د برق بیل🥰
صبور کاکا وايي یو وخت مې د بریښنا شرکت کې کار کاوه، یو کور والا چې درې میاشتې یې د برېښنا بِل نه و تحویل کړی کور ته پسې ورغلم دروازه مې ور وټکوله
د کور مېرمنه دروازې ته راغله تصادف دا ؤ چې د ښځې د درې میاشتو ماشوم هم په ګیډه ؤ .
صبور کاکا وايي ما ورته وویل چې درې میاشتې دې سوي دي( مطلب مې د برق ؤ)
ښځې د خپل حمل فکر وکړ وې ویل چې هو خو ته څنګه پوه سوې؟
وایي ما ورته ویل چې ولې مونږ هلته هسې ناست یو څه؟
همدا مو کار دی کنه!!
ښځې ورته ویل: مونږ چې کور کې هرڅه کوو تاسې پرې خبریږئ او پوهیږئ؟
وایي ما ورته ویل چې هو کنه تاسې چې کله کار شروع کړئ، مونږ مو له مرکزه تعقیبوو.
ښځې ورته ویل چې د الله په غضب اخته سئ چې مونږ تعقیبوئ!!😂
وایي ما ورته ویل چې میړه ته دې ووایه چې څنګه کور ته راسي سمدلاسه یې دفتر ته راولیږه کنه ورنه غوڅوو یې (مطلب مې د برق لاین ؤ)😄
ښځې ورته ویل که مو ورنه غوڅ کړو بیا به زه دا ټول عمر څه کوم؟؟
صبور کاکا وایي ما ورته ویل بیا نو ته په شمع ګوزاره کوه😜🤓😜
🆑
@TokiTakali👈راشـے