وړوکی امارتي


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


زما وړوکی امارتي زوړ چینل بلاک شو لاندې چینل کې راسره ملګري شئ. په ګروپانو او فسبوک پاڼو کې یې درسره نشر کړئ .منننننه
دخبرو تبصرو شریعت غږ راډیو او نورو جهادي نشریاتو دلاسته راوړلو لپاره راسره ملګری شئ

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


لغمان: د دولتي ځواکونو توپچي بريد کې ۶تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
له لغمان ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د مرکز " مهترلام " اړوند سیمه کې د دولتي ځواکونو توپچي بريد کې ۶تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د مهترلام ښار اړوند " بسرام او بدیع اباد " سیمو کې دولتي ځواکونو د ملکي وګړو پر کورونو د توپچي بریدونه کړي چې په پایله کې یې د یوې میرمنې په ګډون څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
که څه هم د لغمان ځايي چارواکو تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ويلي، خو په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو له لوري په ملکي اهدافو بمبارۍ او توپچي بریدونه زیات شوي او نږدې هره ورځ په دغسې بريدونو کې ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.


حوثیانو د سعودي عربستان ٨ پوځیان وژلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ١٠ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
په یمن کې حوثي شیعه ملیشې وایي چې د سعودي عربستان ٨ پوځیان یې وژلي دي.
د حوثیانو یوه نظامي ویاند یحی سریع ویلي چې جنګیالیو یې د معارب په ولایت کې د "تاداوین" پر هغه پوځي مرکز توغندي وار کړي چې سعودي پوځیان پکې میشت دي.
نوموړی زیاتوي، په دې برید کې د یوه افسر په ګډون اووه پوځیان وژل شوي دي.
تر اوسه سعودي چارواکو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
سعودي له تیرو څو کلونو راهیسې په یمن کې د حوثي شیعه ګانو پر وړاندې جګړه پیل کړې ده.


*اسټرالیا–چین ته: هغه انځور دې لرې کړي چې عسکر یې افغان ماشومه حلالوي*

*عزم(دوشنبه، ۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹):*
اسټرالیا له چین غوښتي چې هغه انځور له ټوېټر لرې کړي چې په کې یو اسټرالیايي عسکر ښکاري له یوې افغان ماشومې د چړې په توسط سر پرې کوي او له چړې سره ورته ولاړ دی.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ژاو لیژیان یې بیا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې د استرالیایي عسکرو کړنو حیران کړي.

استرالیا بیا یواځې د انځور لرې کول نه بلکې له چین د بښنې غوښتلو خواست هم کړی چې چین یې ځواب ویلی او ویلي یې دي چې بښنه نه غواړي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې، هوا چینیانګ ویلي: استرالیا باید له افغانانو رسمي بښنه وغواړي، د دا ډول جرمونو پلټنې وکړي، مجرمین عدالت ته راوکاږي او ژمنه وکړي چې راتلونکي کې به دا ډول جرمونه نه تکراروي.

دا په داسې حال کې دی چې څه موده مخکې ډیلي میل ورځپاڼې خبر ورکړی وو چې یوې ډلې استرالیایي عسکرو افغانستان کې خلک د ورزش په نوم وژل.


سعادت پژواک dan repost
‏عاجل له کندهاره:

د اغاولي قمندان ملګری نسیم
چي خورا ظالم او وحشي انسان وو نن یې بیا محاصره عسکروته اکمالات کول چي مجاهدینو ژوندی ونیوی.
ژړی ـــ پاشمول.


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
‏قطر ته تللی پلاوی،داولس نمائندګي نکوي،چاچي افغانان ډېر وژلي،د زورواکو،مفسدینو،غاصبینو،ایجنټانونمائندګي کوي،سوله یواځي ددغو دولتي کسانو په وژلو سره راتلاي شي.
‏سیاسي شنونکی
‏ناصري


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
ګډ ترنم:🎥
مولوي عبدالحکیم سجاد، قاري محمد جمعه ساجد، مولوي تندر عثماني قاري عبدالعزیز نورانی قاري شاکر ځلاند سید سبحاني آغا محبوب شاه آغا قاري حماد حاجي احمدي اري احمدالله مؤذن او اسدجان قاو ورسره نور ملګري .
شاعر. ناګار صاحب

         


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
‏ورځنی حديث: مجاهدين او ناست خلګ نه دي سره برابر... بخاري


‌‎#الفتح
نن سهار د هرات ولایت اوبې ولسوالۍ د شهرنو په سیمه کې دنوموړې ولسوالۍ امنیه قومندان رفیق آلکوزی له ۲ عسکرو سره یو ځای قتل شو

*قاری محمد یوسف احمدی*


‌‎#الـفـتـح
تیره ورځ د کـنـدهـار ولایت د ډنډ ولسوالۍ مرکزي سیمو نه ددښمن ۱۲ تنه اجیر عسکر د حقایقو په درک کولو سره مجاهدینو ته تسلیم شول

‌‎#الـفـتـح
دکـنـدهـار ډنډ ولسوالۍ دچلغور په سیمه کې تیره ورځ دکابل ادارې مزدورو عسکر دمجاهدینو سیمو ته دعملیاتو په مخه راغلل چي د مجاهدینو لخوا په بریدونو او د ښخ شویو ماینونو په چاودنو کي را حصار شول چي یوه شوبله یې تخریب اوګڼ کسان یې ووژل شول دورځي په اخر کي له سیمې وتښتيدل

*قاری محمد یوسف احمدی*


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
جالب بحث ده: پوره ویډیو دلته وګوری🎥




‏د ورځې خبره:
د بین الافغاني خبرو په طرزالعمل موافقه رغنده ګام دی!!

تیره ورځ داسلامي امارت دسیاسي دفتر ویاند داخبر او پرمختیا له رسنیو سره شریکه کړه چې داسلامي امارت او افغاني جهتونو ترمنځ له اوږدو مباحثو او خبرو اترو ورسته بالاخره د بين الافغاني خبرو اترو په ۲۱ مادییزه طرزالعمل باندې هوکړې او موافقه وشوه
که څه هم د کابل ادارې له خوا په دې اړه په څرګند ډول غبرګون مخې ته نه دی راغلی؛ خو قطر ته د افغان سياسي جهتونو په نمايندګۍ د تللي هيئت وياند «نادر نادري» منلې چې په مجموع کې په طرزالعمل توافق شوی؛ خو مقدمه باندې يو څه نور بحث ته هم اړتيا ده.

داسې ښکاري چې کابل ته د مقابل جهت د مذاکراتي هيئت د مشر له سفر وروسته د کابل ادارې مشرانو ددغه توافق سره مخالفت ښودلی او يو ځل بيا غواړي، چې د سولې پروسې پر وړاندې یولړ خنډونه ايجاد کړي.

هغه مهال، چې په دوحه کې اسلامي امارت امريکا سره له افغانستان څخه د ټولو امريکايي ځواکونو د ايستلو توافقنامه لاسليک کړه، کابل ادارې او د دوی ډنډوره چیانو د ملت غولونې لپاره داسې اوازې خپرې کړې، چې ګواکي طالبان بهرنيانو سره تر توافق وروسته د داخلي بعد لپاره سياسي حل ته ژمنتيااو چمتوالی نه لري.

خو د بين الافغاني مذاکراتو پر طرزالعمل توافق، دغه ډول ګنګوسې درواغجنې اوبې اساسه ثابتې کړې او څرګنده يې کړه چې اسلامي امارت تر هر چا زيات هيواد ته د سولې راوستلو او دیوه سوچه اسلامي نظام قیام لپاره ژمنتيا لري.


ویـونـکی : مـولـوي مـحـمـد امـیـن حـیـدري
شــاعــر: بـدري تـکـل


*رادیو📻 صدای شریعت، نشرات امروز*
*دوشنبه 30 نومبر 2020 م*


*شــريــعت ږغ راډيـــو📻 د نـــن ورځې خــــپرونــه*
*دوشنبه 30 نومبر 2020 کـــال*


ورځنی حــــــــــديث مـــجاهـدين او نــاست خلګ نه دي سره برابـــر... بخــــاري


‏کله چې عروه بن محمد د يمن د والي په توګه هلته ولاړ نو خلک یې راټول کړل او ورته ئې وویل:
اې د يمن خلکو دا دي هغه څه چې زه ئې لرم (اوښ، توره او يو جلد قرآن)
که کومه ورځ تر دې له زيات څه سره له دې ځايه ولاړم نو پوه شئ چې غل يم
‏هغه ٢٠ کاله د يمن د والي په توګه خدمت وکړ، خو کله یې چې هغه ځاى پرېښودو له اوښ، تورې او يو جلد قرآن پرته نور څه یې نلرل.
تاریخ د مسلمانانو د مجد او عظمت دورې په ياد فخر کوي!!


ترکیه:
د فلسطینیانو د حقونو دفاع ته ژمن یو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي، هېواد یې له فلسطین سره اوږه په اوږه ولاړ دی او د فلسطینیانو د حقونو تحقق په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي. نوموړي زیاته کړې، دوی له ټولې اسلامي نړۍ سره خواخوږي لري خو فلسطین چې له هره اړخه ځپل شوی دی او له کلونو راهیسي د اسراییل له لوري ورسره ظلم کېږي دوی به یې هیڅکله یوازې پرې نه ږدي. اوغلو له فلسطیني وګړو سره د همغږۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې دغه راز ویلي، ترکیه به په هر حالت کې د فلسطینیانو ملاتړ ته دوام ورکړي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش بیا په فلسطین کې د اسراییل له لوري د انساني ضد کړنو له غندلو پرته ویلي چې له فلسطین سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.




غوړ خبر:
بادغیس کي د ۲۰۷ ظفر قول اردو د دریمي لواء رئیس ارکان ډګروال عبدالبصیر نورستانی د ګڼو شمېر عسکرو سره وژل سوی دی.👇

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

394

obunachilar
Kanal statistikasi