🌹د هیدایت پلوشې🌹


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


د اسلامي لیکونو او ویناوو لپاره زموږ د ټليګرام چينل لینک جون او د ملګرو سره شير کړﺉ
👇👇👇👇

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


‏نبي کـريم(ﷺ)فـــرمایـلي دي :
هغـه سـړی چـې زړه يـې د مسجـدونـو سـره تړلـی وي.
اللهﷻ به یـي په ورځ د قیامت د عـرش تر سیـوري لاندي کینوي چـې بغیرله دي سیـوري څخـه بل سیـوري به نـه وي.
(رواه البخاري ومسلم )
https://t.me/DahitayatFalwashi


په 1955ميلادي کال کې جاکارتا ته ولاړى چې دا داندونزيا پلازمېنه ده اودهغه ځاى خلګو يې هم تودهرکلى وکړى دهغه ځاى جومات له ګډونوالو ډک وو دده دليدني لپاره حتى دجومات څخه بهر يو کيلومتر واټن ليري لا خلګ ورته ناست وه دجومات مخي ته چوکياني له ميليونونو څخه ډېر په مسلمانانو ډکي وې او شېخ تر غرمې پوري په پښو ورته ولاړ وو.
جنوبې افريقاته يې هم سفر وکړى او دده په راتګ سره چارواکو دى دتلويزيون او راډيو خبريالانو ته ولېږى چې مرکه ور سره وکړي.
ده هندوستان ته هم سفر وکړى چې يو لوى مذهبي جشن ولمانځي چې هلته دشتمنو مسلمانانو له خوا ترسره کېدى.
کله چې دى راورسېدى هند ته نو دخوځنده وضعيت سره مخ سو.
کله چې دى جشن ته حاضرسو اوتلاوت يې شروع کړى ټولو حاضرينو او ګډونوالو خپل بوټونه په لاس کې واخيستل او په ځمکه ولاړ وه او دسجدې ځاى ته په کتلو سره يې سرونه ټيټ کړل اوسترګې يې له اوښکو ډکې سوې او په ژړا سوه ترهغه پوري چې شېخ خپل تلاوت پاى ته رسوى دشېخ له سترګو څخه ددې عاجزانه چلند په ليدو سره اوښکي رواني سوې.
بيت المقدس ته يې هم سفر وکړى او دالاقصى جومات او همدارنګه په فلسطين کې په هبرون کې د ابراهيمي جومات او په دمشق کې د اميه جومات او په آسيا،افريقا،فرانسه او لندن کې مشهوره جوماتو ته ولاړى او تلاوتونه يې پکښي وکړل.
په ټوله نړۍ کې شېخ عبدالباسط محمدعبدالصمد دسفرو له لاري ډيري زياتي جايزې ترلاسه کړې.
په 1956ميلادي کال کې دسوريې هيواد له خوا دستايني وړ ښايسته مډال ورکول سو.دلبنان هيواد له خوا هم يوډېرښايسته مډال ورکول سو،دماليزياهيواد له خوا دسرو زرو مډال ورکول سو،اوبل مډال دمراکش هيواد له خوا ورکول سو.
يومډال دسوريې هيواد دلومړي وزير له خوا په 1959ميلادي کال کې ورکول سو.
يو مډال دماليزياهيواد دلومړي وزير له خوا په
1965ميلادي کال کې ورکول سو.
بل ارزښتناکه مډال دسينګال هيواد دولسمشر له خوا په 1975ميلادي کال کې ورکول سو.
بل دسروزرو مډال دپاکستان هيواد له خوا په 1980ميلادي کال کې ورکول سو.
بل مډال هم دپاکستان دولسمشر ضياءالحق له خوا په 1984ميلادي کال کې ورکول سو.
دمصر دراډيو سټېشن له خوا هم ددوى د راډيو په پنځلسمه کليزه کې مډال ورکول سو
په 1987ميلادي کال کې دتبليغيانو دورځي دلمانځلو پرمهال دمصر دپخواني ولسمشر حسني مبارک له خوا هم
يوښايسته مډال ورکول سو
په 1990ميلادي کال کې يې د قدر په شپه دمصرله پخواني ولسمشر حسني مبارک له خوا وروستى مډال ترلاسه کړى.
وروسته دشکري په ناروغۍ اخته سو او هڅه يې کول چې په خورا پاملرني او سالم رژيم سره دناروغۍ مبارزه وکړي خو ځيګر په ناروغۍ هم اخته وو نه يې سواى کولاى ددواړو ناروغيو سره مبارزه وکړي بدبختانه له خپلو دغو ناروغيو څخه يوه مياشت مخکې دمعدې په ناروغۍ اخته سو بيا يې دى روغتون ته يووړى خو روغتيا يې نوره هم خرابه سوه دغه حالت يې دده زامن او ډاکټران دې ته وهڅول چې قاري عبدالباسط ته مشوره ورکړي چې لندن ته د درملني لپاره سفر وکړي کله چې ولاړه لندن ته نو يوه اونۍ يې تېره کړه دده سره په دې سفرکې دده زوى چې طارق نومېدى هغه وو او غوښتل يې چې خپل پلار بيرته مصرته بوزي.
بالاخره د1988 ميلادي کال د نومبرپه دېرشمه نېټه دچهارشنبې په ورځ وفات سو انالله وانا اليه راجعون

جنازه يې په سيمه ييزه او نړيواله کچه ملي او رسمي وه په جنازه کې يې خورا ډېرکسان وه دبېلابيلو هيوادو سفيران چې دخپلو خلګو په استازيتوب يې برخه اخيستې وه په دې جنازه کې باچاهان او د دولت مشرانو ټولو دده درول ستاينه کوله د وکالت په ډګرکې.
همدارنګه دده ژوندي پاتي سوي خپلوان له زوړ څخه ترځوانه پوري ټوله موجود وه. زامن يې(ياسير،هشام او طارق) درې واړو دخپل پلار پر قدم قدم کېښود درې واړه قاريان سوه او په مصر کې دارمنت په ښار کې يو مسجد د قاري شيخ عبدالباسط په نامه پرانيستل سو.
مننه له توجه مو.
https://t.me/DahitayatFalwashi


دمشهوره او نړيوال قاري عبدالباسط محمد عبدالصمد ژوندليک:
ده په 1927ميلادي کال دمصرهيواد د قنا ولايت د ارمنت ښار د المعرازه په کلي کې سترګې پرانيستې په يوه عزتمنه کورنۍ کې لوى سو دقرانکريم حفظ او تلاوت ته ډېر ژمن وو دده نيکه شېخ عبدالصمد يو له غوره حافظانو څخه وو او دقران کريم د تجويد په احکامو هم پوه وو دده پلار محمدعبدالصمد هم يو له غوره قاريانو څخه وو او دمخابراتو په وزارت کې يې ديو ملکي خدمتګارپه توګه کار کاوه قاري عبدالباسط دوه مشران وروڼه درلودل چې يو محمود او بل عبدالحميد نومېدى دوى دواړو دقرانکريم په ابتدايه ښوونځۍ کې دقرانکريم حفظ کوى نو ددوى کشر ورور شيخ قاري عبدالباسط هم ددوى سره په شپږ کلنۍ کې يوځاى سو د قاري عبدالباسط استاد وليدل چې دده کشر شاګرد په حفظ کې ډېر چټک دى او دتلفظ او دقرانکريم د درېدلو او پيلولو دنقطو په مراعاتولو کې ډېر ځيرک او هوښيار دى دده استاد دا هم وليدل چې دى يو خوږ او په زړه پوري آواز لري اوکله چې کورته ځي نو په لاره کې دقرانکريم هغه برخه تلاوت کوي کوم چې يې استاد ورته ويلې وي.
شېخ عبدالباسط مکمل قرانکريم هغه وخت حفظ کړى کوم وخت چې دلسو کالو سو يعني په درې ياڅلورکاله کې يې ټول قرانکريم حفظ کړى وروسته يې له خپل نيکه او پلارڅخه وغوښتل چې خپلو زده کړو ته دقرائت په برخو کې دوام ورکړي يعني قرائت شروع کړي.
دوى دواړه دده سره موافقه سوه او دى يې د طنطا ښار ته ولېږى ترڅو د قرانکريم دقرائت قوانين او برخي پر شيخ محمدسليم باندي زده کړي که څه هم دطنطاښار ډېر ليري وو خو دى اماده اوقانع سو چې هلته سفر وکړي ځکه چې دا کار به دده لپاره يو مهم بنسټ کيږدي دده د راتلونکي لپاره.
دده له روانېدو څخه يوه ورځ مخکې دده کورنۍ د شيخ محمدسليم د راتګ واورېدل چې د ارمنت مذهبي مرکز ته راغلى دى چې د قرائت داستاد په توګه دنده اجرا کړي،خلګو دده غوره ښه راغلى وکړى ځکه دى دقرائت يو غوره او مشهوره استاد او عالم وو تقدير او قسمت دى په ډېر سم وخت کې دلته راوستى دده د کورنۍ لپاره.
وروسته ددې ښارخلګو په اصفوان المطاعنة کلي کې دقران عظيم الشان د حفظ کولو لپاره يوه اتحاديه يا يوسازمان جوړ کړى نو شېخ محمدسليم وکولاى سواى چې نورو ته دقرانکريم حفظ او قرائت ور زده کړي قاري عبدالباسط ده ته ورغلى او ټول قرانکريم يې ورسره تکرار کړى بيا يې الشتيبا حفظ کړه چې د اوو تلاوتونو دبرخي يو پخوانى متن دى کله چې د درويشتو کالو سو په قاهره کې يې خپله رسمي دنده دقرانکريم د ويونکي په توګه پيل کړه کله چې ده ته د سيده زينب دزېږېدني دجشن دلمانځلو لپاره بلنه ورکول سوه چې دا سيده زينب دحضرت علي رضى الله عنه لورده دجشن په وروستۍ شپه مېلمنو ته دغوره قاريانو له خوا ښه راغلاست وويل سو چې هغه قاريان دادي لکه:شېخ عبدالفتاح شاهي،شېخ مصطفى اسماعيل،شېخ عبدالعظيم ظاهر،شېخ ابوالعينين او داسي نور.....ځوان قاري عبدالباسط هڅه کول چې د نندارچيانو او اوريدونکو په منځ کې ځاى پيداکړي ترڅو د مشهوره قاريانو اوازونه واوري دوى وويني او له دوى سره کښيني.
له نيمي شپې وروسته شېخ عبدالباسط له خپل يوقريب سره وو او هغه قريب يې د سيده زينب مسجد ټول مشران پېژندل نو له هغو نه يې اجازه وغوښتل چې قاري عبدالباسط تلاوت وکړي ده داسي وويل: زه تاسوته له پورتني مصرڅخه يوقاري وړاندي کوم،کوم چې په زړه پوري او خوږ اواز لري دلسو دقيقو لپاره به تلاوت درته وکړي په دغه شېبو کې مسجد په بشپړډول ډک سو او قاري عبدالباسط راغلى په تلاوت يې پيل وکړ ننداره چيانو دده په زړه پوري اواز واورېدى دا داسي تلاوت وو چې د اورېدونکو زړونه يې ځني يووړه او ټولو نارې کړې الله اکبر الله اکبر! تردې حده چې دجومات پايې يا ميلان لړزېدله هغه وخت چې قاري عبدالباسط تلاوت ختم کړى او صدق الله العظيم يې وويلى اورېدونکو ټينګار وکړى چې تلاوت ته نوره هم ادامه ورکړي نو ده هم ادامه ورکړه تردې پوري چې سفېدې وچاودې او سهار سو.
وروسته له دې تجربې شېخ عبدالباسط په راډيو سټېشن کې د قرآن ويونکي په توګه دکارکولو په اړه فکر وکړ خو هغه د پورتني مصرسره د تړاو له امله ډېر وځورېدى.
په هرصورت الله سبحانه وتعالى وغوښتل چې دده خوږ ږغ ټوله نړۍ واوري کله چې ده په هغه جشن کې تلاوت کوى دده ږغ ثبت سوى وو نو له همدې امله دى وتوانېدى چې دغه خپل ثبت سوى ږغ راډيو ته وليږي.
دده ددې ښکلي ږغ او غوره فعاليت وروسته په 1951ميلادي کال کې په راډيو کې دقران ويونکي په توګه وټاکل سو.
وروسته ده ځينو ځايو ته سفر وکړى لکه: پاکستان،اندونزيا،جنوبې افريقا،هندوستان،بيت المقدس او سوريه.
ده پاکستان ته سفر وکړى او دپاکستان د ولسمشر له خوا يې تود هرکلى وسو.


رسول الله ﷺ فرمایي:
خپلو کې پر یوه بل د الله لعنتونه مه وایئ او مه یوه بل ته د الله د غضب ښېرا کوئ او مه یوه بل ته د جهنم ښېرا کوئ.

رواه أبو داود والترمذي وأحمد📚

https://t.me/DahitayatFalwashi


کله چې هارون رشید د مرګ پر بستر پروت و ؛ نو خپلو ملګرو ته یې وویل :

زه غواړم چې هغه قبر وګورم، په کوم کې چې زه دفن کیږم.

نو هغوی هارون رشید واخیست او خپل قبر ته یې ورساوه.. کله چې هارون الرشيد خپل قبر ته وکتل؛ نو ډېر یې وژړل او بیا یې خپل شاوخوا کې ولاړو خلکو ته وکتل او د الله تعالی دا قول یې ووایه:

﴿مَا أَغْنَى عَنِّی مَالِیهْ﴾ ﴿۲۸﴾ ﴿ هَلَکَ عَنِّی سُلْطَانِیهْ﴾ ﴿۲۹﴾. الحاقة

ژباړه:
زما مال ماته هیڅ ګټه ونه رسوله * زما قدرت زما له لاس څخه ولاړ)

بیا یې آسمان ته خپل سر پورته کړ، سخت یې وژړل او داسې یې وویل: ای هغه ذاته! چې سلطنت دې زوال نه قبلوي، پر هغه چا رحم وکړه چې سلطنت یې زائل شو!!

ګرانو ورونو او خویندو!
دا خبره تل په یاد ساتئ، شپه که هر څومره اوږده شي، بیا هم سهار ورپسې دی. او ورځ که هر څومره اوږده شي، شپه ضرور راتلونکې ده؛ نو عمر چې هر څومره اوږد شي، مرګ ته به ضرور غاړه ورکوو!!!
لطفاً پخپل ځان رحم وکړئ، په تیرو ګناهونو باندې الله تعالی ته پښیماني څرګنده کړئ او نور ترې توبه ګار شئ. بس کړئ، نور د توبې په تمه ګناهونه مه کوئ! مرګ ناساپي راتلونکی دی، هیچا ته دا معلومات نشته چې، زه به تر توبې ویستلو پورې ژوندی پاتې شم او که نه؟؟؟


کله چې هارون رشید د مرګ پر بستر پروت و ؛ نو خپلو ملګرو ته یې وویل :

زه غواړم چې هغه قبر وګورم، په کوم کې چې زه دفن کیږم.

نو هغوی هارون رشید واخیست او خپل قبر ته یې ورساوه.. کله چې هارون الرشيد خپل قبر ته وکتل؛ نو ډېر یې وژړل او بیا یې خپل شاوخوا کې ولاړو خلکو ته وکتل او د الله تعالی دا قول یې ووایه:

﴿مَا أَغْنَى عَنِّی مَالِیهْ﴾ ﴿۲۸﴾ ﴿ هَلَکَ عَنِّی سُلْطَانِیهْ﴾ ﴿۲۹﴾. الحاقة

ژباړه:
زما مال ماته هیڅ ګټه ونه رسوله * زما قدرت زما له لاس څخه ولاړ)

بیا یې آسمان ته خپل سر پورته کړ، سخت یې وژړل او داسې یې وویل: ای هغه ذاته! چې سلطنت دې زوال نه قبلوي، پر هغه چا رحم وکړه چې سلطنت یې زائل شو!!

ګرانو ورونو او خویندو!
دا خبره تل په یاد ساتئ، شپه که هر څومره اوږده شي، بیا هم سهار ورپسې دی. او ورځ که هر څومره اوږده شي، شپه ضرور راتلونکې ده؛ نو عمر چې هر څومره اوږد شي، مرګ ته به ضرور غاړه ورکوو!!!
لطفاً پخپل ځان رحم وکړئ، په تیرو ګناهونو باندې الله تعالی ته پښیماني څرګنده کړئ او نور ترې توبه ګار شئ. بس کړئ، نور د توبې په تمه ګناهونه مه کوئ! مرګ ناساپي راتلونکی دی، هیچا ته دا معلومات نشته چې، زه به تر توبې ویستلو پورې ژوندی پاتې شم او که نه؟؟؟


په سپي او پشۍ لاس وهل او په کور کې ساتل!

په کور کې د سپي ساتل:

بي ضرورته په کور کې د سپي ساتل جواز نلري همدارنګه د سپي سره مينه کول مچو کول او نور د کافر قوم سره مشابهت ده او داسې کول حرام دي

د سپي په ويښتانو باندې لاس کش کولو په باره کې مې د منعې دليل پيدا نکه
خو د سپي لاړې خوله او پسخورده نجس دي که په کوم لوښي کې سپی خوله او وهي یا خوراک کې وکي هغه به اوه ځله مينځل کيږي او يو ځل به په خاورو وهل کيږي .

عن أبي هريرة(رضي الله عنه) أنَّ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم قال :
( طُهُورُ إِنَاءِ أحَدِكُمْ إِذَا وَلَغَ فِيهِ الكَلْبُ أنْ يَغْسِلَهُ سَبْعَ مَرَّاتٍ أُولاَهُنَّ بِالتُّرَابِ )
رواه مسلم ( 279 )

وفم الكلب وحده أو لعابه ورجيعه هو النجس، فلا يقاس عليه بقية جسمه، فيغسل الإناء سبعاً بولوغه فيه .

فتح القدير :64/1،
رد المحتار لابن عابدين:192/1،300،

دوهم په کور کې پشۍ ساتل :
په کور کې د پشۍ ساتل پروا نلري ، په هغه باندې لاس کش کول هم خیر ده پروا نلري ځکه هغه نجسه نده ، پسخورده يې پاکه ده ، او کورني مُضر حشرات نيسي .

جليل القدر صحابي ابو هريره(رضی الله عنه) به د پيشو سره لطف کاوه چې په همدې وجه په همدې نامه ملقب شوی ده.

او د پشی بيع او سوغات کول جايز ندي له دې نه منع شوې ده

لحديث أبي الزبير قال سألت جابراً عن ثمن الكلب والسنور (الهر)، قال :
زجر النبي صلى الله عليه وسلم عن ذلك
رواه مسلم ( 1569 )


ولې پهٔ لمانځهٔ کې نور فکرونه کوو او د حل لار یې څهٔ ده؟
ځواب یې دلته ولولئ!

هر کس ته دا معلومات شته چې لمونځ یو فرضي عبادت دی پهٔ دې معنی چې اختیاري نهٔ دی چې د چا زړهٔ وغواړي کوي دې، او که د چا زړهٔ نهٔ وي نهٔ دې کوي؛ بلکې لمونځ پهٔ هر شرایطو برابر مسلمان باندې فرض (اجباري) دی.

اصلي مطلب ته راځو چې څنګه کولای شو د لمانځهٔ پر مهال زموږ سوچ تیت او پرک نهٔ شي او پهٔ خشوع (عاجزۍ) او خضوع (غاړه ایښودنې) سره لمونځ ادا کړو. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ ﴿٤﴾ الَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ ﴿٥﴾ (سورة الماعون)
ترجمه: د هغهٔ لمونځ کونکي پر حال افسوس دی، چې لهٔ خپل لمانځهٔ څخه بې خبره (غافل) وي. دلته د غافلانو څخه مراد هغه کسان دي چې یا خو بلکل لمونځ نهٔ کوي، او یا هغه چې لمونځ یې کولو خو اوس پهٔ لمانځهٔ کولو کې سست شوي دي، یا هغه کسان چې لمونځ پهٔ خپل وخت نهٔ ادا کوي او هر وخت یې چې زړهٔ وغواړي لمونځ کوي، یا یې عادت کرځیدلی وي چې لمونځ ناوخته کوي او یا هغه چې لمونځ پهٔ خشوع او خضوع (عاجزۍ او غاړه ایښودنې) سره نهٔ ادا کوي.

او بل ځای الله تعالی فرمایي چې: قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ﴿١﴾ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ ﴿٢﴾ (سورة المومنون)
ترجمه: بې شکه مومنان به کامیابېږي، دا هغه کسان دي چې پهٔ لمونځونو کې عاجزي کوي؛ یعنې هغه کسان چې لمونځونه پهٔ عاجزۍ او غاړه ایښودنې سره اداء کوي.

څنګه یو کس پهٔ لمانځهٔ کې خشوع او خضوع راولي یعنې څنګه لمونځ پهٔ عاجزۍ او غاړه ایښودنې سره تر سره کړي ترڅو د هغو کامیابېدونکو کسانو لهٔ جملې څخه حساب شي؟

پهٔ لومړي قدم کې یو کس باید د لمانځهٔ پهٔ ترجمه پوه شي، یعنې هغه څه چې دای یې پهٔ لمانځهٔ کې وایي دهغې پهٔ معنی او مفهوم باید پوه شي.
څرنګه چې لمونځ پهٔ عربي ژبه اداء کېږي نو یو کس هغه وخت پهٔ لمانځهٔ کې عاجزي اختیارولای شي؛ چې د لمانځهٔ پهٔ معني پوه شي.
کله چې یو کس پهٔ لمانځهٔ کې إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ وایي نو دای باید پوه شي چې زهٔ څهٔ وایم.

همدارنګه کله چې د لمانځهٔ لفظي معنی یو کس زده کړي نو بیا دې کوښښ وکړي چې د لمانځهٔ پهٔ جریان کې د الفاظو ویلو سره پهٔ ذهن کې د هغې ترجمه او مفهوم راولي.
د مثال پهٔ ډول یو کس پهٔ سجده کې دی او سُبْحانَ رَبِّی الأعْلَی وایي، دای باید پهٔ ذهن کې راولي چې دا سجده زهٔ یوازې خپل رب ته کؤم او هغه رب چې پاک او ډیر اوچت دی.

لمونځ کونکی باید د لمانځهٔ الفاظ پهٔ درست شکل سره ووایي. د مثال پهٔ ډول موږ ګورو چې ډیر وروڼه سجدې ته په ثانیه کې ښکته کیږي او بیرته پورته کیږي یعنې تسبیحات پهٔ سجده کې نهٔ؛ بلکې سجدې ته پهٔ تلو راتلو کې وایې. او داسې ژر ژر یې وایي لکه چا چې پسې اخیستي وي.
در ُسته طریقه دا ده چې کله هم سجدې او یا رکوع ته یو کس ځي نو تکبیر ویلو سره دې حرکت وکړي او تر هغې دې تسبیحات نهٔ وایي چې سر یې پهٔ ځمکه نه وي لګیدلی او بیا کله چې تسبیحات وایي نو ډیر پهٔ قراره، او د تسبیحاتو تر منځ دې لږه وقفه وکړي ترڅو هر ځل سُبْحانَ رَبِّی الأعْلَی داسې تلفظ کړي چې زړهٔ ته یې دا الفاظ ښکته شي.

د ترجمې او مفهوم تر څنګ یو کس باید د لمانځهٔ حرکات پهٔ درست شکل (سنت طريقې) تر سره کړي. یعنې که یو کس د رکوع څخه قومې ته پورته کېږي نو کله چې سم نېغ ودریدهٔ بیا دې سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ او رَبَّنَا وَ لَکَ الْحَمد پهٔ ولاړه ووایي او د هغې څخه وروسته دې تکبیر ووایي او بیا دې ښکته شي. داسې نهٔ چې سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ د رکوع څخه پهٔ پورته کیدو کې او رَبَّنَا وَ لَکَ الْحَمد بیرته پهٔ ښکته تللو کې ووایي یعنې قومې ته پهٔ تلو راتلو کې یې وایي او قومه یې بلکل معلومه نهٔ وي، حال دا چې دا کلیمې باید پهٔ قومه یعنې پهٔ ولاړه وویل شي.

پهٔ هر صورت کله چې د لمانځهٔ پهٔ معنی یو کس پوه شي او بیا د لمانځهٔ پهٔ جریان کې هغه معنی ذهن ته راولي؛ نو د هغهٔ د لمانځهٔ حرکات پهٔ خپله اصلاح کېږي.

خو یو کس باید دې ته زړهٔ تنګ نه کړي چې پدې طریقه خو ډیر وخت نیسي، هو وخت نیسي نو ځکه خو الله تعالی دې ډول لمونځ کونکو ته کامیاب کېدونکي ویلي دي. د هغهٔ لمانځهٔ څهٔ فایده چې د عبادت پهٔ څېر نهٔ وي او الله تعالی ته قبول نهٔس وي؛ یو کس ځان هم پهٔ تکلیف کړي او بلاخره ناکام هم شي.
زموږ ډېر وروڼه او خویندې اړتیا لري چې د لمانځهٔ پهٔ معنی پوه شي، اوس نو ستا مسؤلیت دی چې دا ليکنه څومره کسانو ته رسوئ.
د شریکولو تر څنګ کولای شئ چې دا ليکنه چاپ کړئ، خپلو کورنیو غړو او دوستانو ته یې ورکړئ.

الله تعالی دې زمونږ لمونځونه قبول؛ او لهٔ امله یې مونږ ته کامیابي پهٔ برخه کړي.


رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: تر څو پورې چې له اسمان څخه باران وریږي جهاد به تر قیامته پورې تراوتازه وي

پر خلګو داسې زمانه را روانه ده چې ډېر پوه خلګ به وایي: دا د جهاد کولو وخت نۀ دی.

څوک چې داسې زمانه وه مومي همدا د جهاد کولو غوره زمانه او وخت دى. صحابه کرامو،رض، وه پوښتل: ایا مسلمانان به هم داسې وایي؟

رسول الله ـ ص ـ وه فرمایل: هو. دا خلګ ټولنه کې په پوهانو یادېږي پر دې خلګو به د الله تعالی، پریښتو او ټولو انسانانو لعنت وي

.( کتاب السنن)


د خپلو کشرانو، نجونو او هلکانو څارنه وکړئ!

_ چي له څه ډول انسانانو سره ګرځي؟
_ ناسته پاسته د کومو ملګرو سره کوي؟
_ ایا ملګري یې عقیدوي او اصلاحي بڼه لري؟
_ خراباتونه، خرچې او پیسې له کومه کوي؟
_ مبایل، میموریکارډ، فلش او انټرنیټ له کومه کوي؟
_ موبايل او میموریکارډ کي یې څه ډول شیان دي؟
_ کوم ډول ویډیوګاني او اډیوګاني لري او سرچوي؟
_ د سوشل ميډيا څخه مثبته او که منفي استفاده کوي؟
_ مطلق د موبايل د لاري د کوم نامحرم هلک او نجلۍ سره په کوم ارتباط څه ډول اړیکي لري؟
_ موټرسایکل، د موټرسايکل تېل، کالي او داسي نوري آسانتياوي ورته چا برابري کړي دي؟
_ په غیر رسمي وخت کي چیري ځي؟
_ کوم هوټل او کافي شاپ کي چلمان څکوي او که تفرېح؟
_ تدریسي ماحول او زمینه سازي دي ورته کړې ده؟
_ پنځه وخته لمونځ کوي؟
_ په جماعت یې کوي؟
_ په اوداسه یې کوي؟
_ ستا له ویري یې کوي؟
_ قران کریم دي ورزده کړی دی؟
_ د قران کریم تلاوتونه کوي؟
_ ایا په دیني احکاماتو خبر دی؟
_ بالاخره تا یې ټول اړخونه څېړلي او تعقیب کړي دي؟!

دا پوښتني مي ځکه وکړلې چي:

- رسول اللهﷺ فرمایي: تاسو کي هر یو د خپلي کورنۍ چوپان دی او ستاسي څخه به ستاسي د رمې په هکله پوښتنه کیږي.! بخاري او مسلم

- د هوس، فحاشۍ، بې دينۍ سوداګر هر ځای په کمین کي ورته ناست دي او تل د فرصت او موقع په لټولو کي دي چي ستا زوی / لور څنګه بې لاري کړي.!

- د خپلي کورنۍ، غټانو، ماشومانو ساتنه او څارنه تل کوئ، بې ځایه سختي مه کوئ د تفرېح او ساعتيري موقع او اسباب ورته برابروئ، کورنۍ ناستي جوړوئ او يوه بل ته وخت ورکوئ خو هو جدي پاملرنه او څارنه یې هم کوئ.

کنې نو هر ځای، هر کلي او هره کوڅه کي يوه سپۍ لنګه سوې ده، داسي نه چي اولادونه، کشران او نوی نسل مو وداړي او په شرمونو مو وشرموي.
ځکه موږ ولیدل ډېر د حیاء خلک د غفلت، ناغیړۍ او ناپامیو له امله په اولادونو وشرمېدل او پلرونه او مندي یې ښېراه ګویه سوې. اللهم وَفِّقْنَا لِمَا تُحِبُّ وَتَرْضَاهُ مِنْ قَوْلِ وعمل.


خالد ابن ولید رضی الله تعالی عنه چی به قران مجید راوخیستی نو په ژړا سره به یی وویل موږ ستا له تلاوت ځخه جهاد بوخت مشغول کړی یو خو په اوسنی زمانه کی موږ وایو ای دالله«ج»کتابه موږ ستا له تلاوته دموبایل جهاز بوخت یا مشغول کړی یو
استغفروالله


*د حيض او نفاس مختصر احکام*


*د حيض تعريف :*
حيض په لغت کې بهېدلو يا جريان ته وايي او په شرعي اصطلاح کې حيض عبارت له هغه وينې څخه دی چې د ښځې د رحم د داخل نه په ټاکلي وخت کې پرته له هيڅ ډول ناروغۍ او تکليف رسېدلو څخه په طبعي ډول بهېږي .

دغه وينه الله پاک د بني آدم په ذات او صفت کې د ښځينه وو لپاره ايښي ده.

د غه وينه الله پاک د ښځې په رحم کې پيدا کړي ده تر څو د حاملګۍ په دوره کې د بچې لپاره غذا وي او وروسته د نوي ماشوم له زيږيدنې نه په شيدو باندې بدلېږي.

نو کله چې ښځه نه حامله وي او نه شيدې ورکونکې نو دغه وينه پرته له مصرفه پاتې کيږي نو په همدې علت سره په ټاکلو وختونو کې له بدن څخه خاريجېږي چې حيض او يا مياشتنی عادت بلل کيږي .

*د حيض عمر :*
هغه عمر دی چې ښځې ته په هغه کې مياشتنۍ عادت پيدا کيږي چې له بلوغ څخه شروع تر پنځوس کلنۍ پورې دوام کوي .

*د حيض موده :*
د حيض موده کمه دری ورځې او زياته لس ورځې که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو زياته شوه نو هغه استخاضه (د حيض پشان مرض دی چې حکم يې داسې دی لکه : د وينې ، باد او ميتيارو جاريوالی ، يعنې اوس په اوداسه به کوي او لمونځ به ادا کوي) .

*نفاس ( د ولادت دوره ):*

*د نفاس تعريف :*
نفاس عبارت له هغه وينې څخه دی چې له رحم څخه د بچي د زږېدلو يا تولد وروسته خارېجيږي .

دغه وينه په اصل کې هغه وينه ده چې د حمل نيولو په وخت کې د ښځې په رِحم کې پاتې شوي ده . کله چې ښځه زېږون وکړي دغه پاتې شوې وينه يې په تدريج سره له رِحم څخه بهيږي .

همدا شان هغه وينه چې مخکې له زيږون او د زيږون د نښانو په شروع کېدو سره له ښځې څخه خاريجيږي نو همدغه د نفاس او يا د ولادت د وينې په نامه باندې ياديږي .

فقهاوو ددې وخت مخکې له ولادت څخه دوې او يا دري ورځې مقيد کړی دی غالباً د ولادت د درد په شروع سره شروع کيږي .

*د نفاس موده :*
د فقهاؤ په اتفاق د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې مودې حد يې معلوم نه دی د ښځې په عادت پورې اړه لري .

*مسئله :*
که په حيض او يا نفاس کې د ښځې عادت ګډوډ شي نو د ګډوډۍ او بې نظمۍ ټولې ورځې حيض يا نفاس حسابيږي ، داسې چې دوې ورځې وينه راځي بيا دوې يا دری ورځې پاکه وي او بيا وينه راشي نو دا ټولې ورځې حيض او يا نفاس دی.[1]

*مسئله :*
کچيرې حيض له دريو ورځو کم او له لسو ورځو زيات شي او يا نفاس له ۴۰ ورځو زيات شي استحاضه بلل کيږي، استحاضه د مياشتني عادت او يا زيږنتون د وينو راتللو په شان ناروغي ده چې د معذور حکم لري د هر وخت د لمانځه لپاره به جلا اودس کوي، لمونځ به ادا کوي او روژه به نيسي او کورواله کول جايز دي.


د اسلامي لیکونو او ویناوو لپاره زموږ د واټساپ ګروپونه او ټليګرام چينل لینکونه جون او د ملګرو سره شير کړﺉ

لمړی واټساپ ګروپ لینک
👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/KB3pmGKwZYgCsewqm3oQr1

دوهم واټساپ ګروپ لینک
https://chat.whatsapp.com/GtttZaMXPVN5FFn2Oszz13
زموږ د ټلیګرام چینل لینک
👇👇👇
https://t.me/DahitayatFalwashi




د اسلامي لیکونو او ویناوو لپاره زموږ د واټساپ ګروپونه او ټليګرام چينل لینکونه جون او د ملګرو سره شير کړﺉ

لمړی واټساپ ګروپ لینک
👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/KB3pmGKwZYgCsewqm3oQr1

دوهم واټساپ ګروپ لینک
https://chat.whatsapp.com/GtttZaMXPVN5FFn2Oszz13
زموږ د ټلیګرام چینل لینک
👇👇👇
https://t.me/DahitayatFalwashi


تجربه د نړۍ تر ټولو بې رحمه استاد دی
ځـکه اول امتحان درڅخه اخلي بیا درس درکوي!.✅😔
👑مرستندوی👑
https://t.me/DahitayatFalwashi




موسيقي(ډمتوب) سره د الله تعالی قهر رانازلیږي!
لیکوال: همایون عیسی خېل
که څه هم ځینې عذابونه زموږ په امت نه راځی؛ خو ځینې ناوړه ګناهونه شته چې کله په دې امت کې زیات شي، نو له امله یې د الله تعالی له لوري هغه عذابونه رانازلیږي، کوم چې پخوانیو امتونو باندې راغلي وو.
حدیث شریف دی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په اخري زمانه کې به ژوندي په زمکه کې ننویستل، د کاڼو وریدل او د مخونو مسخه کیدل عام شي! یو چا ترې وپوښتل: اې د الله رسوله! دا(عذابونه) به کله وي؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې د موسیقۍ الات( بجه، طبلا، سرڼۍ ډول...) عام شي، د ښځو د ګډا محفلونه زیات شي او د شرابو څښل عام شي.
حدیث شریف: عن عمران بن حصين رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: ((في هذه الأمة خسف ومسخ وقذف. فقال رجل من المسلمين: يا رسول الله ومتى ذلك؟ قال: إذا ظهرت القيان والمعازف, وشربت الخمور)) رواه الترمذي
کله چې اسلامي امارت پر افغانستان حاکم شو او د ټول هېواد واګي یې په لاس کې واخیستل؛ نو ځینو له شریعت ناخبرو، بې دینو، ضمیر فروشانو ته یو څو نامشروع اندیښنې ور ولاړې شوې، لکه: د ښځو حجاب به څنګه کیږي، لمانځونو سره به څه کوو، ږیرې به څنګه کوو؟ او په دې نظام کې به موسیقۍ ته ځای وي او کنه ...؟
څو ورځې وړاندې ښاغلی ذبیح الله مجاهد صیب له یوې رسنۍ سره مېلمه؛ ترڅو خبریالان ورسره خپلې ستونزې شریکې کړي، خو بدبختانه چې یو نفر پر موسیقۍ بندیز لګول هم یوه ستره ستونزه وبلله او غوښتنه یې وکړه چې باید موسیقۍ ته اجازه ورکړل شي.
دا شل کاله چې افغانستان له یوه ستر بې دینۍ ناورین سره مخ و( شراب څښل، ډمتوب یا موسیقي عامه وه، د چارواکو مجلسونه د هلکانو او نجونو په ګډا ښایسته شوي وو، زنا او لواطت عادي خبره وه، رشوت او سود ګناه نه ګڼل کېدل دېته ورته نور...)
پوښتنه دا راولاړیږي چې دغه اعمالو د هېواد کومه ستونزه حل کړه؟ ایا دې شل کلن ډمتوب د ولس وینه تویول بند کړل؟ ایا په ډمتوب سره د الله تعالی قهر نه متوجې کیږي؟ ایا ډمتوب یا موسیقي د شریعت او اسلام ضد عمل نه دی...؟ ځواب پې: ولې نه،
نو بیا ولې د ډمتوب یا د موسیقۍ بندول یوه ستونزه وبلل شي؟ نو ولې یې بیا د آزادولو غوښتنه وشي
...؟
پاتې شوه د تېر شل کلن رژیم خبره چې لسهاو چینلونو یې شپه ورځ د ډمتوب خپرونې کولې د کابل ادارې له ادنی کارمند څخه نېولې تر لوړ پوړي چارواکي آن تر ( په اصطلاح ولسمشر مشر پورې) په ادبیاتو کې( د موسیقۍ مینوال) او په کلیوالۍ پښتو کې ډمان وو، ډمتوب یې رسمي د فرهنګ په نوم د مکتب په نصاب کې شامل کړی و، هلکانو او جینکیو ته د ګډا، ډانس او د نورو موسیقۍ الاتو ورزده کولو لپاره یې کلبونه خلاص کړي وو...!
نو ټول هېوادوال باید لومړی د الله تعالی شکر ادا کړو چې له موږ سره یې څومره لویه ښیګړه کړې چې د دومره فحشاو، موسیقیو او د نورو ګناهونو په شتون کې یې هم په ګران د قوم لوط په څېر له آسمانه کاڼي نه دي راورولي، ولس یې ژوندی په زمکه نه دی ننویستلی، د بني اسرائیلو په څېر یې له دوی څخه شادوګان او بیزوګان نه دي جوړ کړي.
په دویم قدم کې ټول له الله تعالی څخه بښنه وغواړي او توبه ګار شي، په تېر پښېمانه او د بیا لپاره ټینګ عزم وکړي چې بیا به دغه بد اعمال نه په خپله ترسره کوو او نه به بل چاته اجازه ورکوو چې، دا ډول کرغیړن اعمال ترسره کړي.
او د اسلامي امارت سره ولس ږ اوګه په اوګه باید ټول ولس د ناوړه اعمالو مخه ونیسو او هیچاته اجازه ورنکړو چې داسې کړنې ترسره کړي چې، له امله یې د الله تعالی قهر رانازل شي.
پای


‏د سـهار لمونځ د خداى نعمت د مـخ نـورانيت، د زړه سکون او د ورځې برکت دئ."🌸💝

👑مرستندوی👑
https://t.me/DahitayatFalwashi


د اسلامي لیکونو او ویناوو لپاره زموږ د واټساپ ګروپونه او ټليګرام چينل لینکونه جون او د ملګرو سره شير کړﺉ

لمړی واټساپ ګروپ لینک
👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/KB3pmGKwZYgCsewqm3oQr1

دوهم واټساپ ګروپ لینک
https://chat.whatsapp.com/GtttZaMXPVN5FFn2Oszz13
زموږ د ټلیګرام چینل لینک
👇👇👇
https://t.me/DahitayatFalwashi

20 last posts shown.

204

subscribers
Channel statistics