ښکلي مصرې
نـــعـــتـــیــــه کلام
دهـــــــجر اُور مـــــي پــه زړۀ بـل ده
جــانانه غــــــم ســــــــره دي مــل ده
زړۀ مـــي ســــــتازړۀ ســــــره ول ده
بي تا پرماهیڅ نه تیریګي داوختونه
اخ ګـــرانه ستـــــاغــم ده او زه یــــم
راغـــــلی تـــــنګ له ژونــــــدانه یـــم
درفسي زړۀ مي کړي نری نری دردونه
دیدن دي راکړه چـــــي نور ښــاد شم
دغــــــم زنـــــــــدان نه نور ازاد شم
همیشه غـواړم له الله ســتادیــدنـونه
له سپین تندي نه چـي دي ښکول کړم
له رقـــــــیبانـــــــو دي راخــــــپل کړم
جـانانه هله به بــیا وکـوي خــــوندونه
له ګل ښـــایــــسته خــــوږ لکه قــــنده
ْدرتــــه یــــم تـــیر له خــــپله ژونــــده
درنه پۀخجل کيدي سرۀاوسپین ګلونه
کسر👇
لکه مـجنون به لــیونی شــم درفسي له غـمه
ویصال دي راکړه،کنۍ مړبه شم له ډیره دمه
بې له تاهــــیڅ ســـکون مــــې نــــــشته
له سترګوجوړمې شول داُښکو سیلابونه
غــــــم دې دزغـــــــم نـــــدی جــــــانـانـه
په بـــیلتانه کي دې راپــاتي دې غـــمونه
دمــــــــینې لاس دې راتـــــه راکــــــــــړه،
یم دې عاشق رابانـــدې وکــــړه نــظرونه
له ډیـــــــره وخــــــته انـــــــتظار یـــــــم
په زړۀ پــــرهـار په زړۀ بــــــــیمار یــــــم
په زړۀ لـرم له ډیــره وخــته ارمـــانــونـه
کسر👇
نورمې درنیسۀخپله غیږۀکې جانانه زما
اخ درنه ځارشمه قربان ای قـدردانه زما
دغــــــم ســــــهني دغــــــمو شــــپې دي
ولاّ بیـــــــخي هــــــــیڅ نه تــــــــیریګي
سه وکړم خدایه ســــتابه وې امتحانونه
تــه پـــــه عـــــــــــرب زه پـه عــــجم کي
تــل مـــــــدام یـــــمه ســتاپه غم کې کي
داســتاپه تمه تـــــیرؤومۀ داوخـــــتونه
مال او دولـــــــــت مـــــې نـشتـه خدایه
دومـــره قــــــوت مــــې نشـــــته خدایه
دیــارترکلي پــــورې وکــــړمـۀ مــــزلونه
وس او تُــوان مـــــې نــــشته خـــــدایه
دورتــلو تُــوان مــې نــــشته خـــــــدایه
دمـدیني په خــــاوره کـیګدم قــــدمونه
ســـه وکــــــړم ســـــه کـــــولی نــــــشم
چـــاتـه هــــیڅ هــــــم ویــــلی نــــــشم
ربه پـوره مې کــړۀ دزړۀ ټول ارمـــانونه
مـــــین پـــــه تا نــه پـه بـل چــــــایــــم
ستــــا اُمـــــتي نه ده بل چـــــــــایــــــمُ
په ورځ محشر کې مې وکړه شفاعـتونه
دکــــــــوثـــــــــر غـــــــــاړۀ کې جـــانانه
چې هــــیرمــې نکــــړي په رب ګـــــرانه
راباندې نوش کړه دکوثرشیرین جـامونه
دهــــجر شـــــپه پــرمــــا ســــباکــــــړه
دفــــــقر شــــپه پــــرمـــاســـــبا کـــــړه
دمدیني کاروان سره وکـړم ســــــفرونه
داســـــي ښــــــکاري چــــې پاتــي یــمه
له خــــــــپل اشــــــــنانه لـــــــري یــــمه
په ژوندانه به خداي ګو وشي دیــدنونه
مــــــــین په تــا سیـــــــف الـــــــعمریــم
درتـــه هــم تـــــیرله مــــــال اوســـــریم
جوړمې کړۀخدایۀخراب شوي قسمتونه
دفــــیراقت شــــــیبه کــــــــړۀ خـــــــته
دجــــــدایي قـــــیصه کـــــــړۀ خـــــتمه
راباندي وکړۀ خــــدایه دغه احـــسانونه
سیــــــــــــف العمرکــــــندوزي وا یــــــم
ګـــرانه پـه حـــــــسن دي شیـــــــــدا یم
هـــمیشه لــیکم دې پــه مینه صـــفتونـه
کسر 👇
قبول کړۀ زماځارۍ سُــوالونه مدني جانانه
خیردی دیدن دې راته راکړۀ قریشي جانانه
https://t.me/+ZL1AthukKHo0YTJl