هـــر اړخـــیز مـــعلومـــات


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan


سلامونه دوستانو
پدغه گروپ کی
💖اسلامــــــــــی معلومات💖
💖ڪتـــــــــــــــــابونه📚📚💖
💖جـــالب معلومات💖
💖شـــعرونه💖
💖تڪنالوژی معلومات💖
💖ڪیسي💖
اونور هر ډول معلومات خپریژی
دتبادلی لپاره👇
https://t.me/asmailsaadat123
دگروپ لینک 👇👇👇

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


*د انسان د بدن په اړه ښکلی او #جالب معلومات 😗

① • معده(Stomach) هغه وخت په تکلیف کی وي کله چې انسان د سهار ناشته نه کوي.

② •پښتورګی (Kidneys) هغه مهال د خطر احساس کوی،کله چې انسان په ۲۴ ساعته کې یو ګلاس اوبه هم نه چیښي.

③ • تریخی(Gall Bladder) هغه وخت په مشکل کې وي کله چې انسان د شپې تر ۱۱ بجو نه ویده کیږی او له لمر راختلو مخکې راپورته کیږي نه.

④ • کوچنۍ کولمې(Small Intestines) هغه مهال پرېشانه وي کله چې تاسې یخ مشروبات چیښئ او سړه ډوډۍ خورئ.

⑤ • غټي کولمې(Large Intestine) هغه مهال ستړي وي کله چې انسان ډېر زیات سور شوی یا مصاله لرونکی خواړه خوري.

⑥ • سږي(Lungs) هغه وخت زیات تکلیف احساسوي کله چې تاسې د سګریټ او بیړۍ له دود ډکه فضا کې سا اخلئ.

⑦ • ځيګر(Liver) هغه وخت تکلیف احساسوي کله چې تاسې ډېر درانه خواړه او فاسټ فوډ خورئ.

⑧ • زړه(Heart) هغه وخت د مشکل سره مخ کیږي کله چې انسان ډېر کولیسټرول لرونکي خواړه خوري.

⑨ • سترګي(Eyes) هغه وخت په تکلیفیږي کله چې په تیاره کې پر هغوی د کمپیوټر او موبایل تېزه رڼا پرېوځي.
⑩ • دماغ(Brain) هغه مهال ډېر ستړی وي کله چې تاسې منفي فکر کوئ.
که یی خوند درکړی وی #شیر یی کړي


د نړی هر اړخیز معلومات dan repost
په نړی کی تر تولو ارام ( Queitest room) خونه په واشنګتن ایالات د ماکروسافت مرکزی دفتر کی شتون لری
دغه خونه هغه ریکاد ماتوی چی سیاری تر تولو ارامه ځایونه ګڼل شوی وو
د غږ اندازه پکی 20.35dba- ده
ان تر دی چی تاسو د حپل سر د ګرځولو او د تنفس اواز هم اوریدلی شی.






‏د ۲۰ کلن اشغال پای ، او سپیڅلي آزادي مو مبارک شه ،
الحمدلله ثم الحمدلله
الله اکبر کبیرا
رب العالمین دي زموږ دنازولو ځوانانو قربانۍ قبولي کړي.
‏دا د ټول اسلامي امت بريا ده.

*‎#الله_اکبر_ولله_الحمد*

‏ای د خالد بن وليد ربه ....!
ای د صلاح الدين ايوبي ربه....!
ای د فاتحينو ربه ....!
ستا حمد او ثنا وايو ،
ستا د عظمت او کبريا نه منکر شرمنده شول ،
موږ سره الفاظ نشته چې ستا حمد او شکر په کومو الفاظو ياد کړو ؟
تا له ډېره وخته بعد اسلامي خاوره له مرادرو قدمونو پاکه کړه ...!
*سعادت*


*‏لمونځ تر خپل عادت يو څه اوږد کړه :*
*يعني ډير وخت پکښې تير کړه بيا وګوره چي څومره زيات*
*د خوشحالۍ احساس کوي ."*


*مَّآ أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ۖ وَمَآ أَصَابَكَ مِن سَيِّئَةٍ فَمِن نَّفْسِكَ ۚ وَأَرْسَلْنٰكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا ۚ وَكَفٰى بِاللَّهِ شَهِيدًا .*
سُوۡرَةُ النِّسَاء : 79

*اې انسانه! تا ته چې هره ښېګڼه رسیږي د الله په پېرزوېنه رسیږي. او په كوم غم چې اخته کېږې، هغه ستا د خپلو کړنو له امله دى.*
*اې محمده ﷺ ! موږ ته د خلكو لپاره د پېغمبر په حيث لېږلی یې او پر دې د خداى شاهدي كافي ده.*


*رَبَّنَا ظَلَمْنَآ أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخٰسِرِينَ.*
*الاعراف ۲۳*

*اې زموږ ربه! موږ پر خپل ځان ظلم وکړ، اوس كه تا موږ ته بخښنه ونه کړه او پر موږ د رحم ونه کړ، نو موږ به هرو مرو تباه شو.*


ورسته له یوه اوژده ځنډه


سلامونه ملگرو


ریوګیونګ د نړۍ د دوهم لوی هوټل نوم دی ، چې په شمالي کوریا کې موقعیت لري ، کوم چې په حقیقت کې یو پریښودل شوې ودانۍ ده!


بریالیتوب د هغه کسانو په برخه دی چې له نورو زیات د کار په فکر کې وي.

📘Golden writing
📓


*~ډیپریشن او درملنه یې~*

*هرهغه کړنه چې پرله پسې تکرارېږي او د انسان په روان منفي تاثیر وکړي، رواني ناروغي ګڼل کېږي.*

*رواني ناروغي یو جسمي احساسي غبرګون دی، چې دپېښې په مقابل کې هغه وخت منځ ته راځي، چې کله د انسان اړتیاوې زیاتې او امکانات کم وي، نو دغه ډول ناروغي رامنځ ته کېږي.*
*د روانشناسانو له قوله داوږدو سریالونو کتل او دموبایل او تلویزیون استعمال،چې له اته ساعتو څخه زیات سي، هم د رواني ناروغۍ سبب کېږي.*

*کله په تقدیر د انسان ایمان کم سي او کله چې یوه منفي خبره تر یوې اونۍ پورې دانسان په ذهن کې تکرار سي نو دغه ډول ناروغي رامنځته کېږي.*

*زموږ په هېواد کې د جګړو او فقر له امله زمونږ ګڼ شمېر هېوادوال له دغه ډول ناروغۍ سره لاس اوګریوان دي،*
*دا یوه داسې ناروغي ده، چې هیڅ دانسان په واک کې نه ده.*

*که چېرې د یو انسان لاس زخمي سي، شاید ټول ورسره مرسته اوګوزاره وکړو؛ خو له دغه ډول ناروغ ددې پرځای چې مرسته وسي، زیاتره دکورنۍ او خلکو له خوا تهدید کېږي؛ خو نه داسې باید ونه سي او مرسته ورسره وسي، ناروغ ته باید خپلې منابع په ګوته سې؛ ځکه هرانسان ختمي له شپږو بشري منابعو څخه یو یا څو حتمي لري، لکه اقتصادې، کورني، فرهنګي یا اجتماعي زده کړې، طبعي اومعنوي.*
*که څه هم دغه ناروغي خطرناکه ده؛ خو علاج یې ناممکن ندی اوحل لاره لري:*

*لومړی په ځان باورلرل.*
*په تقدیر ایمان لرل.*
*زیات عبادت کول.*
*غوره دوست لرل.*
*د قران تلاوت کول.*
*په اونۍ کې د یوې ښکلې منظرې لیدنه کول.*

*ناروغ ته تنفسي، جسمي او روحي تمرینات ورکول، یعنې روحي تمرینات ناروغ ته داسې شیان تصورکول، چې ناروغ ورسره مینه لري، ناروغ ته داسې موقع برابرول او داسې ځایونو ته وړل، چې ناروغ ورسره په راحت کې وي، دناروغ سره خبري کول دهغې خبرو ته ارزښت ورکول هم دناروغ سره مرسته ده او دناروغ رواني فشار کموي.*

*~هغه خواړه چې موږ سره په خوشحاله ساتلو کې مرسته کوي.~*
*⑴ پیاز که یو دانه غرمه او بل ماښام د ډوډۍ سره وخوړل سي زیاته ګټه کوي.*
*⑵ که یو دانه مڼه دپوستکي سره د ورځې وخوړل سي زیاته ګټه کوي.*
*⑶ که یوه کاشوغه ملخوزې او یوه کاشوغه شاتو سره ښه ګډ سي او وخوړل سي زیاته ګټه کوي.*
*⑷ ادرک په اوبو کې وایشوئ په خوږولي یې خواږه کړئ دخوب څخه مخکې یې وچیښی.*
*⑸ یو ګیلاس شیدی په شاتو خوږې کړئ دخوب څخه مخکې یې وچیښي.*


*که چیرې موددرملتونونو (Pharmacy / Chemist ) لوحو( بورډونو) ته پام کړی وي نو پر لیکدړو(لوحو) اوبورډونو یې دمار او دیوه جام انځور لیدل کیږي.*
*ددغه انځور لرغونتوب پخواني یونان ته رسیږي.*
*وایی چې په پخواني او لرغوني یونان کې یوه ورځ دیونان د ستر پهلوان اپولو زوی اسکولاپ دیوه ناروغ په درملنه بوخت و چې ګلا ئوکس نومیده ،په دغه وخت کې ناڅاپه یو مار ( منګور) داسکولاپ ددرملنې خونې ته راننوت اواسکولاپ دغه مارپرخپلې امساء سره وواژه.*
*په دغه وخت کې یو بل مار راغی یوڅه بوټي ورسره و او هغه یې د وژل سوي مار په خوله کې کیښودل او هغه ماربیرته ژوندی سو، وروسته اسکولاپ چې دا ولیدل نو د هغه بوټو نه یې د خپل ناروغ دعلاج لپاره هم ګټه واخیستله او هغه هم روغ او جوړ سو.*
*دمار او دجام په اړوند بل افسانوي روایت دادی چې په پخواني روم کې طاعون یا وباء راغلې وه او مار دروم ښار له طاعونه وژغوره نوځکه خلکو ده ته دمننې په دود دشرابو ډک جام کیښود چې ویې څښي چې تر هغه وروسته مار او جام دروغتیا د سمبول په توګه ومنل سو.*
*همداراز د مار زهر د ډيرو ناروغیو د درملنې لپاره او دمار غوړي دبدن دعضلو او هډوکو ددرد اوروماتیزم لپاره هم ګټور دي نو ځکه مار د روغتیا سمبول ګڼل کیږي.*
#هر اڔخیز معلومات




چینایانو یو ډول اور وژونکی کاغذ جوړ کړی چې د مهم محرم اسنادو لپاره کارول کیږي.

دا کاغذ کولی شي د 200 درجې اور سره مقاومت وکړي او د هایدروکسایپیټایټ څخه جوړ شوی (یو ډول کیلشیم دی چې په انساني بدن کې موندل کیږي)!

او دا هم په یاد ولرې چې لومړی کاغذ هم د چینایانو لخوا جوړ شوې ده






زړه تنگون
پوهېږی زړه تنگون څه ته واﻱی؟
هغه ته ویل کېږﻱ چې ساه اخلې خو ستونی دې بند بند کېږﻱ
سترگې دې درد کوﻱ خو وښکې ترې نه بهیږﻱ..!!
😞_


بحیره طبریه دا د فلسطین شمال شرق ته واقع هغه سیند دی چی دقیامت په علامو کښ به وچ شی نواس بن سمعان رضی الله عنه فرمایی
چی (رسول الله صلی الله علیه وسلم) وفرمایل چی (عیسی علیه السلام )ته به (الله تعالی) وحی وکړی
او ورته به وفرمایی چی ای (عیسی علیه السلام) کوه طور ته لاړ شه داسی مخلوق راروان دی چی مقابله یی ګرانه ده نو جوج او ماجوج به دلته راورسیږی او اولنی خلک به یی دا ټولی اوبه وڅکی اخرنی خلک به ووایی چی دلته پخوا سیند تیر شویدی دی انځور کښ هماغه ځای ګورﺉ بیا یی (الله تعالی) دطاعون په مرض اخته کړی او ټول به مردار شی
بعضی مسائیل چی وګورم نو د ژوند سخه می بلکل تمعه قتع شی (رب العزت) ته مو په خپل رحم کرم وبښه امین اللهم یارب🤲😔

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

495

obunachilar
Kanal statistikasi