شاعرزبيرحقانې


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


حـسـن يوسـفـې درنـه پلـو واړاٶ
ماشاالله حبيـبه ته ډيرښکلى يې
په دي چینل کې راسره ګډون وکړي وخت پر وخت حماسي شعرونه نبوي نعتونه حمدشريف او دخوږو نعتخوانانو په زړه راښکونکو آوازونو ترانې واورئ
سـتاسو ورور زبيرحقانې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


🌹🌹🌹ـــــــــــــــــــــــــ🌹🌹🌹
لیسټ ته چینل داخیلي دو له پاره دلته رابطه وکړي👇
@starimanzal
د اسلامي چینلانو لیسټ
شاعر زبیر حقاني👇
https://t.me/QariZubairHaqani3
الشیخ رحیم الله حقاني👇
@Saqibmalanga
طالب بلال👇
@talibbilalnoori
اسلامي عقیدي ساتني👇
@qqggcc
ذبیح الله مجاهد👇
@FatehZwak3
مولوي عبدالصمدصمیم👇
@Msaruoncseruonc789
کندوز میډیا👇
@KunduzMedia
م کامل وفا👇
@kamelwafa
هدیت کتابتون👇
@Hedayataaa
د شاعرانو ادبي جونکړه👇
@Jonghara_211
حکمت الله👇
@mkhless
عبدالجمیل جرئت👇
@abduljamiljurat1
فکري مبارزه👇
@ahmed_bigzad
قاري عارف ساجد👇
@qariAhrifSagid
شیخ عبدالبصیرصاحب،دقرانکریم ترجمه👇
@QurankarimTA
شاعر بلال مهاجر👇
@BilalMahajar33
طالب العلم اکرام الله فاروقي👇
@faroqi177
شاعر عزیر👇
@qariAabidAzir
نعتخوان زاهد اشنا👇
@Zahid1181
اسلامي معلومات👇
@aslamimalomat
خوږي لیکني👇
@Qariasem
شاعر ضرار مسعود👇
@zararmasood
وکیل احمد متوکل👇
https://t.me/joinchat/SxiawxbPMGZ-CLn0
فکري روزنتون👇
@Raihanccc
مولوی ابومحمدامیـن محمدی صاحب بیانونه👇
@abohPS
رضوان الله بریال👇
https://t.me/joinchat/TLxL5iX_3l2G8hG2
مولوي صمیم مظهري👇
@Same0mazhri
وټساف لینکونه👇
https://t.me/+tsNvyd5F2VdiZjI0
شاعره حفصه حوراء👇
@SDFVZC
مولوي بشیر احمد احمدي👇
@bashirahmad_ahmadi
مشعل جان وردګ👇
@Mashaljanwrdg
شاعر شاکر اغا👇
@bashirahmadshakir
شاعر عزیر👇
@nayidullahahmad123
دخیال انځور👇
@Raihan40
هکیګ زده کړه👇
@hacking556
مخلص جانان👇
@Moklis7
وټساف ګروفو لنکونه2👇
@WhatsappLinks2
شاعر وقاد ملنګ👇
@wykadzabli
حمیم ملنګ تراني👇
@hamimsahib
عمر میډیا👇
@httpsOmarg
الهادي خپرونیون👇
@alhadim2
حافظ حسني مستغفر👇
@HafizHasani
قاري عادل عمار👇
@HabibiAbrat
قاري جواد هلمندي👇
@QariJawadHelmandi
شاعر غمکین تراني👇
@HimatJanan
شهید احمد چنار👇
@Taleb_Chain2_313
مولوي محمد یعقوب صاحب👇
@MYaqub313
دشاعرانوکور👇
@Homeoftenpoets
احمد ملنګ مهاجر👇
@Ahmadmahagar
شاعر رفیع الله فرهر👇
@ShaierRafiullahFarhar
شاهددردمند👇
@Shahiddrdmnd
شاعر سعادت مهاجر👇
@Sadamuhajir
د بریا راز👇
@Barya55
هیبت الله غزنوي تراني👇
@asariesae_heu789
مهاجر احمد ساپي👇
@AhmAd_SafI11
استاد محمد یاسر👇
@ustad_m_yasir
قافله👇
@Qafilah43
استاد خواجه مخلص👇
@ustad_m_mokhlis
استاداحمد ظاهر اسلمیار👇
@ustad_a_z_aslamyar
مولوي عبدالرحمن اخندزاده👇
@m_a_akhondzadah
فکري سنګر👇
@fekre_sangar
عبدالرازق سالم نعتونه👇
@abdolraziqsalimnatoona
شاعراحسان ژمن👇
@zhman1
شاعرانتظار ځلاند👇
@sGaMnb
م انس قریشی👇
@Qurishiwww
السالم سټوډیو👇
@Abdulraqsalim
شاعر عبدالجلیل👇
@AOMR303
حافظ زاهد حمیدي👇
@hafez_zahed_hamidy
بـدري ســتوري👇
@badristori1




(دبيلتون له درده)
ـــــــــــ دغزل شپه ــــــــــــ
مات شوم له هجره دي اتله, دبيلتون له درده
راشه چي مرم دزړه تسله, دبيلتون له درده

پرماپيرزو کړه لږ آرام ګوره سکون مي نشته
سلګۍکړه هيري رانه ګله, دبيلتون له درده

درپسي څارمه سحراکي بيابانونه ياره
په لوڅو پښو تڼاکو تله, دبيلتون له درده

دهجر داغ مي پرزړګي باندي قبضه راوړي
ستا ده غمونو له امله, دبيلتون له درده

بلي ډيوي مي دزړګي دهيلو مړي درپسي
راکړه وصال راشه بلبله, دبيلتون له درده

دياد سيلۍ دي يم زبير ډير کړولى ګوره
يم بي درمان راشه درمله, دبيلتون له درده

ليکوال, زبيرحقانې
ـــــــــــــــــــــــــــــــ


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

شمس وقمراخلي رڼاستاله رخصاره نبې
ستا دسپين مخ شغلي خوري په هرديېاره نبې

نعت ويونکى, محمدکاشف اتـــل
شاعرمحترم, زبـيرحقانې
#العصردترانو سترمرکز
https://t.me/alasarchannel


Alasar channel dan repost




/درپسي مات شومه/
ـــــــــــــــ دغزل شپه ـــــــــــــــ
سم درپسي مات شومه په زړه شيرينه ياره
يو ديوړه خوښي زمونږ له چم خوږه نِګاره'

اوس مي دزړګي دهيلو څلي نړيدلي دي
ستا دبيلتانه سختي سيلۍګله ځپلي دي
کاڼي يي په سترګو ښکلوم په څوڅو واره

کله چي رايادشي هرقدم نښي دي وڅارم
ډيرشمه ناهيلى ښه په چيغو چيغو وژاړم
ستا دقدم نښي وي پوښلي ګرد غباره

کله چي يي زه اوته شنه سيوري ته دمه شولو
ها دپوري غره دګودر غيږکي په قيصه شولو
اوس نه ها خوندونه شته او نه هغه چِناره

راغله آزادي خو تنده ماته پري دچا نشوه
ورکه ده بوراء دبلبل ختمه وويلا نشوه
نه وايي بلبل سندري ګل ده نو بهاره

مل راسره تل سوي آهونه دي ژړيږمه
ورک درپسي زما زبير خوبونه دي سوزيږمه
ځکه خو له درده درپسي ليکم اشعاره

ليکوال, زبېرحقانې
ــــــــــــــــــــــــــــــــ


(قريشې جانان)
ــــــــــ ص ــــــــــ
نصيب مي کړي يا ربه خوږ ديدار دمدينې
ورتلل غواړم ترکلي دسردار دمدينې

رانجه به کړم تري جوړ دقدم خاورئ ښکلومه
جارو به پر بڼو کړم هره لار دمدينې

دمشک عمبرخوشبو چي مي دزړه تل کي خوره شي
نو هله به مي زړه مومي قرار دمدينې

دي ډيرزيات بختورچي څوک يوځل هلته ورغلي
په دي دنيا جنت دى هر دييار دمدينې

رااوري پري انوار او رحمتونه له آسمان نه
مسکن مي دجانان دى ښکلى ښار دمدينې

دفن يي دي په غيږکي صحابه ددين ګلونه
نو ځکه په ګلونو ده سينګار دمدينې

چي کله يي زبيرپه خوږ وصال باندي سيراب شم
شي سترګي به مړي زماپه نِګار دمدينې

ليکوال... زبيرحقانې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


(صلى الله عليه وسلم)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
زړګى مي ليونى بس ستا وصال, ته تګى تګى
پتنګ په څيرلمبو ته تل خوشال, ده تګى تګى

روښانه دي له ستورو ستاله نوره ډکي سترګي
په خيال لاړشم داستاحسن جمال, ته تګى تګى

چي لمرشمس وقمرګوته په غاښ ورته حيران دى
الله درکړى حسن بي مثال, ده تګى تګى

مبداءالنبوت يې او هم خاتم الرسول يې
نوځکه خو يې ستورو سره سيال, ته تګى تګى

رانغښتي حکمتونه ستاپه واړه رسالو کي
ستاواړه طريقوکي لوړ کمال, ده تګى تګى

زبير دي دوصال تندي اخيستى يم حبيبه
دهيلو بڼ مي ستاپه عشق سمبال, ده تګى تګى

ليکوال... زبيرحقانې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ




(خپلواک افغانستان)

زرغون يي دښتي غرونه امنيت پکي حاکم دى
خپلواک افغانستان شو اِمارت پکي حاکم دى

نه ظلم نه وحشت شته او نه شور د مردکيو
ټغر داشغال ټول شو نورشوخلاص له بي امنيو
نه چور نه چپاول شته عدالت پکي حاکم دى

ښارونه مدرسي کلى کورونه دي په امن
نغمي دي بدرګي دښتي او غرونه دي په امن
شوڅرک دپاک سپيڅلي شريعت پکي حاکم دى

زخمونۍ رغيدلي ماذديګر ښکلا ښکلا دى
ليلا ورته رادرومي بر ګودر ښکلا ښکلا دى
ميلو ته ځي کوچيان پاک محبت پکي حاکم دى

مرغان اوبلبلان چي بي خطر کوي پروازه
په مينه بي له خوف چي لر اوبر کوي پروازه
دخداى شکر ګزار يو شفقت پکي حاکم دى

پرڅوکه دپامير او هندوکوش رپي ځلانده
سپين توغ محمدي په هسک شمشادباندي رپانده
پښتون که هزاره تاجک اخوت پکي حاکم دى

نور هم به ارتقاء مومي جنت جنت هيواد مو
ودان به شي سمسوربه شي دننګ غيرت بنيادمو
زبيره پاکو وينو برکت پکي حاکم دى

ليکوال, زبيرحقانې
ــــــــــــــــــــــــــــــــ


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
دزړه پـه تنـابـونـو مي پييلي سـتانـامـه ده
ترشاتو هم خوږه ده ډيره ښکلي ستانامه ده

نعت ويونکى, قاري عبدالبصيرصديقي
شاعرمحترم , زبـيرحقانې
#العصردترانو سترمرکز
https://t.me/alasarchannel


( غازي افغانستان )
ـــــــــــــــــــــــــــ
سر لوړى شو کنا، په هرميدان افغانستان
ګټلى يي دى جنګ له ټول جهان افغانستان

ټاټوبى دمحمود اواحمدشاه اوميرويس خان دى
ترګل سيني يي زارشم زمونږ روح اوزمونږ ځان دى
دا ځاله د زمرو ده قهرمان افغانستان

دظلم له ټغر او وحشتونو نه راپاڅيد
دتورو تورتمو بدرنګ مخونو نه راپاڅيد
په خپل اصلي بچيو شو ودان افغانستان

په غيږکي يي بلا بدي څهري چي کړلي خاورې
د واړه شياطينو يي نقشي چي کړلي خاورې
مات شوي يي په غيږکي فرعونيان افغانستان

چي دوى پري نازيدل سوپرطاقت مو هم ور مات کړ
ټانګونه الوتکي ستر قوت مو هم ور مات کړ
مختوري شول واپس له خراسان افغانستان

زرغون يي غرونه دښتي استقلال يي دى لمانځلى
سجدي کړي دغربي کافر زوال يي دى لمانځلى
د امن وريځ خوره يي پرآسمان افغانستان

جنت جنت هيواده اولسونه دي شول امن
ښارونه مدرسي کلى کورونه دي شول امن
زبيره برکاتي شهيدان افغانستان

ليکوال, زبيرحقانې
ــــــــــــــــــــــــــــــــ


زمونږ مشرانو ته
ـــــــــــــــــــــــــــ
په تصور کي لږ راونغاړه ګلان شهيدان
مشره هيرنکړي زمونږ ښکلي طالبان شهيدان

پرچم ددين يي غوښتل هسک په دنګ آسمان ورپي
دخداى قضاء وه شول مهمان دپاک سبحان شهيدان

چي يي دډرون ګزار ته خپلي سيني سپر نيولي
دهر غدار مخته ٶ کلک لکه سندان شهيدان

دخداى په عشق کي هراضمون ته يي لبيک ووايه
چي يي داور په څوکو يون ٶ فدايان شهيدان

دځان په غوښو يي وطن ته آزادي راوسته
اوس پکي نه وينم داستوري دآسمان شهيدان

نن په هرکورپاتي دحورو په څيرکونډي ګوره
څنګه به هيرکړي داګلونه دبوستان شهيدان

مشره ډيرپام کوه دااوس لوى امتحان دى پرمونږ
کړه يي پوښتنه په کورونو هرزمان شهيدان

زبيره خداى مه کړه محشرکي راته جوړپيغورشي
دتن په وينوى کړ آزاد افغانستان شهيدان

ليکوال, زبيرحقانې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيږي

بياڅرک دآزادۍ دى دپاى ټکى دا دجال دى
ختم اشغال دى ختم اشغال دى
ګټلى دي هيواده لـه نـړۍ نـه استقلال دى

ترانه ويونکى/ بـسم الله حيدي جان
شاعر محترم/ قاري زبـيرحقانې
#العصردترانو سترمرکز
https://t.me/alasarchannel


Alasar channel dan repost


(صلى الله عليه وسلم)
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
ډيوي دي کړي خوري ښکلى قانون, دي مونږله راووړ
چي کله راڅرګندشوي لوى بدلون, دي مونږله راووړ

پر سر دسپيدو څرک دسپين ايمان خوشبو خوره شوه
شوي ختمي جِهل شپي جنتي يون, دي مونږله راووړ

په ځان باندي دي وګالل بلا ډير تکليفونه
غاښونه شهيدان دي کړل سکون, دي مونږله راووړ

ويل په زنکدن کي دي چي امتي، امتي
په غم کي دامت ده عشق اضمون, دي مونږله راووړ

بلال ٶ پروت په شږو ستا دعشق خمار اخيستى
ژړيږي آذان نکړي واى بيلتون, دي مونږله راووړ

درودونه سلامونه دي په تا وي محترمه
پر زړونو دعشاقو سپين جنون, دي مونږله راووړ

زبير وايم چي کله به درځم د زړه' قراره
شافع مو په محشريي ستر سمون, دي مونږله راووړ

ليکوال... زبيرحقانې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


د خپلواکې پرګنې خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

نـوی خـوندور ترانه

کــــــســـــــر
په زړه کي ميلمني مي څو اسري دي له پخواء
دزړه پـه دايِـره کي مي پرتي دي له پخواء

آواز قاري هلالي آغا
شاعر/ محترم زبـيرحقانې

#خپلواکې نشرياتې_اداره
https://t.me/Khaplwakay_Parganii_media




(استغفرالله واتوب اليه)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حمدشريف

چي دزړونو بادچاه دى الله ذوالجلال
کۥل لائق دثناء دى, الله ذوالجلال

څمره ښکلى مخلوق يې پيداله قدرت
کاڼي بوټي اوبه دالله لوى نعمت
هرمخلوق پري ګوا, دى الله ذوالجلال

آسمانونه اوځمکي يې لري ښکلا
قِسم قِسم ښکلا وربښلي مولا
چي ماليک د دنيا, دى الله ذوالجلال

تري قربان شم اوبه هرموجود ته حيات
شپه او ورځ ثناخوان يې دي واړه کائنات
مهربان په هرچا, دى الله ذوالجلال

اِنْس او جِنْ يې چي خلق کړل په سر دحجاز
اِنْس لري بيا خپل رب ته ډير زيات امتياز
زمونږ معبود يک تنها, دى الله ذوالجلال

الوتونکي مرغان څمره ښکلي زيبا
په خپل ساز او سورود وايې الله' الله
لااله الاالله, دى الله ذوالجلال

داچي دومره مخلوق يې معلوم ده بيشک
په څو چنده نورهم شته چي نۍشي درک
لاشريک زمونږ مولا, دى الله ذوالجلال

اٙرِّحْمٙنۥالْرّٙحِيْم دى په دغي دنيا
ورځ په حشر زبيره بښونکى بادچا
خبردارله هرچا, دى الله ذوالجلال

ليکوال, زبيرحقانې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

228

obunachilar
Kanal statistikasi