په وروستيو کې د جګړې شدت او د کابل حکومت وارخطايي!
د امريکا او طالبانو په هغه توافقنامه کې چې په دوحه کې تېر کال د حوت پر لسمه لاسليک شوه تقريبًا د سولې او روغې جوړې لپاره څوارلس میاشتې وخت مقرر شوی ؤ، که د طالبانو پنځه زره بنديان خوشې شوي وای، ورپسې په بين الافغاني مذاکراتو کې پر اسلامي نظام توافق شوی وای او امریکا د طالبانو پاتې بنديان هم خوشې کړي وای، ورپسې امريکايانو له تور لسته د طالب مشرانو نومونه وېستلي وای نو نن به د جګړې دا ډول شدت نه ؤ، او نه به هم د کابل حکومت د جګړې له شدته وارخطا برېښېده بلکې افغانستان به اوس مهال د یوه سياسي جوړجاړي په ترڅ کې ان تر دائمي اوربنده هم رسېدلی وای، خو کابل حکومت هغه مهال فکر کاوه چې امريکايان يې دائمي ملګري دي او هيڅکله دوی يوازې نه پرېږدي نو ځکه يې لومړی د پنځه زره طالب بنديانو د لسو ورځو لنډه پروسه ان شپږو مياشتو ته وغځوله، ورپسې يې بېرته د هماغو خوشې شويو بندیانو نيول او وژل پيل کړل او بيا يې د طالبانو په خلاف دعملياتو ټټرونه وهل پيل کړل چې دا دی پای يې اوس پخپله د دوی په زيان او تاوان دی.
له دې وړاندې يې د طالبانو پر وړاندې ددفاع وزارت پر مټ نعرې وهلې چې عمليات پيلوو خو ښکاري چې پخپلو کړو پښېمانه دي او اوس له مختلفو هېوادونو غواړي چې طالبان د څو ورځو يا مياشتو لپاره اوربند ورسره وکړي.
طالبانو پوره څوارلس مياشتې د زړه له تله ورته ويل چې جګړه د دواړو لوريو په زيان او تاوان ده، که دوحې تړون ته دواړه لوري ژمن واوسي نو يوه سالم سياسي توافق او بيا يې په ترڅ کې اسلامي نظام ته سره رسېدای شي چې دا به د ټولو لوريو په خير وي، خو دوی د امريکا پر مټ د جګړې غورې وهلې او خپل ځواکونه يې پورته پورته کول چې تاسو قهرمانان؟ ياست، تاسو د دې خاورې ساتونکي ياست!
خو وروسته له هغه چې امریکايي ځواکونو دوتلو او له کابل حکومت سره د هوايي مرستو د بندولو اعلان وکړ او ورسره هم مهال د طالبانو بريدونو زور هم له دې امله زور واخيست چې مقابل لوري سولې ته ژمنتيا نلري، نو د کابل حکومت ته نه هغه غورځې پرځې ورپاتې شوې اونه يې د ځواکونو مورال ورپاتې دی بلکې ځواکونه يې له مختلفو پوستو او قرارګاوو څخه تښتي، يا هم طالبانو ته تسلیميږي او يوازې ژوند غواړي او بس.
د طالبانو له لوري د جګړې شدت د مختلفو ولاياتو پر مهمو نقاطو دی. چې له جملې يې په بغلان کې د عسکرو پر بېسونو بې درېغه بريدونه روان دي، د دغو بريدونو په ترڅ کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه نور يې طالبانو ژوندي نيولي. همداشان د کابل حکومت د پارلمان غړي پخپله خوله اقرار کوي چې طالبانو وعده کړې چې د اختر لمونځ به په غزني ښار کې کوي او ان تر دې چې تېره ورځ طالبانو دوه ويشت تنه د کابل حکومت نيول شوي عسکر هم د روژې مبارکې مياشتې د تقدس په خاطر په غزني کې خوشې کړل.
له دې سره سم په زابل کې هم د کابل حکومت پر عسکرو شدید بريدونه روان دي او تر څنګ يې هلمند هم په خورا سخت وضعيت کې قرار لري او ورځ تر بلې پرې د محاصرې کړۍ راتنګيږي.
خو دا چې طالبانو وار له مخه خبرداری ورکړی چې د دوحې تړون په بار بار نقض سره که هر څه پېښېږي نو مسئوليت به يې د مقابل لوري (امریکا + کابل حکومت) پر غاړه وي ځکه چې په وينا يې دوی هيڅکله هم د دوحې تړون نه دی نقض کړی بلکې د دوحې تړون پر عملي کولو يې ټينګار کړی او ټول لوري يې دې ته هڅولي چې له جګړې لاس واخلي او د مذاکراتو له لارې يوه سالم تفاهم ته سره ورسېږي، نو ځکه دوی د عذر او زاريو لپاره خوله نلري او نه هم د جګړې د کمولو غوښتنه په جرأت سره کولی شي.
بلخوا طالبان تر ډېره پر جګړه اتکا نه کوي بلکې مذاکراتو ته يې همېشه لېوالتيا ښودلې خو که چېرې يې مقابل لوری له بار بار ويلو سره بيا هم جګړه خوښوي نو بيا يې پر وړاندې شديده جګړه کوي چې مقابل لوری پر جګړه پېښمانوي.
نو همدا لامل دی چې يوه لوري ته د امريکايانو د تګ او وتلو سلسله او بلې خوا ته د طالبانو له لوري د بريدونو شدت هغه څه دي چې د کابل حکومت د وارخطايۍ سبب شوي او ځواکونو يې مورال بايللی.
خو اوس مهال چې د کابل حکومت بايد سوله اييزه ژبه کارولې وای او له طالبانو څخه يې معقولې غوښتنې کړې وای، د يوه سياسي تفاهم مشروع غوښتنه يې کړې وای او د اسلامي نظام لپاره يې اماده ګي او تياری ښودلی وای، دوی اوس شل کاله وروسته د طالب جګړه ناروا؟ بولي او خپل ځان مظلوم ښيي، د امریکا له لوري يې چې کله تنهايي ولیده نو دوی ته خپل مظلوميت ورپه زړه شو، د جګړې مشورعيت او نه مشروعيت يې هم ياد ته راغی. خو هغه متل دی چې اوس اوبه له ورخه تېرې دي.
ځکه چې څوارلس مياشتې امريکا اوکابل حکومت ضائع کړي او نور نو طالبان پر دوی هيڅکله اعتماد نشي کولی، بلکې د طالبانو له لوري کابل حکومت د سولې او اسلامي نظام پر وړاندې د خنډ په ډول پېژندل شوی دی او له منځه وړل يې فريضه او وجيبه بولي... .
https://kabull.com/?p=109571