اټلانټا (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱) : د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان د پخواني حکومت سل چورلکې او جنګي الوتکې ښايي د یوکراییني ځواکونو لاس ته ورشي.
افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان مخکيني حکومت له سقوط وروسته افغان امنیتي ځواکونو اړوند کسانو لسګونه چورلکې او الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته بیولې دي.
نوموړی زیاتوي، د افغان هوایي ځواک پیلوټانو نږدې ((۶۰ الوتکې او چورلکې)) تاجکستان او دغه راز نږدې (( ۴۰ یا پنځوس چورلکې او الوتکې)) یې ازبکستان ته لېږدولې دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي دا وضاحت نه دی کړی چې ولې دا اندېښنه ورته پيدا شوې، او څنګه شونې ده چې د افغانستان جنګي وسایل دې د یوکرایین پوځ لاس ته ورشي.
#اغاماما_كندهاري
#تليگـرام_چيـنل
t.me/Qoranikandahari