د ځوانانو لپاره !


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan


ځوانان څوک دي!؟
څه مسؤليتونه لري!؟
څنګه خپله ځواني وساتي!؟
څه بايد وکړي!؟
تر دې هم ګټور/أهم معلومات به زموږ له کانال څخه خپريږي؛ په دې هيله چې راسره و اوسۍ.

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


نيکمــــــــــــرغه لوى اختر مو مبارک شه!


له څه مودې وروسته يو ځل بيا ستا سو په خدمت کې يو!

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

الله تعالى دې وکړي چې ټول به روغ او جوړ ياست.


يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا قُوٓا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلٰٓئِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ اللَّهَ مَآ أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ

اې مؤمنانو! خپل ځانونه، خپل اولاد او كورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ چي د سون مواد به يې انسانان او تیږي وي؛ پر هغه به غوسه ناکي، سخت زړې پرښتې څارونکي وي، چي هیڅكله به د الله له حُكم څخه سر نه غړوي او هر امر چي ورته کیږي، هغه به په ځاى راوړي.
[سُوۡرَةُ التّحْریم : 6]


حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه وایي.

الله تعالی کبیره ګناهونه هم بخښي، ددې لپاره مه مایوسه کېږه او پر صغیره ګناهونو باندي سزاء هم درکوي، نو غافله کېږه مه.!

(الترغيب والترهيب للمُنذري)


ﻧﺒﻲ ﮐﺮﯾﻢ ﷺ ﻓﺮﻣﺎﯾﻠﻲ ﺩﻱ:
ﺍﻟﻠﻪ ﷻ ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ﻭﺧﺘﻪ ﺩ ﺑﻨﺪﻩ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﮐﻮﻱ،
تر څو ﭼې ﻫﻐﻪ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﻭﺭﻭﺭ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﮐﻮﻱ.
(ﺭﻭﺍﻩُ ﻣﺴﻠﻢ)


‏له والدینو سره احسان وکړئ، له إسلام او إیمان وروسته دا لوړې هستۍ دي، د هغوی په مخ کي به د اُف کلمه هم نه وایې او له کوره به یې هم نه باسئ.
‎#والدین


په نړۍ 🌍 کی ۳ ډوله خلک ژوند کوي!
1 پوره
2 نیم
3 هیڅ

1 پوره:
هغه خلک دی چی خپله هم عقل لري،
خو له بل سره هم مشوره کوي.

2 نیم:
هغه خلک دی چی خپله عقل لري،
خو له بل سره مشوره نه کوي.

3 هیڅ:
هغه خلک دی چې خپله هم عقل نه لري،
او چې بل څوک ورته مشوره ورکوي نو غوږ ورته نه ږدي.


څنګه کولی شو؛ تل مسلکي‌ چلند وکړو؟

هېڅکله د چا پر شخصياتو تبصره مه کوئ (نه مخامخ او نه یې هم تر شا) ... یعنې هېڅکله دا مه وایئ چې د فلانیانو رنګ، کالي، وزن، ښایست، دا او هغه داسې یا هغسې دي. له چا د کورني ژوند/واده/اولاد/تنخوا، قوم، توکم، مذهب او سیاست پوښتنې مه کوئ.

د خبرو پر وخت مخامخ د یو چا سترګو ته وګورئ، له نورو خلکو سره په یو یا یو نیم متره فاصله کې ودرېږئ/کښېنئ، له هر ډول فیزیکي تماس ډډه وکړئ (مه د چا پر اوږه لاس ږدئ او مه یې پر شا) په لوړ غږ مه غږېږئ، بې ځایه ټوکې مه کوئ او لاسونه مه تر شا نیسئ او مه یې سره موټی کوئ.


له ټولنیزو شبکو د ځان په ګټه کار واخلو؟ د خپلو ملګرو لست وګورئ، څوک چې ستاسې په نظر ستاسې په ګټه معلومات خپروي و یې ساتئ او هغه نور ټول لرې کړئ. یوازې هغه پاڼې خوښې کړئ چې د باور وړ دي، تاسې یې تر شا چلوونکي پېژنئ او له مطالبو یې ګټه کوئ. څومره چې لږ شمېر خو ښه کسان تعقیبوئ هغومره به مو ګټه ډېره وي ځکه د ټولو مطالب به ولیدلی شئ. ساینس وايي انسان تر 150 ډېرې ملګرتیاوې/ دوستۍ/ اړیکې نشي پاللی.

په دې ډول به مو ذهن راټول او انلاین تجربه به مو مثبته وي. ☘

#ووایه #ولوله #وهڅوه


ڪله چې بې سڪونه شوې،
نو د الله تعالیٰ څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړه، ځڪه همدغه ګناه ده
چې ستا زړه يې بې سڪونه ڪړی!


څوک چې اللهﷻ ته
وفادار نه وي
هغه له هیچاسره وفانشي کولئ
امام غزالي رحمه الله


د سهار د خوب دوه لوى تاوانونه!

که د سهار له لمانځه وروسته ويده سواست؛ نو د ورځې د کارونو مهال ويش به مو ګډوډ شي او بله مهمه لا دا چې راتلونکې شپې ته په ډير امکان نشۍ کولاى چې د تهجد لمونځ ادا کړۍ!

د ځوانانو لپاره!


کله چې د دې ماما څخه وپوښتل شو
چې تاسې ولې په تله کې د وزن د لاندې هم کاغذ ايښی دى ؟
ځواب يې ورکړ :
زه د وچ چاى پلورونکی يم د کاغذ نه يم ځکه مې د کاغذ په بدل کې په مخالف طرف کې کاغذ ايښې دى .
د مسلمان دکاندار او تاجر لپاره ښه نصيحت او عبرت دى .


ځوانان څوک دي!؟
څه مسؤليتونه لري!؟
څنګه خپله ځواني وساتي!؟
څه بايد وکړي!؟

تر دې هم ګټور/أهم معلومات به زموږ له کانال څخه خپريږي؛ په دې هيله چې راسره و اوسۍ.


السلام علیکم ورحمة الله وبركاته!

15 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

342

obunachilar
Kanal statistikasi