په قطر کې د امريکايانو او طالبانو تر منځ کېدونکې سبانۍ غونډې ته هيلې او اميدونه!!!
https://wp.me/p8XUyy-i2Eليکوال: څارګر احمدزی
ټاکل شوې چې سبا د دوشنبې ورځ يو ځل بيا د امريکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو په تړاو غونډه پيل شي په داسې حال کې چې کوربه توب به يې د قطر په نوم عربي هېواد کوي.
له دې مخکې هم په همدې هېواد کې د همدغو ښکېلو خواوو تر منځ ورته غونډې تر سره شوې وې، که څه هم هغو غونډو ته د افغانانو بلا هيلې او اميدونه وو تر څو طالبان او امریکايان يوې داسې موافقې ته ورسېږي چې د افغانانو په ګټه وي او نور د افغانستان اوږده او بې پايانه جګړه ختمه شي تر څو افغانان يو ځل بيا په يوه اتفاقي ټغر سره په کېني او پاتې ژوند په امن، ازادۍ، سوکالۍ او د اسلامي نظام تر سيوري لاندې تېر کړي.
خو بيا هم تېرې غونډې يوازې د دې لپاره وې تر ښکيلې خواوې خپلې غوښتنې تر خپل منځ يو بل ته مطرح کړي.
مګر دا ځل د سبانۍ غونډې لپاره له هغو نورو غونډو څخه افغانان زيات هيله من دي او دا ځکه چې دا غونډه کېدی شي پرېکنده غونډه وي او يا هم که چېرې دواړه لوري موافقې ته سره ورسېږي نو دغو موافقاتو ته عملي جامه هم ورواغوندي.
دې غونډې ته ځکه د خلکو اميدونه زیات دي چې امریکا هم د مذاکراتو لپاره په خپل پلاوي کې ځينې تغيرات لا وار له مخه راوستل، همداشان طالبانو هم د مذاکراتو په پلاوي کې نيمه رهبري شوری شامله کړه او دا د دې لپاره چې له دواړو لوريو څخه د مذاکراتو له هيئتونو سره بشپړ او پوره واک وي.
سبانۍ غونډې ته خلک له دې وجې هم په تمه دي چې شايد دا غونډه د ويناوو تر څنګ د عمل جنبه هم ولري، که څه هم تېرې غونډې يوازې ويناوې وې.
د دې تر څنګ دا غونډه په دې هم مهمه ده چې ګډونکوونکي دواړه پلاوي د هرې فيصلې او پرېکړې د کولو لپاره له بشپړ واک او اختيار سره په غونډه کې ګډون کوي، يعنې دواړه پلاوي به هر دول واک څخه برخمن وي. او هره فيصله به د خپلې ډلې او خپلو هېوادونو په نماينده ګۍ کوي.
دا چې په افغانستان کې تقريباً د خلقيانو او کمونستانو له واک ته رسېدو څخه راپدې خوا نو بیا امن او سکون نه دی راغلی نو د دې غونډې لپاره د هيله منتوب يو لامل دا هم دی چې دا به د افغانستان په تاريخه کې تر ټولو مهمه ځکه وي چې کېدای شي د راتلونکي پُر امنه، ازاد، په اسلامي نظام سمبال او خپلواک افغانستان بنسټ پکې کېښودل شي. او دغه تاريخي اوږده جنګ ته پکې د پای ټکی کېښودل شي.
په دې غونډه کې چې طالبان کوم بری حاصلوي، دا به له هغه بري نه، چې د اوو ګوندونو او حزبونو مجاهدينو د روسانو پر وړاندې حاصلولو؛ مهم او ډېر هيله بښونکی ځکه وي چې دلته د افغانستان حقيقي نماينده ګي يوازې يوه ډله، يو ګوند او يو قوت کوي چې هغه طالبان دي. مګر په هغه وخت کې د افغانستان نماينده ګي اوو رهبرانو کوله. ځکه نو افغانان ورته تر بل هر وخت زيات هيله مند دي.
دا غونډه ځکه هيله بښونکې ده چې که د افغانستان تېر تاريخ ته ځير شو نو د انګرېزانو له يرغلونو څخه تر اوس وخته داسې کوم واکمن نه دی تېر شوی چې افغانستان يې د بهرنيو له هر ډول لاسوهنو څخه ازاد او خپلواک ساتلی وي، خو په دې غونډه کې د افغانستان نماينده ګان (طالبان) داسې يو ځواک دی چې کولی شي افغانستان د الله ج په مرسته له هر ډول ناخوالو څخه ازاد او پاک وساتي.
دې غونډې ته خلک له دې امله هم خوشبين او کوي چې طالبانو چې د دې غونډو او مذاکراتو لپاره کوم پلاوی ټاکلی، ډېر بااهميته، جرار او جرئت مند خلک په کې دي چې ټوله نړۍ يې کارنامو، سياست او دليل او استدلال ته ګوته په غاښ ده، نو هېوادوال هم د طالبانو پر دې پلاوي د دوی ټوله واکمني او نظام قياس کوي او وايي چې ريښتيا هم طالبان د افغانستان د واکمنۍ ريښتينې وړتيا لري.