ښکلې ادبي لیکنې او ګټور معلومات


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


هر ډول ښایسته لیکنې ګټور معلومات PDF کتابونه او د ډیزاین لپاره مواد دلته ترلاسه کولای شئ.
https://t.me/joinchat/UYdSJtuj778k4QI6
شخصي رابطه:
اډمین
Emal dawoodzay
https://t.me/DAWOODZAY19
اډمین
Hedayat Amiri:
https://t.me/Hedayatullah12

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri




که غواړي چي پدي رقم د اختر لپاره عکسونه جوړ کړي
نو ماته مسج وکړي درته جوړ به کم


https://t.me/Hedayatullah12


هیټلر لکه څومره چې د "وینو" عاشق و، د "کتاب" مین هم و، ویل کیږي کتابخونه کې یې 16000 کتابونه وو، په دې کتابونو کې یو په خټو لړلی کتاب هم ایښی و، دا کتاب هیټلر د برلین د سقوط په مهال د جګړې په مورچه کې مطالعه کاوه!

لیڪـــــــوال امــــیــــری


ابلیس، عیسی علیه السلام ته وویل: اې د مریم زویه! یواځې هغه څه به درته رسیږي چې الله درته لیکلي یي؟ عیسی ورته وویل: بلکل همداسې ده، د الله دښمنه! نو ابلیس زیاته کړه: ښه نو دې غره ته پورته شه! لاندې ځان راوغورځوه، وبه ګورو چې ته مرې که نه؟ عیسی علیه السلام ورته وویل: اې د الله دښمنه! الله تعالی دی چې خپل بنده ګان ازمایي، بنده ته په کار نه ده چې خپل رب ازمایي. کتاب الزهد لأحمد

لیڪـــــوال امـــــیــــري 🥀🖍


کاش:
زه د مومن د سینې یو وېښته وای. "

🎤: ابوبکر صدیق رض
ـــــــــــــــــــــــ
✍🏻:لیڪـــــوال اميري 🥀


د څو علماوو تصنیفي هڅې

① امام ابن عبد البر (مړ:۴۶۳هـ) رحمه الله د خپل کتاب: "التمهید" په لیکلو دېرش کاله وخت لګولی!

② امام جمال الدین یوسف بن الزکي المزي (مړ: ۷۴۲هـ) رحمه الله د خپل کتاب: "تحفة الأشراف" په لیکلو ۲۶ کاله، دوه میاشتي او څو ورځې وخت ایستلی دی!

③ علامه ابن حجر (مړ: ۸۵۲هـ) رحمه الله د خپل مشهور کتاب: "فتح الباري شرح صحیح البخاري" په تصنیف کولو ۲۵ کاله او څو میاشتي وخت تېر کړی دی!

④ علامه محمد طاهر بن عاشور (مړ: ۱۳۹۳هــ) رحمه الله خپل تفسیر: "التحریر و التنویر" په ۳۹ کاله او شپږ میاشتي کې لیکلی دی!

⑤ خیر الدین الزرکلي (مړ: ۱۳۹۶هـ) رحمه الله د تراجمو په اړه خپل مشهور کتاب: "الأعلام" په څه باندې شپېته کاله کې لیکلی دی!

ارتیاض العلوم لــمشاري بن سعد الشثري صـ: ۵۶

#دکتاب_مینه


السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:
روغتیا مو د سپېڅلې رب څخه غواړم،

ستاسو لپاره مې یو لوړ قدم اوچت کړي
هیله ده تاسو هم راسره تر پایه ملتیا وکړي،
د همدې چینل له لارې به تاسو ته:
د مطالعۍ لپاره به زړه پورې کتابونه او
د ډیزاین لپاره مکمل مواد،
نشروم. "
ستاسو تولو څخه هیله کوم چې د چینل لینک له نورو خوږ ملګرو سره شریک کړئ تر څو هغوی هم
له دی معلوماتو خوند واخلې ."
مننه
ستاسو ورور: لیکوال اميري
د ګروپ لینک 👇




دوه ډلې خلک دي چې ډير
خاص دي
يو هغه خلک چې بې دليله درباندې ګران
دي❤
بل هغه خلک چې بي دليله ورنه کرکه
لري.


دا پورته کتاب ډير خوندر کتاب دي درسره ډانلوډ يي کړي او مطالعه يي کړي

دعا په هيله










هغه وخت بریالې ڪېداۍ شۍ چې
دا ⁵ خصلته درپڪښې وې
①ادب
②اخلاص
③عمل
④علم
⑤عقل

لــڪـــیوال امـــــیـــــري


د حج د مراسمو په هکله په زړه پورې معلومات!
د سعودي عربستان د رسمي شمیرو له مخې روان کال به له ټولې نړۍ څخه شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي. دغه شمیر په ۲۰۱۶م کال کې ۱،۸۶ میلیونه او په ۱۹۴۱م کال کې یوازې ۲۴ زره کسان وو.


د حج د مراسمو په هکله په زړه پورې معلومات!
په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو له پاره شاوخوا ۱۸ زره ملکي او دفاعي کسان په دندو ګمارل شوي. له دې ډلې څخه لسګونه زره کسان بیا د حج د خوندیتوب له پاره ګمارل شوي دي. سربیره پر دې د حج د لارو په اوږدو کې زرګونه امنیتي کمرې هم نصب شوي دي.


د حج د مراسمو په هکله په زړه پورې معلومات!
د سږ کال د حج مراسمو له پاره ۲۵ روغتونونه او ۱۸۰ امبولانسونه چمتو شوي دي. سربیره پر دې شاوخوا ۳۰ زره روغتیايي کارکوونکي حاجیانو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو له پاره چمتو دي.


د حج د مراسمو په هکله په زړه پورې معلومات!
د حاجیانو د سهولت له پاره د سږ کال د حج د مراسمو په ترڅ کې لسګونه زره ایرکنډیشن لرونکې خیمې هم چمتو او فعالې شوي دي.


د حج د مراسمو په هکله په زړه پورې معلومات!
سږ کال شاوخوا ۱۴ زره نړیوالو او ځايي آلوتنو حاجیان انتقال کړي دي. سربیره پر دې د حاجیانو د انتقال له پاره ۲۱ زره بس موټرونه هم ګمارل شوي دي.


د حج د مراسمو په هکله په زړه پورې معلومات!
د سعودي د رسمي شمیرو له مخې د روان کال د حج په مراسمو کې له ژباړې سره شاوخوا ۸ میلیونه د قرآن شریف نسخې ویشل کیږي. د دې ترڅنګ به ګڼ شمیر نور مذهبي او دیني کتابونه هم وویشل شي.


د حج د مراسمو په هکله په زړه پورې معلومات!
سعودي عربستان تمه لري چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې دغه هیواد د شاوخوا ۳۰ میلیونه حاجیانو د هرکلي ظرفیت پیدا کړي.


د حج د مراسمو په هکله په زړه پورې معلومات!
د رسمي شمیرو له مخې یوازې د تیرو ۲۵ کلونو په ترڅ کې شاوخوا ۵۴ میلیونو مسلمانانو سعودي عربستان ته په تګ سره د حج مراسم په ځای کړي دي.


د حج د مراسمو په هکله په زړه پورې معلومات!
د سږ کال د حج په مراسمو کې د ښو مخابراتي او انترنتي خدماتو له پاره د مخابراتي شبکو شاوخوا ۱۶ زره آنتنونه او ۳۰۰۰ وای فای يا بې مزي انترنت آلې نصب شوې دي.


هندواڼه چې د ګرمیو موسم میوه ده، د ډیرو اوبو لرونکې ده، زموږ بدن په ګرمیو کې ډیرو اوبو ته اړتیا لري له یو خوا د کار په جریان کې خولې کیږو بل د ګرمۍ مستقیماً زموږ پر بدن اغېز کوي چې له امله مو پوټکی خشکي کوي ددې ټولو ښه حل لاره د هندواڼې جوس دی چې زموږ د بدن ضایع شوې اوبه بېرته پوره کوي.

په یوې عربې مجلې(عرب میګزین) کې د تغذيې متخصص ډاکټر مجیدي نازیه د هندواڼې په اړه په یوې مقالې کې لیکلي ، چې هندواڼه ۹۰ سلنه اوبه لري نه يوازې دا بلکې هندواڼه د مغذي توکو، ويټامینونو او منرالونو ښه سرچینه هم ده.

ډاکټر مجیدي د پوستکي په اړه ویلي چې هندواڼه په ګرمیو کې پوستکی نرم او تازه ساتي، هغه وايي، په هندواڼه کې د کولین په نوم اجزاء شتون لري همدا ډول په هندواڼه کې ویټامن اې شتون چې دا دواړه بیا پوستکی تازه ساتي.

هغه د مقالې په اخر کې زیاتوي چې هندواڼه د ویټامن سي په لرلو سره چې پوستکي ته کولیجن په تیارولو کې ډیره مرسته کوي، نو له همدې لامله هندواڼه پوستکی د زوړوالي څخه ساتي.

هندواڼه کې ویټامن بي یو، بي شپږ او ويټامن اې څخه علاوه فائبر، بیټا کیروټین او ویټامن سي شتون لري نو له دې لامله هندواڼې خوراک سره د سترګو لاندې تورې کرښې له منځه ځي، همدا ډول د هندواڼه په پوستکي لګولو سره مردار دانې، داغونه او مضره انتانات له منځه ځي.

ډاکټر مجیدي نازیه د هندواڼې جوسو په اړه وايي چې ددې په څښلو سره د ویښتانو غورځېدل ودریږي او که چېرې دا په ویښتانو ومږل شي نو ویښتانو څخه اغېزمنې پایلې تر لاسه کولای شئ.


د هغه خلکو لپاره لس زیري، چي د سهار د لمانځه حفاظت کوي.

که چیري یو مسلمان، او مسلمانه ښځه دغه لس زیري ووایي، هیڅ ګمان نه کوم، چي بیا به د سهار لمونځ په خوب پر تېر سي.

❍ اول زیری: د سهار لمونځ د قیامت په ورځ پوره نور دی،
ځکه رسول الله ﷺ فرمایي: هغه تګ کوونکو ته دي زیری وي، چي د شپې په تیاره کي مساجدو ته ځي، د قیامت په ورځ به د دوی لپاره پوره پوره روښنایي وي.
الألباني صحيح الجامع ٢٨٢٣

❍ دوهم زیری: د دنیا تر هرڅه بهتره د سهاره لمونځ دی،
رسول الله ﷺ فرمایي:
د سهار دوه رکعته سنت لمونځ بهتره دی، تر دنیا او هغه څه چي په دنیا کي دي،
داچي سنت یې دومره لوړه درجه لري، نو د فرضو به یې څومره لوړ شان وي.
رواهُ مسلم ٧٢٥

❍ درېیم زیری: ډیري نیکۍ، د مسجد پر لور په ډیرو قدمونو کي دي.
رسول الله ﷺ فرمایي: کم څوک چي د خپله کوره د لمانځه پر طرف ووزي، د هغه لپاره پر هر قدم لس نېکۍ دي، او لمانځه ته انتظار کوونکی عابد ګڼل کیږي، او د لمونځ کوونکو څخه ګڼل کیږي، تر هغه چي خپل کورته راګرځي.
رواهُ احمد ١٧٤٥٩

❍ څلورم زېری: د سهار پر لمونځ کوونکي ملائکې شاهدي وایي.
د سهار په قرأت لوستلو (د سهار په لمانځه) شاهدي ویل کیږي. الاسراء ۷۸

❍ پنځم زېری: د سهار لمونځ د اور څخه د نجات یوه وسیله ده،
رسول الله ﷺ فرمایي:
جهنم ته به داخل نسي، هغه څوک چي د لمر ختلو مخکي او د لمر لوېدلو مخکي لمونځ یې کړی وي. هدف یې د سهار او ماځیګر لمونځ دی.
رواهُ مسلم ٦٣٤

❍ شپږم زیری: د الله تعالی د ذات مبارک لیدل،
جریر بن عبدالله رضي الله عنهما فرمایي:
چي نبي کریم علیه السلام د څوارلسم سپوږمي ته کتل، او بیا یې وفرمایل، چي تاسو به خپل رب جل جلالهُ داسي روښانه ووینی، که مو چیري د سهار او ماځیګر لمونځونه په تداوم سره کول، او بیا نبي کریم علیه السلام دا دعا وویله:
وسبح بحمد ربك قبل طلوع الشمس وقبل غروبها.
البخاري ٥٧٣ ومسلم ١٨٢

❍ اووم زیری: د ټولي شپې د عبادت ثواب ورکوله کیږي،
رسول اللهﷺ فرمایي: څوک چي د ماخستن لمونځ په جماعت وکړي، لکه نیمه شپه چي یې عبادت کړی وي، او څوک چي د سهار لمونځ په جماعت وکړي، لکه ټوله شپه چي یې په لمانځه تېره کړې یي.
رواهُ مسلم ٦٥٦

❍ اتم زیری: د سهار لمونځ کوونکي ته ملایکي دعا کوي،
نبي کریم علیه السلام فرمایي: کم څوک چي د سهار لمونځ وکړي، بیا هغه د لمانځه پر ځای کښېني، نو ملائکه به ورته دعا کوي، د هغوی د دعا الفاظ دادی، اللهم اغفر له ، اللهم ارحمه.
رواهُ أحمد ١٢٥١

❍ نهم زیری: د حج او عمرې په اندازه پوره ثواب ورکوله کیږي،
رسول الله ﷺ فرمایي: کم څوک چي د سهار لمونځ وکړي، بیا کښېني د الله تعالی ذکر وکړي، تر هغه چي لمر راخیژي، وروسته دوه رکعته لمونځ وکړي، دده لپاره به د حج او عمرې غوندي پوره، پوره، پوره اجر وي.
الالباني السلسلة الصحيحة ٣٤٠٣

❍ لسم زیری: د سهار لمونځ، د شر څخه د ساتني ذریعه ده،
نبي کریم علیه السلام فرمایي: کم څوک چي د سهار لمونځ وکړي، هغه به د الله تعالی په ذمه کي وي.
رواهُ مسلم ٦٥٧

هغوی چي د سهار لمونځ نه کوي، ددغه ټولو ګټو او بشارتونو څخه بې برخي.

ایمل داودزی


‏ښه انسان اوسه ...!
تر څو نور درسره د وېرې پر ځای
د سکون احساس وکړی

ــــــــــــــــــــــــــ....💔
ليکوال اميري


نبی کریمﷺ فرمایلی دی:
د نړۍ په بهترینه نعمتونو کې
تر نیکې ښځې بل بهترین نعمت نشته!❤️

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

410

obunachilar
Kanal statistikasi