاورو لاندې خوږه ياره
هم شو پسرلى خو ستا نشتون ده ودِلداره
هجر دې زغمى نشم وتلى يـــــم له کاره
مره مه درپسې پـــه ځان پوهیږمه نِګاره
کاش چي شهيد نوى راسره اوس هم ولى ګله
دهيـــــواد دا ستره آزادۍ بــه مو لمانځله
نه به غم او درد وو وخوښي به سل په سله
تـا تنها تنها کړم تا غـمو کې کـړم حِصاره
تـاسره مې مــينه له زړګي وه زړګکيه زما
کله به مې هيرشې ځاردې شمه ورورکيه زما
هجر دې جنون ته رسولى يم لاليه زما
تل راتـــه يادېږې ښکلوم دې هر يادګاره
ستا داغټې سترګې مړه کاته او دناز خبرې
څومره ښې به لګيدلي ياره لکه شکرې
ستا دوِصال تندې يم نيولى له ګلاب ْښکلې
سر دې کړه راپورته راغلم ستا ترخړ مزاره
ستورى وې غمى وې دحق لارې لاروى ولې
و جانانه وزړګيه څه عجيب زلمى ولې
خوى اوپه غيرت کِ ته کټ مټ لکه زمرى ولې
له ګــــــلاب تنکيــــه او دسرو ګلو سالاره
دژوندون بيړۍمې شوله غرقه دفِراق له زور
ورک مي ده لاليه دځوانۍ هغه پخوانۍ شور
احمـدالله وفـا درپسې شومـه پـه زړه کمزور
نه دې هيــــرومه دنګ جانان دنګه چيناره
احمـدالله وفـا
https://t.me/jlagibnjlu