په ووړو کې يې لا هم شګه شته!!
څارګر احمدزی
د جغرافيوي قوانينو برابر هر هېواد خپل شا او خوا نور ګاونډي هېوادونه لري، چې د دوی دواړو شتون، روابط، يو د بل متقابل احترام، د يوه او بل د معنوياتو درناوی او هر څه يې ددوو ګاونډيو کورنو په حيث وي…
دغه افغانستان هم دی چې د جغرافيوي اصولو مطابق ګاونډيان لري، دغه ګاونډيان د شمال لوري ته تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان دي، د لوېديځ لوري ته اېران دی د شرق يا او جنوب لوري ته يې پاکستان دی او د شمال ختيځ لور ته په يوه څنډه کې له چين سره هم ګاونډيتوب لري…
مګر د افغانستان په اړه بيا د ګاونډيو قضاوت بل ډول دی… که چېرته افغانستان چور شوی دی نو په دې چور او تالان کې هر يوه ګاونډي خپله حصه درلودلې ده، دمثال په ډول په تېر انقلاب کې چې کله روسان ووتل او شرمنده مات شول نو ګاونډيو ته پکار دا وه چې د افغانستان خلک يې په يوه ټغر سره راټول کړي وای او د يوه داسې نظام بنسټ يې ورته ايښی وای چې تر اوسه او تر قيامته پورې برقرار وای خو داسې ونه شول بلکې د افغانستان جغرافيوي ګاونډيو خپل شيطاني او لنډمهالی فکر د دائمي او خير تر فکره ړومبی کړ او د افغانستان د هغو ظالمانو جنګسالارانو او پاټکيانو ملاتړ يې اعلان کړ چې هره ورځ به يې سلګونه بې ګناه افغانان د خپلو شومو اهدافو د همدغو هېوادونو په وينا وژل…
د افغانستان په چور او تالان کې يې خپله فيصدي لرله، خو دا چې متل دی د وچو له کبله لانده هم سوځي نو د افغانستان په دغه دائمي اور کې اوس دوی هم سوځي….
چا چې امریکايانو ته د زړه له اخلاصه اډې ورکړي دي اوس له اقتصادي رکود اونا امنۍ داسې سر ټکوي چې چيغې يې ټولې نړۍ ته ورسېدې، هغه وخت يې که يوازې د امريکايي ډالرو او امریکا د خوشحالولو لپاره امریکا ته اډې ورکړې، خو اوس د امریکا له شتون څخه تر افغانانو دوی ډېر په تنګ دي او همدا نعرې وهي چې دامریکا شتون په سيمه کې خطرناک دی…
پخوا به يې د ترهګرۍ ضد د امریکا جګړه روا جګړه بلله او هڅه به يې کوله چې په افغانستان کې دامريکا هرې ناروا ته روا ووايي خو اوس پخپله پوه شول چې دامريکا يارانه دنيمې شپې يارانه ده نو اوس يې د امريکا په خلاف غږ پورته کړ چې ګواکې دامريکا سيمه اييز شتون او دامريکا روانه کړې جګړه ناروا جګړه او د ترهګرۍ جګړه نه بلکې امريکا خپله ترهګريز اعمال تر سره کوي…
خو په وروستيو کې له کابل ادارې سره د ځينو هېوادونو د پوځي مشرانو او نورو پټې ليدنې ښيي چې د ګاونډيو په ووړو کې اوس هم شګې شته او د افغانستان د سولې په بهير کې لا هم دوی صداقت نه لري بلکې په اوبو کې خپل ماهيان نيسي…
اوس هم دوی که هر څه خيال لري خو افغانستان به ان شاء الله حقيقي مالکانو ته سپارل کيږي او هيڅ وخت به بيا دغدارانو لاسونو ته نه لوېږي…
او ګاونډيان دې په دې تمه هم نه کيږي چې ګواکې هغه تړونونه به افغان ملت ته د منلو وړ وي، کوم چې يې په تېرو نولسو کلونو کې له کابل ادارې سره تر سره کړي دي او هغه امتيازات چې په تېرو نولسو کلونو کې يې له يادې ادارې څخه تر لاسه کړي دي نو ايئنده کې بيا داسې تمه نه کوي بلکې دا تړونونه او هر څه به هم لغوه کيږي…
ځکه چې کابل اداره د امريکا په لاس جوړه شوې اداره وه او هيڅکله خپلواکه نه وه.
#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News