ذاکـرځلاند


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانومینوالو! په دې چینل کي به تاسوته زه خپل مات اوګوډ شعرونه وړاندي کوم هیله ده چي په چینل کي راسره ملګري اوپه نشرولوکي یې مرسته راسره وکړئ ترڅو په دې کوچني خدمت کي راسره شریک شٸ۔
ستاسوکشرورور ذاکرځلاند

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


Forward from: ✒📚 ادبــي ټولــــــنه ✒📚
#دانتخابي_اسلامي_چینلونولیست

لیسټ په خپلو چینلونوکي نشرکړئ

نن لیست کتل کیږي که چا په خپل چینل کي نه ؤ نشرکړی لینک یې له لیسټ نه وباسو....


مسروري اشـنا 🌂

مولوي عبدالرحـمـن زاتف قال🌂

ذاکر ځلاند (دوهم احتیاطي چینل)🌂

شاعر فِرْدَوس محترم🌂

د غوره شاعرانو انتخابي شعرونه🌂

ستا دسترګو شاعر🌂

ابدالي خــپرنیون🌂

ماشاءالله خپرندویه اداره🌂

نعتخوان ندامحمدنویـد🌂

ادبي ټولنه🌂

قاري شبیرشادان🌂

الحکمت خــپرنوین🌂

حکایات او دیني معلومات🌂

مولوي عبدالحکیم سجاد جرس🌂

قاري محمدجمعه ساجد🌂

مولوي عبدالعلي دیوبندي صاحب مسایل🌂

نوي بیانونه هره ورځ🌂

سنګر میډیا🌂

الخادم خپرندویه اداره🌂

مولوي سیدمحمد انوري🌂

ترتیب کړی دی🌹 ذاکر ځلاند🌹 ورور مو




یوه مخکینۍ ترانه

کسر
د اسلام تنـکي ګلـونو فـدایانو
یاست عاجل د ملحدینو دښمنانو

ږغ... محمدحسن حسیني

شاعر... ذاکرځلاند

https://t.me/zakirzaland33


له نوي البم ”سپیني قافلې“څخه زما یو شعر

کسر
کلی بمـبار مسجـد شهـید مدرسـه ړنګه د چم
کورونه وران او لوټي لوټي کوڅه ړنګه د چم

ږغ...مولوي آمان الله وفادار

شاعر... ذاکرځلاند

https://t.me/zakirzaland33




خـــــــیرالبــــشر مــــدني
نـــــورالبصـــــــر مـــدني
ته یې محبوب د سبحان
د زړګـي ســـــــر مـــدني

جـــــهالت وو ژونــــــدی لوڼــــي ښخـــــــیدې
په هر لــــــور وې دښمـــــــنی خـــــــورې ورې
وې په زړو کــــي د نفـــــــرت قِصـــــــې پرتې
تا هر زړګی په الفـــــــت
کړو مُعَطَّـــــــر مــــــدني

پـــــــه راتلـــــــو دي مـــــــنوره شـــــــوه دنیا
رادي وړه د جـــــــهل شـــــــپو لـــــــره رڼــــــا
په هـــــــرخوا د هــــدایت شـــــــوه تَجَـــــــلّا
بَدْرُالـــــــدُّجٰي جانانــــه
شمس و قـــمر مــــدني

تا پر ټوله نړی خـــــــپور کړو پاک اســـــــلام
تا کـــــــړو خــتم د وحشت بدرنګ نـــــــظام
تا راوښــــــود ټول ژوندون مــــو ګام په ګام
ختم شو ظلم ، سِـــــتم
د عــــــدل لمر مـــــدني

هرسنت دي ګـــــــرانه ډېر خوږ دی تر قـــــند
دی اُسْوَة حَسَنَه مـــــــوږ ته ســـــــتا ژونـــــد
راهـــــــنما دی ، راســـــــره وي ستا هــــر پند
ته مو پیشوا یې ګـرانه
ته مو رهــــبر مـــــدني

ســـــــتا د اسم تر هر حرف دي شـــــم قربان
ګـــــــرانه ته یې د خوږمـــــــنو زړو درمــــان
ته مي زړه ، ته مـي نظــــــر ، ته مي چـشمان
*ذاکرځلاند* درځار شم
ته مي دلـــــــبر مــــــدني

https://t.me/zakirzaland33


له ”خوارانوهیلي“ البم څخه زما یونوی شعر

کسر
د زړه ددرد ترجماني ده هسي ټوکي نه دي
عالمه دا خو شاعري ده هسي ټوکي نه دي

ږغ... قاري ملامحمدجلات مزمل

شاعر... ذاکرځلاند

https://t.me/zakirzaland33




له نوي اختریز البم څخه زما یو شعر

کسر
راځـه اخـتره د خوښـیو لمـن ډکه راوړه
خزان ګلشن ته د سپرلیو لمن ډکه راوړه

ږغ.... طالب صالح محمد نظامي

شاعر.... ذاکـــرځــلاند

https://t.me/zakirzaland33




#دشهیدامیرالمؤمنین_ملااخترمحمد_منصورصاحب تقبله الله یادته یوڅوکرښي

یوڅوک ؤ د یو چا زړه پرې آباد ؤ خوشهید شو
ګلاب ؤ د بــورا زړه پرې آباد ؤ خو شهـید شو

دپاک عشق پر ډیوه یې د ژوندون وزر ایـره کړ
پتـنګ ؤ د رڼـا زړه پــرې آباد ؤ خــو شهـید شو

یو څــوک ؤ د خــزان مـو پـر مالـت نه لوریدلو
بهار ؤ د ښــکلا زړه پرې آباد ؤ خــو شهــید شو

یـو څـوک ؤ له یوڅـو تـورو زړګـــیو څخه پرته
ددې ټولـي دنـیا زړه پـرې آباد ؤ خو شهــید شو

یوڅوک ؤچي په مینه کي ځلاندشولکه ستوری
مجـنون ؤ د لیلا زړه پرې آباد ؤ خو شهــید شو

یو څـوک ؤ د دار پړی یې بـدل کړ په سکــروټو
ګوهـر ؤ د ځـلا زړه پـرې آباد ؤ خـو شهــید شو

”ذاکـرځلانده“ ګل ؤ هو یوګل ؤ (منصور) ګل ؤ
هم سـتا اوهم زما زړه پرې آباد ؤ خو شهید شو

https://t.me/zakirzaland33


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خوږو ملګرو تاسوته معلومه ده چي داځل بیا د ډیرو ملګرو چینلونه بلاک شول نو احتیاطاً په دغه دوهم چینل کي هم راسره ملګري سئ... که یو بلاک شو په بل کي به راسره یاست....
دلنک په نشرولو کي هم مرسته راسره وکړئ

په درنښت ستاسوورور ذاکرځلاند

https://t.me/zakirzaland33


له نوي البم ”خروښېدلي پامیر“ څخه زما یو نظم

کسر
هغه هستۍ چي جوړول دښوذهنونوکوي
معـمارِقوم دي تربـیې مو د روحـونو کوي

ږغ... حافظ احسان الله وثیق

شاعر... ذاکرځلاند

https://t.me/zakirzaland33




له نوي البم ”دیتیم اختر“ څخه زما یو غمجن اختریز نظم

کسر
دا ځل یتــیم وتاتـه نه کــړي انتــظاراختره
دخپل شهیدبابا په غم کي دی حصاراختره

ږغ... مسلم شیرزاد ، اکرام الله همدرد ، عمر فاروقي

شاعر... ذاکـرځلاند

https://t.me/zakirzaland33




د یتـــــــیم سَـــــــوِي آهـــــــونه
لـــــــړزوي د عـــــرش برجـــونه
له ژړا یې ســـــترګي ســـرې دي
ځــــي د اوښـــــــکو یې رودونه
اخ نازونــــــه بې څوک واخــلي
دِي پـــــر زڑہ یـــې ارمانـــــــونه
د اخـــــــتر نېکــــــمرغه ورځ دہ
نـه لـــــــري نـــــــوي بوټـــــــونه

*١*
د اخــتر جامې یې نشــــــته
ولاړ مــــــورته دی ژړیژي
د شهــــید بابا له غــمـــه اخ
بې اوره ســــــوځل کیږي
سر ببر او ګریوان څــــــېري
کاڼي زړونه پرې نرمــیژي
وچ شونډان ملال ملال دی
په لــیدو یې زڑہ دردیږي
*اخ پر ســـــــپین ګلابي مـخ یې*
*دي پراته ســـــــپېره ګرځــــونه*

*٢*
په فــــــکرونو كي دی ډوب
رهي پرخوا د قبرستان دی
اخ غــمونو را اخــيـــــستی
دی زهـــــیر او پرېشان دی
په زړګي كـــــي یې دیره د
خپل شهــید بابا ارمان دی
د ابد په ســــــفر تللی ترې
د ســــــر هغه سائیوان دی
*ځي د ګــــــران پلار خړ مزارته*
*ورکـــــــوي د زڑہ حـــالـــــــونه*

*٣*
د اخــــــتر ښائسته ورځ دہ
له خوښۍ ډکي شـــېبې دي
خوار یتیم په یبلو پښو دی
اوجامې یې هــــــم زړې دي
دی ولاړ ګوري همــــزولو ته
د هـــــــرچا ښه جامـــې دي
پر زړګـي یې تاؤ د ســــــوز
او د ویرونــو قافلـــــــې دي
*کړي ګـردش یې تَصَــــوُّر کي*
*هغه تېر د خوند وخـــــــتونه*

*٤*
لیري ګرځي له هلکوانو څوک
یې نه پرېږدي وه خـــواته
ماشومان ځي وه میــــلو ته
شو یتـــیم یـــــــوازي پاته
زڑہ یې ډک له ارمانـــونو اخ
کړي تش به یې وه چـــاته
یو الله تــه یې اُمـــــــید دی
نه لري بل څــوک وه شاته
*زوروي یـــې کـــــــړوي یـــې*
*وار پـــه وار د پلار یادونــــه*

*٥*
خـــــــدایه راولــې دې وران
مالت ته ښــــــکلي بهارونه
خوار اولس مو پر قرار کړې
مسافــر کــــــړې خزانـــونه
په خــــپل فضل ترینه لیري
کړې سِــــــتم او وحـشتونه
په سپېڅلي قـــــرآني نظام
ټکـــــــور کړې زخمي زړونه
*د زړګـــــــي لــــه درده کـــــــڑم*
*درته ´ذاکــــرځــــلاند` سوالونه*

https://t.me/zakirzaland33




ســــهار وختي د شهید قـــــــبر ته مورکۍ ناسته وه
ورســره څنګ کي یولمسی او یوه لمـسۍ ناسته وه

اوښـــــکي یې تلې قطار قطار تر ګریوانه له جــرګه
په زڑہ دردمنه په سلګـــــــوپه غم د زوۍ ناسته وه

شهـــــــید بچي ته یې د کـــــــور ټوله حالـــونه ویل
ډېر یې ژړل له اوښکو سرې یې سترګکۍ ناسته وه

عجیب منظر ؤ هم پرې ځمکي هم اسمان پرې ژړل
چي سرتور سر په غم کي ډوبه ھا بــوډۍ ناسته وه

هـــــــغه تنکي یتیم د پلار قـــــــبر ته داســـــي ویل
پلارجانه مور هم له څو ورځــو بې ډوډۍ ناسته وه

فکـــــــرو اخیستې وه د پلار خــــــړپړ مزار تې کتل
ورته معصـــــــومه د ګلاب غوندي لورکۍ ناسته وہ

´ذاکـــرځـلانده` د ژوندون خوښی به څنګه لمانځې
ســـــتا د دِیار هره تور سرې په ســـــلګۍ ناسته وه

https://t.me/zakirzaland33


دالخــادم خــپرندویه ادارې له خوا وړاندي کیږي
د روژې مبارکي په ویاړ یوخوندورنظم

کسر
میاشت درحمت میاشت دعظمت میاشت دغفران دہ
ښــــکلې د بهـشـــــت په زیــرو میاشت رمضان دہ

ږغ... مؤمن یار سعید

شاعر... ذاکرځلاند

https://t.me/zakirzaland33

#دالخادم_میډیادټیلیګرام_چینل
Https://t.me/alkhadimmedia11

20 last posts shown.

255

subscribers
Channel statistics