په افغانستان او نړۍ کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پیښو او مړینې وروستی حال؛
د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو پر اساس، په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر له شپېتو لکو واوښت او دغه راز د عامې روغتیا وزارت وايي چې افغانستان کې هم له پنځلس زره زیاتې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون ناوخته وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا اخته ۸ کسان مړه شوي چې دې سره دغه هېواد کې د مړينو شمېر ۲۵۷ ته ورسید.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هیواد کې پر کورونا ناروغۍ اخته ۱۵۲۰۵ کسان ثبت شوي دي.
دغه وزارت هرو څلورویشت ساعتونو کې د شپږ یا اوو سوو تازه پیښو خبر ورکوي.
دغه راز د امریکا جان هاپکېنز پوهنتون په تازه خپرو کړو معلوماتو کې په ټوله نړۍ کې د کورونا د مثبتو ناروغانو شمیر ۶,۱۶۵,۱۸۱ ښودلی او دغه راز ۳۷۱,۹۹۵ نور بیا مړه شوي دي.
لا هم د کورونا وایروس داسې درمل نه دي جوړ شوي چې په عامه توګه خلکو ته شوي وي خو ځینو هیوادونو یې د جوړولو ادعا کړې ده.
افغانستان کې هم د محمد الکوزي په نوم یوه طبیب د کورونا واکسین جوړولو ادعا کوي چې ډیری ناروغان ورسره روغ شوي خو روغتیا وزارت پرې له تیرو دوو ورځو راهیسې د درملو توضیع بنده کړې ده.
#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab