🔴⛓ د ژوند مازدیګری ⛓🔴


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


دتازه پر وخت موثقو او دقیقو خبرو مقالو تبصرو څیړنو شننو لپاره راسره پاته شی.
نه له چا سره تړاوو لرو او نه په چا پوري محدود یو، د کومي ډلي یا تنظیم استازیتوب نه کوو
هدف مو ستاسو خبرول دي له تازه پیښو نه
#العشاء_خبري_څانګه

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


څېړنه: چین بغیر له کوم جرمه ایغوري مسلمانان محاکمه کوي

عاصم / کابل ټکی کام



د دویچه ویله په نام یو تحقیقي راپور کې راغلي چې د چین شینجیانګ ولایت په کمپونو کې له یو میلیون څخه ډیر ایغوري مسلمانان ساتل کیږي او دوی بې جرمه د چین د حکومت له لوري محاکمه کیږي.

په چین کې په اصطلاح د «روزنې په مرکزونو کې» چې زندانونو ته ورته کمپونه دي، په ورځني ډول ګڼ شمیر زنداني شوي ایغوري مسلمانان په دوامداره توګه تر ځورونې لاندې دي او هره شیبه یې یوه بد خوب ته ورته ده.

دلته زنداني شوي ایغوریان اړ دي چې په اجباري توګه په دوامداره توګه د ژبې او د بیا اصلاح کیدو اړوند درسونه تعقیب کړي.

له دوی څخه زیاتره یې اساسي سهولتونو ته لاس رسی نه لري او پر کوچنیو چوکیو ناست وي. په ځینو نورو ودانیو کې بیا ساتل کیدونکي ایغوریان د اوږدې مودې له پاره په اجباري ډول د چین د ولسمشر شي جين پینګ د ستاینې تلویزیوني پروپاګند پروګرامونه ګوري.

په دې ځایونو کې د ډیرې کمې مودې له پاره بې کاره پاته کیدل او یا له یو بل سره په غوږ کې خبرې کول، سختې او عاجلې جزاګانې لري.

د چین له دغو کمپونو څخه آزاد شوي یو شمیر ایغوریان وايي چې په دغو کمپونو کې یوه ورځ له نورو څخه ډیره متفاوته وه او هغه داسې چې دوی ته یوه ورځ د سرغړونو یو لست ورکړل شو او دوی اړ وو چې له دې لست څخه خپله سرغړونه په خپله انتخاب کړي.

په پایله کې، په بند کې ساتل کیدونکي ایغوریان اړ وو چې داسې جرمونه انتخاب کړي چې اصلاً دوی نه دي ترسره کړي او له کبله یې د میاشتو له پاره زنداني شوي دي.

دوی همدا راز ویلي چې هغه مهال چې دوی د چینايي چارواکو له لوري نیول کیږي، دوی ته د نیول کیدو د علت په هکله هم څه نه ویل کیږي.

وروسته له دې چې دوی له ورکړل شوي لست څخه خپل جرم انتخاب کړي، بیا نو د یوې داسې محکمې نوبت وي چې جرم یې نه وي ترسره شوی.

په دغو محکمو کې محاکمه کیدونکي کسان د وکیل قانوني حق نه لري او دوی د محکمې په ترڅ کې له شواهدو پرته مجرم پیژندل کیږي او یا هم محکمه یې بل پړاو ته داخلیږي.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


د لوی الله یوه پېرزوینه ګڼي او هیله‌مند دي چې ددې سولې په ترڅ کې به یو ځل بیا اسلامي نړۍ خپل له لاسه وتلی دیني او سیاسي مقام او ځای ځایګی ترلاسه او افغانستان به د اسلامي نړۍ په سیاسي مرکزیت باندې بدل شي، او خواره واره اسلامي ملتونه به پر ځان باندې راچاپېره کړي او په نړیوال ډګر کې به په مسلمانانو حساب کتاب وشي!!

راځم د سولې ټنګښت ته؛ هېره دې نه وي چې یوې تلپاتې او سراسري سولې ته رسېدل یوازې او یوازې د سیاسي قربانۍ دې ورکړې په صورت کې شوني دي. نو پر دې بنسټ د افغانستان په قضیه کې په ټولو ذیدخلو لورو باندې لازمه ده چې په یوه محسوسه اندازه او سلنه د سولې د بهیر د ګړندي کولو لپاره سیاسي قربانۍ ته چمتو شي او په خپلو دریځونو کې د پام وړ نرمښت او تېرېدنه په پام کې ونیسي!

هغه داسې چې لومړی اصلي اړخ؛ چې د امریکا متحده ایالات دي، د یرغل دوام ته د پای ټکی کېږدي. افغانان د خپلې خوښې وړ سیاسي نظام  راوستلو او ټاکلو ته پرېږدي، لکه څرنګه چې دا د هر ملت یو مسلم حق دی. او د نړیوالو اصولو په رعایتولو سره د علاقمندۍ په صورت کې، د دېپلماتیکو لارو چارو په رڼا کې د افغانستان په بیاروغونه کې مرسته وکړي.

دویم اصلي اړخ؛ چې د طالبانو اسلامي تحریک دی، د افغانستان موجوده دولت سره خبرو اترو ته چمتووالی وښایي او د یرغل د عامل د نشتون په صورت کې د یرغل معلول تر خپلو حملو لاندې ونه نیسي. او دا معقوله هم نه ده چې د عامل د نشتون په صورت کې په معلول باندې پړه واچول شي! ځکه کله چې عامل فوت شي نو معلول په صورت اولی سره فوت کېږي. د یرغلګرو د وتلو له دې فرصت څخه ګټه واخلي او له خپلو مسلمانانو او افغانانو وروڼو سه په یوه ټغر راټول او د ټول ملت په خوښه اسلامي نظام رامنځته او پرې سلا مشوره وکړي.

دریم فرعي اړخ؛ چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی، د حکومت په د ننه کې د واک پر سر ټېله تمبه پرېږدي او د یوه متعهد پوشالي دولت په بڼه د خپل سیاسي استازي( د امریکا متحده ایالات) پرېکړو ته په احترام سره د هوکړه‌لیک سره سم د بندیانو دې خوشي کولو په مسئله کې له تعلل کولو څخه ډډه وکړي، تر څو د سولې او اوربند لپاره یو مناسب بستر چمتو شي.

کله چې درې واړه لوري تر یوې کچې له خپل خره راښکته شي نو د سولې د پروسې لپاره د کتلست په توګه اغېزمن ثابتېدلای شي او د افغانستان څلوېښت کلنې غمیزې ته د پای ټکی اېښودل کېدای شي. ان شاءالله العزیز

نورالرحمن آدین

د ۱۳۹۹لمریز کال د وري میاشتې پنځمه نېټه

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


د شرم کاسې!!

محمود / کابل ټکی کام


د واک پر ګدۍ د پاتې کېدو په موخه، سړی دې حد ته ورنږدې کېږي چې ان د خلکو په وینو لوبې کول او په لویه کچه د پردیو زامنو قرباني کول ورته سیاست، عدالت او ملي ګټې ښکاري.

خو داسې نه ده! بلکې یوازې او یوازې حقیقت دا دی چې په هېواد کې د سیاسي مبارزې لپاره زموږ اخلاف د اسلافو له بدنامو لارو چارو څخه ړندې پېښې( تقلید) کوي، یوازې په دومره توپیر چې زموږ سیاسي اسلافو به د سیاسي ځواک او قدرت د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوله چې په مستقیم ډول، خپل سیاسي حریف او سیال تر فزیکي برید لاندې راولي، او ډېر کله به یې خپل سیال د لیدلو له لوی نعمت څخه بې‌‌برخه کاوه( ړونداوه به یې)، یا به یې له تن په تن مبارزې وروسته له سیاسي او حیاتي دایرې څخه د مرګ کندې ته ورټېل واهه او د تل لپاره به یې خپل دې لارې خنډ او سیاسي تربور له نړۍ څخه محوه کاوه. چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې دې چارې ته تاریخ‌لیکونکو او تاریخ خوښوونکو په بده سترګه کتل او دا یې د سیاست او سیاسي قدرت ته دې رسېدو یوه ډېره بدمرغه تګلاره ګڼله، او په تاریخ کې یې ورته دې ورورو وژونکو بدنام لقب ورپه غاړه کړی دی.

ولې که له ټولنیزه اړخه دې موضوع ته ځیر شو، او پر شخصي( فردي ) ګټو، ټولییزو( جمعي) ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي، نو سیاسي قدرت ته د رسېدو لپاره تر ننني ټول‌زیان‌اړوونکې تګلارې څخه همغه د ښکر په ښکر کېدو او تن په تن مبارزې تګلاره، تر ټولو غوره او مؤثره تګلاره ده. ځکه چې په تن په تن مبارزه کې یوازې د پېښې څښتنان زیان مومي او ددې زیان ډپ د ټولنې نورو غړو ته تر ډېره بریده نه رسېږي. په داسې حال کې چې په نننۍ سیاسي تګلاره کې د قدرت تږي سیاسون او واک چلوونکي له بېوزلو خلکو څخه د هغوی له اړتیاوو څخه د ناسالمې ګټې اخیستنې په ترڅ کې، هغوی د مرګ کندې ته ورټېل وهي. په داسې حال کې چې ددې بېوزلو خلکو ترمنځ هېڅ ډول جګړیزه بانه او تربګني شتون نه لري، یواځې او یواځې د دوی اقتصادي او لومړنۍ اړتیاووې دي چې دوه خواږه وروڼه د فلاني خان او بیستاني خان تر بیرغونو لاندې یو د بل په وړاندې سنګر نیولو ته اړ باسي، او د دوی د سیاسي خوب د ريښتیا کولو لپاره تر اخرینۍ مرمۍ جګړې ته دوام ورکوي او وینې یې د دوی عالي جنابانو د ژرندې څرخونه ګرځوي او د مېوه یې دا عالي جنابان په خپلو (د زړه ټوټه) بچیانو په پرمختللو اروپایي هېوادونو کې خوري او بس!

وړاندې نه ځم؛ دا مې تر دې وویل چې نن ورځ په هېواد کې دوو سیاسي حریفانو( اشرف غني او عبدالله) د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو لپاره له دویمې تګلارې( د پردیو زامنو له اړتیاوو د ناسالمې ګټې اخیستنې) څخه په ګټه اخیستنه سره د ټولنې بېوزله او اصیل بچي یو د بل پر وړاندې ګوته په ماشه کړي دي، نږدې ده چې ډیری وطنوال مو د خپل سیاسی ایډیال یا تنخوا ورکوونکي لپاره خپل مقابل لوری تر مرګوني برید لاندې راولي! او هر یو خپل ځان پر حقه ګڼي، دا ځکه چې دواړو ښاغلو قسمونه وخوړول چې وطن به د ارام ساه اخیستلو ته نه پرېږدي، خو خدای خبر چې په دې قسم خوړلي قران باندې دوی تر کومه بریده ایمان او باور لري؟!

په هر حال؛ اصیل او مسلمان ملت ته باید وریاد کړل شي، چې د خپل مسلمان ورور په وړاندې جګړه ګټونکی نه لري، ولو که په ظاهر کې یو اړخ بریالیتوب هم ترلاسه کړي بیا هم خاسر او زیانمن دی، ځکه چې د اخرت دردونکې سزا یې په انتظار کې ده!

ښه به وي که چېرې دا دواړې د شرم کاسې( غني او عبدالله) او په واک او ځواک مینان د دوی سیاسي ابه‌خېلو( خلیلزاد+پمپیو) ته پرېږدئ! ځکه که هغوی ورته ووایي چې ځانونه سیند ته وغورځوئ، نو باور وکړئ چې دا کار به په داسې حال کې کوي، چې په یوه سترګه به خاندي او په بله به ژاړي. سرې کرښې به یې په ژېړو کرښو او شنو کرښو ته تقرب وکړي، او د خپلواک‌توب دعوه به یې د سلګونو نورو کاذبو ادعاوو په څېر ټول ملت او نړۍ ته دروغجنه ثابته شي.

همدوی دواړه وو چې د سولې په هواره لاره کې یې د غرونو پشان لوی خنډونه رامنځته کړل، اتلس کلنې بې‌ننګۍ یې خپلې سرې کرښې وګڼلې او د اسلام ضد کړنو ته یې د ارزښتونو نوم ورکړ او د ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو په بې‌باکانه تر پښو لاندې کولو سره یې د سولې پروسه چې د ځورېدلی ملت یوازینۍ او د لومړیتوب وړ مسئله وه، په ټول ځواک سره سبوتاژ او په لوی لاس یې د هغې د ناکامۍ هلې‌ځلې وکړې او  کوي یې.

خو مالک رب د خپلو ځورېدولو بنده‌ګانو دعاګانې په خپل پراخ دربار کې قبولې کړې، د سولې ستونزمن او ناندریز پړاوونه تر اوږدو خبرو او مرکو وروسته د بریا منزل ته ورسېدل. د نړیوال ابر ځواک دولت او د عقیدې په بډای خو د خاورینو څېرو او کورو، په ټوک لوی شوي او سم له واره جوړ شوي قدرت، تر منځ د هغوی د یرغل د پای ته رسېدو( غیر مستقیمه او ابرومندانه ماته) او دوی ته دې دوی په خوښه د اسلامي نظام د جوړولو سلب شوي حق بېرته سپارولو( ابرومندانه کامیابي او فتحه) سره هوکړه وشوه.

ټول ملت دا


بدخشان کې ۷ تنه دولتي عسکر طالبانو سره يوځای شوي

احسان تکل / کابل ټکی کام


د طالبانو د خبر له مخې نن يو ځل بيا د بدخشان ولايت په دريو ولسواليو: (کوف، ارګو او ارغنجخواه) کې اووه تنه عسکرو وظيفې پريښي او طالبانو سره يو ځای شوي.

په دې هکله د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: “د بدخشان ولایت کوف، ارګو او ارغنجخواه ولسوالیو په مربوطاتوکې د کابل ادارې ۷ تنه عسکر او پولیس (عبدالودود، عبدالغفار، قربان، عزیزالرحمان، فریدون،عتیق الله او یو بل عسکر) د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.”

بايد وويل شي، چې ياد عسکر داسې مهال د کابل ادارې له ليکو راوځي، چې قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر سر له توافق وروسته نږدې هره ورځ ګڼ شمېر دولتي کارمندان خپلې دندې پريږدي او طالبانو سره يوځای کيږي.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


په ووړو کې يې لا هم شګه شته!!

څارګر احمدزی


د جغرافيوي قوانينو برابر هر هېواد خپل شا او خوا نور ګاونډي هېوادونه لري، چې د دوی دواړو شتون، روابط، يو د بل متقابل احترام، د يوه او بل د معنوياتو درناوی او هر څه يې ددوو ګاونډيو کورنو په حيث وي…

دغه افغانستان هم دی چې د جغرافيوي اصولو مطابق ګاونډيان لري، دغه ګاونډيان د شمال لوري ته تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان دي، د لوېديځ لوري ته اېران دی د شرق يا او جنوب لوري ته يې پاکستان دی او د شمال ختيځ لور ته په يوه څنډه کې له چين سره هم ګاونډيتوب لري…

مګر د افغانستان په اړه بيا د ګاونډيو قضاوت بل ډول دی…  که چېرته افغانستان چور شوی دی نو په دې چور او تالان کې هر يوه ګاونډي خپله حصه درلودلې ده، دمثال په ډول په تېر انقلاب کې چې کله روسان ووتل او شرمنده مات شول نو ګاونډيو ته پکار دا وه چې د افغانستان خلک يې په يوه ټغر سره راټول کړي وای او د يوه داسې نظام بنسټ يې ورته ايښی وای چې تر اوسه او تر قيامته پورې برقرار وای خو داسې ونه شول بلکې د افغانستان جغرافيوي ګاونډيو خپل شيطاني او لنډمهالی فکر د دائمي او خير تر فکره ړومبی کړ او د افغانستان د هغو ظالمانو جنګسالارانو او پاټکيانو ملاتړ يې اعلان کړ چې هره ورځ به يې سلګونه بې ګناه افغانان د خپلو شومو اهدافو د همدغو هېوادونو په وينا وژل…

د افغانستان په چور او تالان کې يې خپله فيصدي لرله، خو دا چې متل دی د وچو له کبله لانده هم سوځي نو د افغانستان په دغه دائمي اور کې اوس دوی هم سوځي….

چا چې امریکايانو ته د زړه له اخلاصه اډې ورکړي دي اوس له اقتصادي رکود اونا امنۍ داسې سر ټکوي چې چيغې يې ټولې نړۍ ته ورسېدې، هغه وخت يې که يوازې د امريکايي ډالرو او امریکا د خوشحالولو لپاره امریکا ته اډې ورکړې، خو اوس د امریکا له شتون څخه تر افغانانو دوی ډېر په تنګ دي او همدا نعرې وهي چې دامریکا شتون په سيمه کې خطرناک دی…

پخوا به يې د ترهګرۍ ضد د امریکا جګړه روا جګړه بلله او هڅه به يې کوله چې په افغانستان کې دامريکا هرې ناروا ته روا ووايي خو اوس پخپله پوه شول چې دامريکا يارانه دنيمې شپې يارانه ده نو اوس يې د امريکا په خلاف غږ پورته کړ چې ګواکې دامريکا سيمه اييز شتون او دامريکا  روانه کړې جګړه ناروا جګړه او د ترهګرۍ جګړه نه بلکې امريکا خپله ترهګريز اعمال تر سره کوي…

خو په وروستيو کې له کابل ادارې سره د ځينو هېوادونو د پوځي مشرانو او نورو پټې ليدنې ښيي چې د ګاونډيو په ووړو کې اوس هم شګې شته او د افغانستان د سولې په بهير کې لا هم دوی صداقت نه لري بلکې په اوبو کې خپل ماهيان نيسي…

اوس هم دوی که هر څه خيال لري خو افغانستان به ان شاء الله حقيقي مالکانو ته سپارل کيږي او هيڅ وخت به بيا دغدارانو لاسونو ته نه لوېږي…

او ګاونډيان دې په دې تمه هم نه کيږي چې ګواکې هغه تړونونه به افغان ملت ته د منلو وړ وي، کوم چې يې په تېرو نولسو کلونو کې له کابل ادارې سره تر سره کړي دي او هغه امتيازات چې په تېرو نولسو کلونو کې يې له يادې ادارې څخه تر لاسه کړي دي نو ايئنده کې بيا داسې تمه نه کوي بلکې دا تړونونه او هر څه به هم لغوه کيږي…

ځکه چې کابل اداره د امريکا په لاس جوړه شوې اداره وه او هيڅکله خپلواکه نه وه.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


جعلي اتل!!

ډاکټر یوسف اکبري


شورويانو په افغانستان کې خپله ماتې ومنله، کمونيزم ناکام شو، آن تر دې چې خپله په شوروي کې د يو توتاليتر يکگوندي سياست پر ځای ددې ماتې په درشل کې و گلاسنوست او پرسترويکا ته مجبور  شول، په شوروي کې د يو مودې د پاره حتی کمونيزم ممنوع شو.

په افغانستان کې کمونستان دوه ډلې وو، خلقیان، د نورمامد ترکي او حفيظ الله امين ډله او پرچميان، چې د مير اکبر خيبر او ببرک کارمل ډله وه.

خلقيان او  پرچميان هيڅکله سره جوړ نه وو، مگر په افراطيت او فعاليت کې يې فرق زيات وو.

خلقيان معمولآ غريبه طبقه وه او کوشش يې کاوه چې غريبان، بزگر او بې سواد خلک په افراطي وعدو غلط او د ځان ملگري کړي.

 خو پرچميان معولآ اشرفي خلک وه، کوشش يې د اشرفيانو او باتعليمه خلکو جلبول وو. مگر د مرکزي نظام په وړاندې د خلق او پرچم دريځ مشترک وو، هغه دا چې هغه ملي مرکزي نظام نابود کړي او په عوض يې يو تکگوندي کمونست نظام جوړ کړي.

دا نظام هيڅکله د ملت ملاتړ نه درلود او د شوروي و يرغلگری اردو ته محتاج شول، کرملين د دې نظام چېره هم بدله کړه، خلق يې د دولتي قدرت څخه محروم او د دولت واگي يې و پرچميانو ته وسپارل.

 جهاد نور هم ټينگ شو او نړيوالې ټولني شوروي تحريم کړ.

 شوروي په افغانستان کي خپل ضعيفه اقتصاد نور هم ضعيف کړ، تقريبآ ۲۵۰۰۰ سرتيري يې هلته مردار شول او ۵۰۰۰۰ نور يې معيوب شول.

نه ماتېدونکی جهاد، د مځکي وهل شوی اقتصاد او نړيوالو تحريمونو په گډه شوروي پر گونډو کړ، شوروي خپله ماتي ومنل  او تصميم يې ونيو چي خپل کنډوکپره اردو د افغانستان څخه وباسي. د دې کار د ممکنولو د پاره يې د خاد مشهور ادمکش رئيس نجيب وټاکه او توصيه يې ورته وکړه چي هغه بايد د مجاهدينو سره جوړه وکړي چي و شوروي ته د وتلو بهانه جوړه شي.

نجيب چي د لکونو بې گناه افغانانو قاتل وو و نه توانېدو چي ملي روغه جوړه وکړي. دليل يې دا وو چي جنايات يې ډېر کړي وه، د قدرت څخه نه ليري کېدو او مجاهدينو نه غوښتل چي د کی جې بې د روزل شوي جاسوس پوتومک سره د قدرت پر چوکۍ کښېني.

 اخر شوروي د نجيب په انتخاب کي خپله اشتباه ومنله گورباچوف وويل چي:

“د زاړه کباړي سامان څخه نوی تعمير نه جوړيږي”

 او خپله اردو يې بيا هم د افغانستان څخه وويسته.

د نجيب د نظام جنرالانو د خپل ځان ژغورلو په خاطر د نجيب سره غداري وکړه او د ژبي په اساس بعضي حزب اسلامي او بعضي جميعت اسلامي ته تسليم شول.

 نجيب چي خپله دا ناکامي مخکي سنجولې وه، خپله کورنۍ يې هندوستان ته لېږلي وه، کوشش يې وکړ چي خپله هم هند ته و تښتي، خو خپل لاس روزلي ډاکو او غله گلم جم جنرال دوستم يې مخه و نيوله او په ملل متحد دفتر کي څلور کاله د غله په څیر یې پټ ژوند وکړ تر دې چي طالبانو په کشولو د هغه ځايه وويست او غرغړه يې کړ.

اوس دا بې وجدانه وطنفروشه خلقيان د کارملي پرچمي نجيب څخه چې په اصل کې د شورویانو اصلي بوتل دی نقلي اتل جوړوي، او کله بیا د افغانانو دا تاريخي وياړ او لاسته راوړنې و پاکستان ته منسوبوي، کله امريکا ته، کله و شوروي ته او کله هم د کی جې بې جاسوس پوتومک ته.

په دنیا او اخرت مو همداسی ذلیل او رسواړو غواړو ای د کمونیزم پاتې شونو او جعلي اتل مریدانو

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


طالبانو په زابل کې اته دولتي زندانیان خلاص کړي

فاتح عبید / نن ټکی اسیا


د طالب او دولتي زندانیانو د تبادلې په دوام، تازه طالبانو په زابل ولایت کې اته دولتي بندیان خلاص کړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي «د بندیانو د خلاصون په سلسله کې نن هم دزابل په ولایت کې د کابل ادارې ۸ تنه عسکر او پولیس د اسلامي امارت له زندان څخه خلاص او خپلو کورنیو ته ولیږل شول. دوی هریوه ته نوې جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ دلارې کرایه ورکړه شوه.»

د شاهین په خبره،  د «اسلامي امارت» لخوا د کابل ادارې د عسکرو د خلاصون لړۍ لاهم دوام لري.

د بندیانو د خلاصون په سلسله کې نن هم دزابل په ولایت کې د کابل ادارې ۸ تنه عسکر او پولیس د اسلامي امارت له زندان څخه خلاص او خپلو کورنیو ته ولیږل شول. دوی هریوه ته نوې جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ دلارې کرایه ورکړه شوه. د اسلامي امارت لخوا د کابل ادارې د عسکرو د خلاصون لړۍ لاهم دوام لري.

— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) June 10, 2020

دغه زندانیان داسې مهال خلاصېږي، چې د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون اړوند تخنیکي پلاوی په کابل کې شتون لري او د حکومت له لوري هم د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ روانه ده.

دوې شپې وړاندې حکومت له بګرام او یو شمېر نورو ولایتي زندانونو څخه ۱۷۰ تنه طالب زندانیان خلاص کړل او ادعا یې وکړه، چې د خلاص شویو زندانیانو شمېر درې زره ته ورسېد.

حکومت ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د پاتې زندانیانو خلاصون د جګړې د شدت په کمولو پورې مشروط شوی.

بل لور ته طالبان وایي، که له توافقنامې سره سم یې ټول پنځه زره زندانیان خلاص شي، دوی تیار دي له افغان جهتونو سره بین الافغاني مذاکراتو ته کېني.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


غني له خلیلزاد سره په لیدنه کې  د مخامخ مذاکراتو تر پیل وړاندې اقداماتو باندې خبرې کړې

فاتح عبید / نن ټکی اسیا


د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره په لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو تر پيل وړاندې اقداماتو باندې خبرې کړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د اشرف غني مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار، د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د غني فوق العاده استازي، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئیس، د چارو ادارې عمومي رئیس او په افغانستان کې د امریکا سفارت شاژدافیر هم حضور درلود.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې «د کتنې په مهال د سولې پر پروسې، د مخامخ مذاکراتو تر پیل وړاندې عملي اقداماتو، د اورکم او نا اعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې پروسې لپاره د بین المللي ټولنې او ګاونډیو هیوادونو پر ژمنو بحث او خبرې وشوې.»

د خبرپاڼې په بنسټ،  له خلیلزاد سره په خبرو کې غني افغان سولې ته د خپل حکومت ژمنتیا یاده کړې، سوله یې د افغانانو اساسي غوښتنه بللې او ادعا یې کړې، چې په دې برخه کې عملي ګامونه اخلي او له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار کوي.

غني او خلیلزاد داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو تر پيل وړاندې «عملي اقداماتو» غږېږي، چې په دې وروستیو کې د طالب او دولتي زندانیانو د تبادلې له دوام سره هم مهاله د بین الافغانی مذاکراتو پیل ته هیلې زیاتې شوې.

طالبان وایي، که ددوی او امریکا تر منځ له شوې توافقنامې سره سم یې پنځه زره بندیان خلاص شي، دوی تیار دي له افغان جهتونو سره خبرې وکړي.

بل لور ته زلمی خلیلزاد چې  د امریکا له قوله د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې د لومړنیو ګامونو اخستلو ته د زمینې برابرولو په موخه یې سیمې ته تازه سفر پیل کړی، شنونکي یې په اړه هیلمن دي چې د بین الافغاني مذاکرتو د پیل په برخه کې به لومړنۍ ستونزې هوارې کړي.

نوموړي تر دې وړاندې یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې او تر هغه وروسته د پاکستان د پوځ له لوی درستیز «جنرال قمر جاوید باجوه»  سره د افغان سولې په اړه غږېدلی.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


د طالبانو لخوا نسکوره شوې امریکايي الوتکه ۶ کاله وروسته دولتي ځواکونو ترلاسه کړه

محمد نعمان / نن ټکی اسیا

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کوي، چې د امریکايي ځواکونو هغه بې پيلوټه الوتکه یې له طالبانو څخه نیولې، چې شپږ کاله مخکې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا نسکوره شوې وه.

له نن څخه کابو شپږ کلونه وړاندې د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه په داسې مهال نسکوره کړه، چې په سیمه کې یې د طالبانو د سنګرونو معلومولو په خاطر کشفي  الوتنې کولې.

طالبانو هغه مهال ویلي وو، چې نسکوره شوې الوتکه او د هغې امنیتي کامرې او وسایل یې خپلو خوندي مرکزونو ته انتقال کړي دي؛ خو د ننګرهار ځايي چارواکو بیا ادعاکړې وه، چې طالبانو دغه  الوتکه پاکستان ته انتقال کړې ده.

اوس چې له دغې پېښې شپږ کلونه په پوره کېدو دي او د دولت لخوا د بټي کوټ ولسوالۍ له نیولو هم دوه کاله تیریږي، د ملي امنیت عمومي ریاست رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي امنیت ځانګړې قطعې تیره ورځ د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د د عبدالفتاح (مشهور په پتنګ) په نوم د طالبانو د یو قومندان وسله تون څخه د یو پایې ۸۲ ملي متري هاوان او مرمیو ترڅنګ د امریکايي ځواکونو هغه نسکوره شوې بې پيلوټه الوتکه هم ترلاسه کړې ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې ددې الوتکې د ساتنې په تور یې د غلام محمد او روزي خان په نوم دوه تنه نیولي دي، چې په نیول شوو کې یو کس د طالب قومندان عبدالفتاح پتنګ زوی دی.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


چین او روسیې د امریکایي بندیزونو پر وړاندې د ایران ملاتړ اعلان کړ

عاصم / کابل ټکی کام


له اوږد ځنډ وروسته روسیې او چین ویلي چې د امریکا د راتلونکو بندیزونو پر وړاندې د ایران ملاتړ کوي، او په دې اړه هر راز اقداماتو ته چمتوالی لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل چینايي سیال وانګ یې سره په ګډه پرېکړه کړې چې د ایران د ساتنې لپاره به د ملګرو ملتونو په نړیوال سازمان کې نوې قضیه پرانیزي.

دوی دواړه به د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغواړي چې د امریکا په غوښتنه دې پر ایران لرې شوي بندیزونه بېرته نه راګرځي، ځکه چې دا به روان کړکیچ لا زیات، او ستونزې جوړې کړي.

امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې ژر تر ژره دې پر ایران د اټومي هوکړې له امله لرې شوي بندیزونه بېرته وضع کړي او که دا کار و نه کړي نو امریکا به خپل بندیزونه پر ایران لا سخته او ډېر کړي.

ایران او امریکا له نږدې یو کال راهیسې یو بل ته په سیاسي، نظامي او اقتصادي میدان کې ګوته په ماشه دي، امریکا غواړي چې ایران له اټومي پیاوړتیا راوګرځوي، او دخپلو پریکړو عملي کولو ته یې اړ باسي؛ خو ایران لاهم مقاومت، او د نړیوالو د ملاتړ په جلب بوخت دی چې تر ډیره بریالی شوی هم دی.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


سناتور برني سندرز: د اسرائیلو لومړی وزیر دې د فلسطیني خاورې له اشغاله لاس واخلي

عاصم / کابل ټکی کام


امریکایي سناتور برني سندرز په خپلو تازه څرګندونو کې اسرائیل او د دوی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو اشغالګر بللي او ویلي یې دي چې دفلسطین د ځینې سیمو الحاق له اسرائیلو سره د منلو وړ نه دی.

سندرز دخپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، اسراییل چې له مودې راهیسي یې د فلسطینیانو پر حقونو تېری کړی دی باید نور له دې چارې لاس واخلي او د یو بل ازادي او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې نتانیاهو د ټرمپ په مرسته هڅه کوي د بیت المقدس په ګډون د فلسطین ځینې سیمې له اسراییل سره یو ځای کړي چې دا اقدام د نړۍ په کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ټرمپ څه موده مخکې اعلان وکړ چې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه مني، او وې ویل چې ژر به خپل سفارت هم یادې سیمې ته انتقال کړي؛ خو دا هغه پارونکی ګام وو چې فلسطینیانو، مخکښو څېرو او نورو نړیوالو بنسټونو یې پر ضد غږ پورته کړ، او دا فیصله یې د فلسطینیانو په حق کې څرګند تیری یاد کړ.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


كابل ته د باجوه د سفر موخه!

د نن ټکی اسیا سرلیکنه


تیره ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید (باجوه) د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د توافقي حکومت له ګډو مشرانو سره یې په جلا جلا ډول وکتل.

کابل ته د یاد پاکستاني پلاوي راتګ داسې مهال تر سره کیږي چې دلته د طالبانو او کابل حکومت لخوا د بندیانو د تبادلې پروسه ګړندۍ شوې او دواړه لوري د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تیاری نیسي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون په هوکړه لیک کې دواړه لوري د پاکستان رول ته په داسې حیث قائل و چې د سولې تړون په مراسمو کې یې ور څخه ځانګړې مننه وکړه.

اوس چې د بین الافغاني مذاکراتو په پیلیدو سره د یاد تړون دوهمه مرحله پیلیږي پاکستان به هڅه وکړي چې په دې مرحله کې هم خپل مؤثریت هماغسي فعال وساتي.

له دې خبرې انکار نشي کیدای چې د افغانستان په لانجه کې د افغانستان ټول ګاونډیان په تیره پاکستان ځانګړی رول لري.

د افغانستان د قضیې ښکیلو اړخونو ته په کار ده چې د ګاونډیانو له دغه رول څخه د خپل هیواد د لانجې د هواري په برخه کې مثبته استفاده و کړي.

له ټولو ګاونډیانو سره باید د خپل هیواد د مصالحو د تحفظ له مخې تعامل و کړي ، نه دا چې د هغوی ناسالم رقابت ته په افغانستان کې زمینه سازي وکړي.

که د افغانستان د څلویښت کلنې لانجې جرړو ته وکتل شي له شکه پرته چې په هغې کې د ګاونډیو هیوادونو مداخله اساسي رول لري.

خو دا هم باید له پامه ونه غورځول شي چې بهرنۍ مداخلې ته هغه وخت فرصت برابریږي چې د هیواد نظام کمزوري او چارواکو یې د ښې حکومتولي وړتیا له لاسه ورکړې وي.

د افغاني جهتونو ترمنځ راتلونکي بین الافغاني مذاکرات د افغانستان او په هغه کې د یوه مقتدر مشروع نظام جوړ ولو لپاره یو ښه چانس دی، دا چې ګاونډیانو له هغو څخه د خپلې استفادې لپاره هلې ځلې پیل کړې افغانو ته د قضیې د اصلي څښتنانو په حیث دا اړینه ده چې د خپلو ټولو تیرو ترخو تجربو په هیرولو سره د سولې دې مهم پړاو ته ور داخل او د یوه سوله ییز افغانستان لپاره یو د بل غوښتنې ومني.

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_News


یوه ملي اندیښنه او یوه سیاسي پوښتنه

ع . رشید د نهرو پوهنتون استاد


یوه له هغو لويو ملي اندیښنو څخه چې د اشرف غني له رامنځ ته کیدو او پړکیدو سره سمه رامنځ ته شوې، هغه د ډیورند د مصنوعي او نامنلې کرښې په اړه دده تر« بوسو لاندې اوبه تیرول » تګلاره یا پالیسی ده، په دغه برخه کې د ښاغلي اشرف غني ګونګې او دِ غڼي تار جړې بړې پالیسۍ نه یوازې دا چې پښتانه یې په لراوبر کې اندیښمن کړي ان چې دده ددغې تګلارې په اړه په هندوستان او یوشمیر نورو هیوادو کې هم جدي پوښتنې رامنځ ته شوې دي.

اشرف غني په ډیره ماهرانه توګه دا چې د هرچا په اشاره ده په دغه برخه کې ځان غلی نیولی دی او ددغې (دیورند) موضوع په اړه یې د ملت د ارادې خلاف یوشمیر طرحې که څوک ځان پوهوي اوکه نه، له پاکستان سره ترلاس لاندې نیولې دي، هغه طرحې چې دطالبانو له پاره چې ټولو د پاکستان او آی اس آی لاسپوڅي بلل په خپل وخت کې نه دمنلو وې او نه هم د دوی په دوره کې پاکستان د هغو د عملي کولو څه چې د ویلو جرآت ونه کړ.

پوښتنه داده چې اشرف خان ولې پاکستان ته اجازه ورکړه چې باید اغزن تار پر پوله باندې وغزول شي ؟

آیا ده په دغه لویه توطیه چې له امریکا را پیل شوې خپل ملت خبرکړ؟

نه! په دغه اړه موږ له ده او دده له څپ څپانې ادارې څخه په تیرو شپږکالو کې یوه خبره چې هغه زموږ ددغې لانجمنې پولې په اړه وي نه ده اوریدلې ، پردغه لویه او ملي مساله باندې پټه خوله نیول، د هغې پالیسۍ برعکس خبره ده چې کرزي د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې تر شلو زیات سفرونه پاکستان ته ترسره کړل، باوردی چې په دغو سفرونو کې په سیاسي لحاظ لویه پوښتنه داوه چې کرزي له شکه پرته دقیقه پاکستان ضد تګلاره درلوده او په عین حال کې یې پاکستان نه پریښود څو داسې یو فرصت پیداکړي چې امریکا او ناتو زموږ په هیواد زموږ د ملي ګټو پرضد وکاروي.

دا د کرزي لویه سیاسي او له هوښیارۍ ډکه هڅه وه چې ده پاکستان آرام پرنښود او ان چې امریکایانو ته یې هم په ټولو ناستو او کتنو کې لویه سرټکونه او ستره اندیښنه له پاکستان او آی اس ای څخه وه. (دقیق اوکره اسناد شته)

خو دغه اندیښنه د غني په وخت کې دومره سړه شوه چې د پا کستان په اړه یې خپله ټوله هڅّه په دغه ټکي کې خلاصه کړه چې ده ملایي زده کړې، په پاکستان کې بشپړې کړې دي ، هغه زده کړې چې غلطۍ او تېروتنې یې ماشومان ورسموي ؟؟؟

په هر ډول اوس خبره داده چې پرون د پاکستان پوځي مشران په یوه نا پلان شوي سفرکابل ته راغلل، مطبوعاتو په دغه ټکي بسنه وکړه چې د پوځ او آی اس آی مشرانو د سولې د پروګرام په خاطر کابل ته تشریف راوړی و، او په کابل کې یې د سولې د وروستیو هڅو په اړه کتنې او خبرې یې کړې دي.

په عین حال کې چې د سولې په اړه د ګونګو خبرو یادونه وشوه ، په څنګ کې په وړو کرښوکې داهم یاد شول چې « دواړو لوریو په یولړ سرحدي مسالو باندې هم خبرې وکړې » په دغه اړه نه افغان حکومت او نه هم پاکستانی میډیا څه تبصره وکړه، په داسې حال کې افغانان او یوشمیر ګاونډي هیوادونه او د هغو مطبوعاتو دغه ټکي ته اشاره کړې چې افغان ولس په دغه ټکي پوهیږی چې پاکستان د افغانستان پیاوړتیا، یووالی او ترقي کله هم نه دي غوښتې، آیا د پاکستاني پوځي او استخباراتي مشرانو په دغه سفر کې له سرحدي مسالو څخه موخه او مطلب ډاکتر اشرف غني ته د پاکستاني پوځي مشرانو له خوا د اغزن تار،هغه چې په پټه یې د خلکو د ارادې خلاف له پاکستان سره منلي و د پروژې د بشپړتیا مبارکي وه او که کوم بل څه؟؟

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_News


د ملي اردو د جلب او جذب قومندان جنرال عابد له کرونا وبا څخه مړ شو

محمد نعمان / نن ټکی اسیا

دفاع وزارت تایید کړه، چې په کابل کې د ملي اردو د جلب او جذب قومندان جنرال زیارت شاه عابد په کرونا وبا له اخته کېدو وروسته مړ شوی دی.

تورن جنرال زیارت شاه عابدتردې وړاندې په هرات کې د ظفر قول اردو د لومړۍ پلې لوا قومندان په توګه هلته له میشتو ایټالوي پوځیانو سره هم د «استخباراتي معلوماتو» په برخه کې نیږدې ملګرتیا کړې وه.

په افغانستان کې د ایټالوي ځواکونو پخواني قومندان له روم ښار څخه د جنرال عابد په مړینه سخته خواشیني ښکاره کړې او نوموړی یې د جګړې په ډګرونو کې د ایټالوي پوځیانو د «ښه ملګري» په توګه یاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د هرات د ولسي پولیسو(اربکیانو) عمومي مدیر عبدالرؤوف احمدي او د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) قومندان حاجي محمودخان نوراني هم د کرونا له امله مړه شول او تر هغوی وړاندې د کندوز ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرشید بشیر او د قلعه ذال ولسوال احمدفهیم قرلق هم د یادې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_News


نننۍ د مسلمانانو ټولنه د جهالت په ګرداب کې «لومړنۍ برخه»

امرالله عمران


اوس موږ ګورو چې په نړۍ کې په میلیاردونو مسلمانان اوسیږي، خو بیا هم د اسلامې ټولني د شتون نه بې برخي یو، دا ځکه چې د اسلامې شریعت احکام نه عملي کیږي، او د اسلامې معیارونو سره ژوند نه ترسره کیږي، د نن مسلمان د الله تعالی هغه فرمان هیر کړي چې فرمایې: ( کنتم خیر امة أخرجت للناسِ تأمرونه بِ لمعروفِ وتنهونَ عنِ المنکر وتؤمنونَ … ـ ال عمران ۱۱۰ )

ژباړه ( تاسو هغه غوره ډله یاست چې د انسانانو د لارښوني لپاره راپورته کړای شوي یاست، تاسو خلکو ته د نیکۍ کولو حکم کوي او له بدیو نه یې ایساروي او په خدای ایمان لري )

نو په دې باید سره پوهه شوو چې اسلامې ټولنه د مسلمان په شتون سره نه رامنځه ته کیږي، بلکې د اسلامې احکامو په شتون سره رامنځته کیږي، نو پس لمونځ، روژه، زکات، او نورو فردي اعمالو په شتون کې بیا هم موږ هغې ته اسلامې ټولنه نشو ویلی، تر هغې چې د فردي اعمالو سره سره امربلمعروف او نهي عن المنکر نه وي موجود، د فرد او کورنۍ نه نیولي تر دفتره، حکومت، قانون، قضا او بازاري معملاتو راکړه ورکړه پوري، او د ژوند په ټولو چارو کې د الله احکام پیاده نشي.

لکه چې الله تعالي فرمایې: ( ان الحکم الا لٍلٍه امر ألا ایًاه ذلک الدین القیم) یوسف ۴۰

ژباړه : فرمانروایې یوازي هماغه پاک ذات لره ښایې، د هغه فرمان دی، چې له هغه نه پرته به د بل چا بندګې نه کوئ، همدغه دین قیم (د ژوند پاکه اوسمه لار ده )

نو پس هر څه چې د الله تعالی له لوري رالیږل شوي، همدا د انساني فطرت سره سم دي، او د انسانانو د اړتاوو سره په پام رالیږل شوي.

( الاَ یَعلَمُ من خلق وَ هُوَ اَللطِیفُ اُلخبیر) (ملک ۱۴)
ژباړه: (ایا هغه ذات چې مخلوقات یې پیدا کړي دي له حاله یې خبر ندی؟ هغه ډیر بارکبین او باخبر دی)

نو چا چې انسان پیدا کړي، او روزي ورکونکی دی، نو هغه دا حق هم لري چې په انسان حاکمیت هم وکړي، نو ځکه د هغه دین د ژوند لپاره یو منظم قانون دستور او سرچینه ګڼل کیږي، دا چې د نن مسلمان د د زلت په کندو کې تندکونه وهي دا د یو بل انسان په لاس جوړ شوي دستور پسي روان دی، هغه چې سرچینه یې د انسان نظریات او افکار هوا و هوس دي، او دا خو څرګند ده چې انسانې پوهه او علم نیمګری ده، او د انسان نظریات او افکار د انحرافه خالې نه دي.

الله تعالی فرمایلي: ( وما أوتیتم من العلم الا قلیلا ) ( اسراء ـ ۸۵ )
ژباړه ( هغه پوهه چې تاسو ته درکړل شویده ډیره کمه او نیمګړي ده )

نو دې ټولو حقایقو او واقیتونو ته په کتلو ویلی شوو چې په هر شکل هر نوم او هر ډول نظریات لاره او د ستور چې د اسلام سره په ټکر کې وي د جهالت لار او دستور دی، اسلام او جهالت دوه بیلې لاري دي، نو ځکه یا به اسلام حاکم وي، یابه جهالت دا چې اسلام او جهالت دی دواړه ومنل شي، حاکمیت دی د جهالت وي او فردي اعمال دی د اسلام وی دا تصور مردود، او انحراف دی .

لکه چې قران همدې حقیقت ته اشاره کړي( أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50

ژباړه : (نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلاله
ښه حکم ورکولای شي ؟)

نو تر هغې چې مسلمانه ټولنه د اسلامې ټولني په شکل کې راښکاره نشي، د ژوند په خوند به پوهه نشي، او همداسې به د نورو د ارزښتونو او خرافاتي مفکرو په ګرداب کې تاویږي.

لکه ننۍ مسلمان چې همداسې سرګردانه دی، په بازار کې د کپیټلیزم نظریې پسي روان دی، په حکومت کې د د یموکراسي اکثریت پسي شوی، په قضان او قانون کې بیا د وضعي قانون شاه یې نیولي دا ټول هغه څه دې چې نن مسلمان یې د خپل شرعیت نه ډیر لري کړی، او یواځې تر نومه پوري یې محدود کړی.

په دوهمه برخه کې به ان شاالله د اسلامې ټولني معیارونه، مسؤلیتونه او خصوصیاتو ته په لنډ ډول اشاره وکړو…

#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab


د وحدت ګوند مشر محقق ویلي چې پر کرونا اخته شوی دی

افغان حماد / عــزم

د وحدت ګوند مشر محمد محقق منلې چې پر کرونا اخته شوی، خو ویلي یې دي چې کرونا هم د جګړو په څیر استقامت او قوي روحېه غواړي.

د محقق سربیره په تولنیزو رسنیو کې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو د اساتازي محمد علي محقق د محقق د زوی لپاره هم د روغتیا غوښتنه شوې، خو د هغه اړوند په رسمي توګه لا نده تایید شوې چې په دغه ناروغۍ دې اخته شوی وي.

محقق لومړی کس دی چې د یو ګوند د مشر په توګه په دغه ناروغۍ اخته کیږي، البته تر هغه وړاندې د ځینو وزیرانو، جنرالانو او لوړ رتبه خلکو تایید شوی وو چې په کرونا وایروس اخته شوي وي او ځینې جنرالان یې له امله مړه شوي هم دي.

تیره هفته د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ویلي وو چې له اخته یوه اونۍ وړاندې او یوه اونۍ وروسته یې د ګاکټر د وینا سره سم خان قرنطین کړی وو، خو دا یې نه و ویلي چې پر کرونا اخته شوی وو یا نه.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


د آزادو شویو طالب بندیانو د شمیر په هکله د امنیت شورا او طالبانو ارقام تفاوت لري

زاهدالله افغان / عــزم


نن د ملي امنیت شورا ویاند په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې دولت د سولې پروسې د هڅو د پرمختګ په موخه د جمهور رئیس اشرف غني له دوو جلا جلا فرمانونو سره سم، تر دې دمه ټولټال ۳ زره طالب زندانیان خوشې کړې دي.
امنیت شورا وویل، دا زندانیان د پروان له مرکزي توقیف خونې، څرخي پله او د هیواد له نورو زندانونو خوشې شوي دي.
ددغې شورا ویاند جاوید فیصل ادعا وکړه چې له دې ډلې زر تنه یې تر اختر وړاندې او دوه زره نور یې دتیرې ورځې تر پایه پورې ازاد شول.
نوموړي دغه راز وویل چې د سولې د هڅو د بریا لپاره مهمه ده، چې طالبان په خپل بند کې ټول اسیران ازاد، جګړې کمې او د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت سره د سولې مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل کړي.
خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا عزم ویبپاڼې ته ویلي چې تر دې مهاله د حکومت له زندانونو څخه یواځې ۲۸۹۳تنه بندیان خلاص شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د ۵_۱تناسب له مخې دوی د آزدو شویو طالب زندانیانو په مقابل کې شاوخوا ۴۷۳تنه دولتي عسکر له خپلو بندخونو خوشې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل ندی چې د امنیت شورا ویاندویان د آزادو شویو طالب زندانیانو د شمیر په هکله ناسم مالومات خپروي، بلکې په تیرو ورځو کې یې هم ورته ادعا کړې وه او ویلي یې وه چې تر حکومت شاوخوا ۲۷۰۰طالب بندیان آزاد کړي، خو طالبانو او امریکایي چارواکو بیا دا شمیر ۲۴۰۰تنه بللی و.
افغان ولسونه، مدني فعالان او نړیوال له حکومت او طالبانو د بندیانو د خلاصون د پروسې چټکوالی غواړي، ترڅو ژر تر ژره د سولې خبرې پیل او روانه خږنړۍ جګړه پای ته ورسیږي.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


طلوع؛ او (کروت) په خوله افغان سفیر!


یکشنبې چې د طلوع تلویزون چیړمن نطاق په ایران کې د افغاني سفیر ښاغلي لیوال سره یو لنډ تماس درلود، په ایران متهم طلوع د خپل خبرنګار په سوال کې د لهجې او عکس العمل هومره درلودل چې د ایران پلوي طلوع پکې پخپلو افغاني سوزیدلو زخمیانو او سیند ته لویدلو مهاجرینو متأثر ښکاریدل پداسې حال کې چې په کابل کې مشهور ژورنالست لیکوال ښاغلي لیوال لهجه او قضاوتونه بلکې ورکړي ځوابونه دومره ساړه وو چې زه یې د طلوع د تلویزون نطاق ته خجالت کړم که څه هم زه په لین کې له دوی سره واقع نه وم ولې په ولاړو پښو مې دغه مرکه اوریدله او د بلا چیړ او تکرار سوالو باوجود سفیر څنګه چې د سوي او ولچک شوي زخمي په وړاندې له عکس العمل او جذباتو فالتو وو په مرکه کې تر هغه زیات سوړ او بې طرفه ښکاریده او داسې ښکارید لکه په خوله کې چې چا ورته کوم کوچانی کروت ایښی وي.
د بلا تکرار سوالو په وړاندې یې همدا ویلې چې تحقیق به وشي، تحقیق روان دی.
جناب سفیر صیب! ته د بحران د مرحلې یو سفیر یې ملت د افغاني ولچک زخمي په وړاندې ستا بې عکس العمل ملاقات هم ولید او نن دې خبرې هم، تا باید سوچ کړی وای چې ستا خبرې خلک اوري د ډپلوماسۍ د پنج بناء نه موقت وتلی وې خپل تأثر او عکس العمل دې ښودلی وائ، که ایرانیانو تاته د سفیر په سترګه کتلي وای نو کم له کمه د شفاخانې خوني ته د ننوتلو مخکې باید ولچکونه له مریض پورته کړي وای، تا باید د هغې ورځې تأثر ملت ته ښودلی وای.
طالبانو تر دې په زیات بحراني حالت کې هئیت حساس او جنګ ته تیار ایران ته ولیږه د هغه ګذارش له معتصم اغا جان واوره.
زاخیلوال هم په پاکستان کې سفیر وو هغه د تورخم په پېښو کې ثابته کړه چې هغه د یو عزیز ملت بااحساسه سفیر و.
اهل قلم خلک ریسرچ کونکي په کتابخانو کې ښه ښکاري، ډاګټر غني ته پکار ده چې د سفارت حساسو مسایلو کې د ملت عزت او روحیه په پام کې ولري.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


ويښ اوسئ!


څو ورځې وړاندې د می مياشتې ۲۶ نيټه د امير عبد القادر الجزائري رحمه الله د وفات له ۱۳۷ مې کليزې سره برابره وه، نوموړی په ۱۸۸۳ ز کال کې په دمشق کې د جلاوطنی په حال کې مړ شو.
امير عبد القادر يو مجاهد ليکوال، او فقيه سياست پوه و پردې سربيره نوموړی شاعر او صوفي هم و چې په علم تصوف کې يې يو کتاب هم ليکلی.
نوموړي له ١٨٣٢ کال څخه تر ١٨٤٧ پورې ۱۵ کاله يې په الجزائر کې د فرانسوي اشغال پر ضد مبارزه وکړه، په دې توګه نوموړی د الجزاير د ولسي مقاومت سمبول ګڼل کيږي.
د امير عبد القادر الجزايري په هره کليزه کې نړيوال د هغه د تاريخ، ميړانې، مقاومت او اتلوليو په ذکر کولو د نوموړي ياد تازه کوي.
په کال ۱۸۳۲ ز کې له نوموړي سره د جهاد بيعت ترسره شو، نوموړي په بيړه خپل حکومت تشکيل کړ، ځواکمن لښکر يې تيار کړ او ډيرې سوبې او برياوې يې لاس ته راوړې چې په ۱۸۳۴ ز کال کې يې د فرانسوي لښکر مشر د سولې تړون لاسليکولو ته اړ باسه.
د تړون په متن کې فرانسې د الجزاير په لويديځه سيمه باندې د هغه پر واکمنۍ اعتراف کړی و خو استعمار د تړون مادو ته ژمن پاتې نشو او څو ځله يې مات کړ.
امير عبد القادر الجزايري په کال ۱۸۳۷ ز کې فرانسويان بيا ځلې مذاکراتو ته مجبوره کړل چې له نوموړي سره يې بيا تړون وکړ چې د الجزاير په لويديځه او منځنۍ څنډه يې د نوموړي په واکمنۍ تصريح کوله.
فرانسويانو څو ځلې معاهده ماته کړه د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په وژلو کې يې له وحشت او بربريت څخه کار واخيست او په يو مخيزه توګه يې د هغو کليو او ښارونو نړول او سوځول پيل کړل چې د امير ملاتړ يې کاوه.
امير خپل مقاومت جاري وساته تردې چې زنداني شو او سوريې ته جلا وطن کړل شو او بيا هلته په کال ۱۸۸۳ ز کې وفات شو.

ګرانو مجاهدينو!
دا چې صليبي داړه ماران په ځانګړې توګه امريکا په غدر او تړونونو ماتولو کې ژوره مخينه لري له همدې امله پر موږ تاسې لازمه ده چې په دې حساسه مرحله کې ويښ اوسو، خپلو کارونو او مسؤوليتونو ته پوره پاملرنه وکړو، په دې برخه کې لاندې کارونو ته کامله توجه پکار ده.
۱ـ هر مجاهد بايد امنيتي حس لا پياوړی کړي د امنيتي تدابيرو په خپلولو سره د ځان او ملګرو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي .
۲ـ له وسلې څخه غفلت ونشي، قوت جوړونې ته پام وشي، وسله خريداري او ذخيره شي.
۳ـ تخنيک ته پام وشي د پوځي صنعت په برخه کې ابتکارات او لاسته راوړنې ولرو.
۴ـ جهادي ليکو ته ځوانان جذب او تربيه کړل شي.
۵ـ د اعداد ټولو انواعو خاصتا عقيدوي، ايماني او فقهي اعداد ته پوره پاملرنه.
۶ـ د خارجي او داخلي دښمنانو نظامي او استخباراتي مراکز تر څار او ترصد لاندې نيول…
۷ـ د ټرمپ په وحشي ستراتيژۍ کې چې له کومو وحشتونو چاپو او ړندو بمباريو څخه کار واخيستل شو د هغو د ناکامولو په لارو چارو کار وشي ترڅو که خدای مکړه د اشغالګرو صليبيانو له لوري احيانا تړون ماتيږي مجاهدين بايد دغې مرحلې ته پوره آمادګي ولري او ويښ واوسي.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


د بدخشان په دريو ولسواليو کې يو شمېر عسکر او پوليس له طالبانو سره يو ځای شوي

الیاس نوري / عــزم


طالبانو نن يو ځل بيا خبر ورکړ، چې د بدخشان ولايت په دريو ولسواليو (کوف، ارګو او ارغنجخواه) کې اووه تنه عسکر او پوليس د حقائقو په درک کولو خپلې دندې پرې ايښې او له طالبانو سره يو ځای شوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي:
د بدخشان ولایت کوف، ارګو او ارغنجخواه ولسوالیو په مربوطاتوکې د کابل ادارې ۷ تنه عسکر او پولیس (عبدالودود، عبدالغفار، قربان، عزیزالرحمان، فریدون،عتیق الله او یو بل عسکر) د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.
د جلب و جذب مسئولینو یې هرکلی وکړ.
د يو بل خبر له مخې وړمه ورځ هم په نورستان ولايت کې د اربکيانو يو تن عمومي سيمه ييز قومندان (شفېع) او د ننګرهار په شېرزادو ولسوالي کې دوه تنه عسکر له طالبانو سره يو ځای شول، همداراز څو ورځې وړاندې ننګرهار کې د امنيه قومنداني يو موټروان له خپل رينجر سره طالبانو ته ورغی.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو له خوا د عمومي عفوې تر اعلان را وروسته، نژدې هره ورځ د کابل ادارې ګڼ شمېر عسکر له طالبانو سره يو ځای کيږي او له حکومته بې زاري اعلانوي. بايد وويل شي چې د عسکرو په تسليمي سره طالبان ګڼ شمېر اسلحې او پوځي مهمات هم تر لاسه کوي.


#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News

20 last posts shown.

603

subscribers
Channel statistics