@ dan repost
نعت شريف
سترګي به مي خداي له ګناه وژغوري
خاوري چي رانجه ستا ده قدم واخلم
کـــله چـــي پرتــا درود ســـــلام وايـم
زړه لــره ســـکون په هــــغه دم واخـلم
مـــاعاصـــي بـــنده به الله ج وبخښي
هر قدم چـــي ستا په لاره سم واخلم
دا ناقرار زړه مي ســـتا وصـال غواړي
څـو پوري به کــار له دغه زغم واخلم
زړه نه مــــي بــلا غـــمونه لــري شــي
نـــوم چـــــي دی پر ژبه منظم واخلم
زمــا ده زړګـــي للمه به خــړوبه شــي
لاس کي چي يو جام اب زمزم واخلم
ذهن کي منحل مي سـتا يادونه سي
زه حقمل چــــي ګوتو کي قلم واخلم
محمدګل حقمل
سترګي به مي خداي له ګناه وژغوري
خاوري چي رانجه ستا ده قدم واخلم
کـــله چـــي پرتــا درود ســـــلام وايـم
زړه لــره ســـکون په هــــغه دم واخـلم
مـــاعاصـــي بـــنده به الله ج وبخښي
هر قدم چـــي ستا په لاره سم واخلم
دا ناقرار زړه مي ســـتا وصـال غواړي
څـو پوري به کــار له دغه زغم واخلم
زړه نه مــــي بــلا غـــمونه لــري شــي
نـــوم چـــــي دی پر ژبه منظم واخلم
زمــا ده زړګـــي للمه به خــړوبه شــي
لاس کي چي يو جام اب زمزم واخلم
ذهن کي منحل مي سـتا يادونه سي
زه حقمل چــــي ګوتو کي قلم واخلم
محمدګل حقمل