د لوی الله یوه پېرزوینه ګڼي او هیلهمند دي چې ددې سولې په ترڅ کې به یو ځل بیا اسلامي نړۍ خپل له لاسه وتلی دیني او سیاسي مقام او ځای ځایګی ترلاسه او افغانستان به د اسلامي نړۍ په سیاسي مرکزیت باندې بدل شي، او خواره واره اسلامي ملتونه به پر ځان باندې راچاپېره کړي او په نړیوال ډګر کې به په مسلمانانو حساب کتاب وشي!!
راځم د سولې ټنګښت ته؛ هېره دې نه وي چې یوې تلپاتې او سراسري سولې ته رسېدل یوازې او یوازې د سیاسي قربانۍ دې ورکړې په صورت کې شوني دي. نو پر دې بنسټ د افغانستان په قضیه کې په ټولو ذیدخلو لورو باندې لازمه ده چې په یوه محسوسه اندازه او سلنه د سولې د بهیر د ګړندي کولو لپاره سیاسي قربانۍ ته چمتو شي او په خپلو دریځونو کې د پام وړ نرمښت او تېرېدنه په پام کې ونیسي!
هغه داسې چې لومړی اصلي اړخ؛ چې د امریکا متحده ایالات دي، د یرغل دوام ته د پای ټکی کېږدي. افغانان د خپلې خوښې وړ سیاسي نظام راوستلو او ټاکلو ته پرېږدي، لکه څرنګه چې دا د هر ملت یو مسلم حق دی. او د نړیوالو اصولو په رعایتولو سره د علاقمندۍ په صورت کې، د دېپلماتیکو لارو چارو په رڼا کې د افغانستان په بیاروغونه کې مرسته وکړي.
دویم اصلي اړخ؛ چې د طالبانو اسلامي تحریک دی، د افغانستان موجوده دولت سره خبرو اترو ته چمتووالی وښایي او د یرغل د عامل د نشتون په صورت کې د یرغل معلول تر خپلو حملو لاندې ونه نیسي. او دا معقوله هم نه ده چې د عامل د نشتون په صورت کې په معلول باندې پړه واچول شي! ځکه کله چې عامل فوت شي نو معلول په صورت اولی سره فوت کېږي. د یرغلګرو د وتلو له دې فرصت څخه ګټه واخلي او له خپلو مسلمانانو او افغانانو وروڼو سه په یوه ټغر راټول او د ټول ملت په خوښه اسلامي نظام رامنځته او پرې سلا مشوره وکړي.
دریم فرعي اړخ؛ چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی، د حکومت په د ننه کې د واک پر سر ټېله تمبه پرېږدي او د یوه متعهد پوشالي دولت په بڼه د خپل سیاسي استازي( د امریکا متحده ایالات) پرېکړو ته په احترام سره د هوکړهلیک سره سم د بندیانو دې خوشي کولو په مسئله کې له تعلل کولو څخه ډډه وکړي، تر څو د سولې او اوربند لپاره یو مناسب بستر چمتو شي.
کله چې درې واړه لوري تر یوې کچې له خپل خره راښکته شي نو د سولې د پروسې لپاره د کتلست په توګه اغېزمن ثابتېدلای شي او د افغانستان څلوېښت کلنې غمیزې ته د پای ټکی اېښودل کېدای شي. ان شاءالله العزیز
نورالرحمن آدین
د ۱۳۹۹لمریز کال د وري میاشتې پنځمه نېټه
#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News