اې مجاهد اې جهاد پال ولسه
اې غږ د تندر په اشغال ولسه
اې د میرویس اې د عمر ملګرو
د احمد شاه بابا ابدال ولسه
ولې مو فکر کې واښه ګډ شوي
ولې مو راوستو زوال ولسه
دا خو وطن وو د اتلو څټو
ولې مو پرېښود توره ډال ولسه
دا غیرتی افغانستان ویده دی
ډډه مو کړې په دېو ال ولسه
پاڅئ نیکونه مو خپه دي درنه
آذان مو پریښی د بلال ولسه
خپل تېر تاریخ ته بیا کتنه وکړئ
بیا پرتله یې کړئ په حال ولسه
د وطنیت په نامه کفرکوئ
کړئ تعصبونه او جنجال ولسه
تاسو قرآن ډېموکراسي وګورئ
وګورئ مینځ کې یې دیوال ولسه
سپینې جامې مو خپلې تورې کړلې
په سپین تاریخ باندې مو خال ولسه
حال اوس د دغو پښتنو وګوره
چې یې بد رنګ کړو خپل جمال ولسه
د دې ځوانانو نه هیڅ طمعه نشته
سپین ګیري هم مین په مال ولسه
دغه پټکي دې یې د سرونه وخوري
غاړه کې پروت مو دی دسمال ولسه
د اسلامیت څخه خو لرې پراته
ولې کوئ تعویذ او فال ولسه
ز مونږه ځینې کلیوال به خوښ وي
که چېرې راغللو دجال ولسه
شپون هم ډم شوی ده شپېلۍ غږوي
رمه ترې وېوړله شغال ولسه
ساحله ځینو سره رب پوهېږي
د ځینو ځینو فرض قتال ولسه
... شاعر/ ن. ساحل وردګ ...https://t.me/Sahil_Wardak_4