🔴 دَقِـیْـقً خَـبَـرُوْنَــهٌ 🔴


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


وَ قاتِلُوهُمْ حَتَّي لا تَکُونَ فِتْنةٌ و يَکُونَ الدِّينُ کُلُّهُ لِلَّه
دلته به درته دقیق او پر وخت خبرونه خپریږي
مونږ مو له حقایقو خبروو،
راسره پاته شی او د چینل په نشر کولو کي مو مرسته وکړی.

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


‏نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو د تماس ګر وپونو تر منځ ناسته وشوه.
په ناسته کې د پاتې اختلافي موضوعاتو په اړه بحث وشو. او په دې توافق وشو چې ناستې به دوام مومي.
ډاکتر محمد نعیم
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


په هلمند کې چې کومې سیمې دمجاهدینو لخوا په تیرو دوه ورځو کې تصفیه شوې،دا ټولې هغه سيمې دي چې څو میاشتې وړاندې د دښمن د عملیاتو په پایله کې له موږ څخه نیول شوې وې.
اوس کوم نوی تغیر ندی راغلی،مجاهدین د خلکو په غوښتنه بیرته هغو سیمو ته ستانه شول چې مخکې یې هم په ولکه کې وې.
‏په دغو سیمو کې د دښمن لسګونه پوستو، قرارګاوو او د بې بندوباره عسکرو او اربکیانو شتون، خلک سخت تنګ کړی وو، غلا او لوټ تالان څوک عادي ژوند ته نه پريښودل، خلکو له امارت څخه مکرره غوښتنه وکړه چې دوی ته د دغو عناصرو له شر څخه نجات ورکړي.
اوس خلک بیرته آرام ژوند ته را وګرځیدل.
مجاهد
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


‏له ۱۲ ورځني ځنډ ورسته یوځل بیا پرون په قطر کې د دواړو ډلو د تماس ګروپونه د خبرو مېز ته کیناستل.
له خبرو پرته بل اپشن نشته.
هيله ده داځل دواړه لوري يوې ښې پايلې ته ورسي.
‎#ياهو
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


‏که طالبانو د ټرمپ د بریا هیله کړې وي، دا د هغوی کمزوري نه، بلکې ستراتېژیک لیدلوری دی. مانا دا چې هغوی اوس حتی د امریکې ټاکنې هم څاري، د خپلو ګټو محاسبه لري. دا مونږ یو چې د نورو ټاکنې څه چې حتی کابلیان د غلو او لوټمارو له منګلولو نه شو ژغورلای، په یوه مبایل انسان وژل کېږي.

عبدالستار سعادت
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


دوا پال مینه خانه!
کابل امن دی دا هسي د خلګو پروپاګند دی؟

وسله والو غلو د کابل اته لسمه ناحیه کې یو ډاکټر په خپله معاینه خانه کې وژلی دی.
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


‏دوا پال مينه خان اشنا وایي چې کابل امن دی، دا خلک هسې منفي تبليغات کوي.
دی اوس د افغانستان له جوړېدو وروسته د کابل خو مې امن کړ، امن مې نه کړ شعار زمزمه کوي.
دې ښادۍ پنځم خان یې کې هې.
شفیع اعظم
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


‏د سکاټ مېلر په ننګ دا توره تړلي اجیران نه پوهیږي چي د ابراهیمي ملت د یوه داسي نسل سره یې مخه ده چي د هیڅ بادار له اخطاره یې ډار نه لري، او نه به يې د چا بادار د اهدافو د تحقق مخه ونیسي.

هدف دې تاریک او غلام نظام په سرکوبه کولو، د عدالت په تطبیق د اسلامي نظام د حاکمیت اعاده ده.
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


‏د اشغالګرو او ګوډاګۍ ادارې هيڅ عمل به بې غبرګون نه پاتي نشي.
دا چي ګوډاګۍ ادارې په تخار کې عمليات وکړل،‌ د ډیرو بې ګناه مظلومانو هیوادوالو کورونه یې وران کړل،
د ولس تورسري یې وژړولې،ماشومان یې وژړول اوډیر مظلوم اولسي خلګ یې بې کوره کړل.
په ځواب کي یې د ا.ا مجاهدینو په لښکرګاه کې خپل زور نمایش ته وړاندي کړ،
فرق یې دا ؤو چي ګوډاګیانو په عامه ځایونو، ښځو، ماشومانو او حیواناتو کوم زړه سوی او ترحم نه دی کړی، او تر هدف لاندي یې نیول.
خو لله الحمد د ا.ا مجاهدینو تنها د ګوډاګۍ ادارې په تئسیساتو، مراکزو او موټریزو کاروانونو باندي خپل عملیات تر سره او یا هم لا جریان کي دي.
او د مظلوم ولس زړونه یې برې یخ کړل.
د ا.ا مجاهدینو داسي قوي او په لوړ مرال عملیات وکړل چی د مطبوعاتو دنیا یې په تبصرو او راپورونو ستړې سول.
د نړی غدار او مکار رقیبان دي خبر اوسي چي د ا.ا مجاهدین خپلي عقیدې اسلامي عناناتو او افغاني پښتو غیور ته بااحترام پاتي دي او وي به، او ورسره د خپلي خاوري اصل بچیان پر څنګ ولاړ او همکاره دي.
د ا.ا مجاهدین به د سر سپارلي او مجاهد اولس قربانۍ هیڅ کله هیري نکړي.
#واك

دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar




هلمند: نادعلي کې ددښمن الوتکو ۹ کلیوال شهیدان ۶ ماشومان ژوبل کړل:

دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ د نري مانده په سيمه کې نن غرمه ددښمن الوتکو پر ولسي خلګو بمبار کړی
دبمبار په پایله کې ۹ تنه کلیوال ځای پرخای شهیدان شوي او ۶ تنه ماشومان زخمیان شوي .
انالله واناالیه راجعون
قاري یوسف احمدي
2020/10/12
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


دقـیـق خبرونه په واټساپ کي، د لاندي لینک له لاري وصل شی.👇

https://chat.whatsapp.com/LShX5lJAX2L8wzR5o1FvvG
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


#خـــبـــر

‏نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو د تماس ګروپونو تر منځ ناسته وشوه. په ناسته کې د پاتې اختلافي موضوعاتو په اړه بحث وشو. او په دې توافق وشو چې ناستې به دوام مومي.‏ډ يادونې ده چې له دې ناستې نه څو ورځې مخکې هم د دواړو ټيمونو تر منځ ناستې تر سره شوې دي.

#خـــبـــر

شام‌ امروز گروپ‌های تماس تیم‌های مذاکرات بین الافغانی با هم نشستند.
در نشست در مورد موضوعات متباقي اختلافی بحث شد و بر این توافق شد که نشست‌ها دوام می‌یابد.‏قابل تذكر است كه قبل از نشست امروز چند روز پيش هم بين هر دو تيم نشستها صورت گرفته بود.
ډاکټر محمد نعيم
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


ننګرهار: شیرزادو کې پوسته فتحه، ۴ ټانکونه تخریب، ۲۲ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول:

تیره شپه د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ اړوند د ګندمک په سیمه کې د مزدور دښمن په پوستو باندې د مجاهدینو له لوري ځپونکي وسلوال بریدونه ترسره شول، چې په ترڅ کې یې د دښمن ۱ یوه پوسته په بشپړه توګه فتحه او ۴ عرادې ایم بي ټانګونه هم  د ماینونو او د غټو مرمیو په واسطه مکمل تخریب شول، چې پکې د دښمن ۱۷ تنه مزدور عسکر قتل او ۵ تنه نور ټپیان شول.

ذبیـح الله مـجاهـد
2020/10/12
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


جوزجان: شبرغان کې د مزدوري ادارې ۶ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول:

له جوزجان څخه د ترلاسه شوي خبر له مخې د یاد ولایت مرکز شبرغان کې د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د مزدور رژیم ۶ عسکر د دعوت او ارشاد کمیسیون په زیار له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

د راغلو کسانو نومونه په لاندې ډول دي:

۱: محمد نصیر ولد قربان

۲: سعیدمحمد ولدعوض

۳: عبدالشکورولدحاجی حمرا

۴: عبدالجلیل ولدعبدالرحیم

۵: عبدالجلیل ولد نظرمحمد

۶: محمد ولد غلام رسول.

دوی ټولو ازاد ژوند ته په راستنېدو خوښحالي څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې تر دې وروسته به کله هم د مزدوري ادارې لپاره فعالیت نه کوي.
ذبیـح الله مـجاهـد
2020/10/12
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


خوست کې جلا – جلا بریدونو ۷ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل:

د خوست ولایت، باک ولسوالۍ بازار سیمه کې د جاسوسي شبکې په کارکوونکو د تکتيکي ماین چاودنه کې ۲ عسکر ژوبل شول.

د قلندر ولسوالۍ په سره سیمه کې د مزدوري اردو په عسکرو یوه بله چاودنه کې ۱ مزدور عسکر قتل، ۲ نور ژوبل شول.

او دره ګۍ ولسوالۍ کې بیا چریکي مجاهدینو د ترخیلو ریخوني کلي ته څېرمه د وحشي کمپاین د ۵ کنډک په وحشي قومندان ګل رسول برید کړی او ژوبل کړی دی.

همداراز صبریو کې هم چریکي مجاهدینو د سعودي جان ولد محمداجان په نوم د ګرګرۍ قرارګاه یو مزدور عسکر ویشتل او وژلی دی.
ذبیـح الله مـجاهـد
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


‌‎#جنايت:
نن غرمه د کندز ولایت مرکز اړوند شورابی قشلاق سیمه کې مزدورو عسکرو د ملکي خلکو کورونه په هاوانونو و ویشتل.
د دښمن د دغه وحشت په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکیان شهیدان او ټپیان شول.

‌‎#جنایت:
چاشت امروز در منطقه شورابی قشلاق مربوط مرکز ولایت قندز عساکر مزدور علیه مردم ملکی هاوان پرتاب کردند.
در نتیجه این وحشت دشمن به شمول زنان و اطفال ۱۰ فرد ملکی شهید و زخمی شدند.
ذبيح الله مجاهد
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


‌‎#الفتح:
نن ورځ د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۳ تنه عسکر(عارف، مدی خان او ضابط) د وضعیت او حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.
د دعوت او ارشاد مسئولینو یې هرکلی وکړ.

‌‎#الفتح:
امروز در مربوطات ولسوالی جاجی اریوب ولایت پکتیا ۳ تن عسکر اداره کابل (عارف، مدی خان او ضابط)بادرک وضعیت و حقائق دست از وظائف خود کشیده به مجاهدین پیوستند.
مسئولین دعوت و اشاد از آنها استقبال کردند.
ذبيح الله مجاهد
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


#پکتیکا:
یوسف خیلو کې ۳ مزدور پولیس مړه او ژوبل شول:

د پکتيکا ، یوسف خیل ولسوالۍ مشخيل کلي ته نږدې سيمه کې د مزدورو پوليسو په پوسته د مجاهدينو لخوا د ليزري ټوپکو په مټ وسلوال بریدترسره شو چې له امله یې ۱ پولیس قتل ۲ ژوبل شول.

همداراز د یوسف خیلو په کلي کې هم د دښمن په پوسته وسله وال برید شوی، خو د اړولي زیان په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

ذبیـح الله مـجاهـد
2020/10/12
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


فراه مرکزکي قومندان دڅلور میله وسلو سره له مجاهدینوسره یو ځای شو:

نن ماسپښین مهال دفراه ولایت د مرکزاړونددهیک دروازي په سیمه کې دپوستي قومندان حمیدالله دمحمود زوی دبالابلوک ولسوالی اړوند ګنج اباد کلي اوسیدونکی دحقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شو
نوموړي له ځان سره یو ثقیل ، یوراکټ ، ۲ کلاشینکوفونه هم مجاهدینو ته رارسولي اوکلکه ژمنه یې کړي چې نور به هیڅکله دګوډاګۍ ادارې لیکو ته ورنه شي بلکه ترخپل وس پوري به داسلامي امارت مجاهدینو وهمکاري ته دوام ورکوي.
قاري یوسف احمدي
2020/10/12
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar


#روزګان :
دهراود اوچوره کې ۸ تنه پولیس اواربکیان له مجاهدینوسره یوځای شول:

د روزګان ولایت ددهراود اوچورې ولسواليو دمختلفوسیمو اوسیدونکي ۸ تنه پولیس او اربکیان دتیروځو ورځو په درشل کې دحقائقو په درک کولوسره داسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول
له سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې راغلي :
1. نورآغا دحاجی خیرالله زوي کلي سرې
2. نعمت الله دحمدالله زوي کلي غوچک
3. عارف دمحمداسحاق زوي کلي نوري
4. لعل جان دمحمدولي زوي کلی دهزک
5. رحمت الله د دین محمدزوي سیګزي
6. عبدالقوی دغلام فاروق زوي کلي یتیمک
7. سمیع الله د رحمان شاه زوي کلي شین غوله
8. سردارمحمد دعبیدالله جان زوي کلي لوندیانه
دجلب اوجذب کمېسیون دمسلسلو هڅو په پایله کې داسلامي امارت مجاهدینو سره یوځای شوي اونوموړو کلکي ژمنې کړي چې نور به هیڅکله دګوډاګۍ ادارې لیکو ته ورنه شي بلکه ترخپل وس پوري به داسلامي امارت مجاهدینو وهمکاري ته دوام ورکوي.
قاري یوسف احمدي
2020/10/12
📶
دقیق_خبرونه
@Daqiqkhabar

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

390

obunachilar
Kanal statistikasi